لاريون کوونکي: د پاکستان پوځ د پښتنو ښځو څادر او د کورنیو عزت تر پښونه لاندې کوي

روهي (څلورنۍ/۲۸ د لېندۍ)، د خیبر پښتونخوا په لنډي کوټل سيمه کې ځايي اوسېدونکو د پاکستان د پوځ د تعصبي چلند او ظلم پر وړاندې لاريون وکړ.

لاريون کوونکو ويل چې د نړۍ په هیڅ هیواد کې د ښځو د څادر او د کورنیو عزت تر پښونه لاندې کیږي، خو دا ظلم په پښتونخوا کې د پاکستان پوځ هره ورځ کوي.

د لاريون مشرانو له مېشتو پښتنو وغوښتل چې د پاکستان د حکومت او پوځ د ظلم پر وړاندې خپله خاموشي ماته کړي او مبارزه دې وکړي.

د يادونې ده چې له تېر يو کال راهیسې د منظور پښتون په مشرۍ په پاکستان کې د پښتون ژغورنې په نوم يو غورځنګ جوړ شوی دی، چې د پښتنو له حقونو دفاع کوي او د پاکستان د پوځ پر ضد مدني مبارزه کوي.