ټرمپ: يوه خيريه بنسټ درلود او د هغې ړنګېدو پرېکړه يې کړې ده

روهي (څلورنۍ/۲۸ د لېندۍ)، د امريکا د متحد ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ پرېکړه کړې ده، چې په خپل نوم يې جوړ شوی خيريه بنسټ له منځه يوړل شي.

ټرمپ، د هغې زوی او لور يې تورن دي چې له ياد بنسټ يې غېر قانوني ګټه اخېستله او ټاکنيز کمپاين يې ورڅخه کولو.

د ټرمپ د خيريه بنسټ د ړنګېدو پرېکړه د ټرمپ په توافق د امريکا لويې څارنوالۍ کړې ده.

ولسمشر ټرمپ به د غېر قانوني کړنو له امله څارنوالۍ ته يو ميلون او اته سوه زره امريکايي ډالر هم ورکوي.

ټرمپ اوس د خپل خيريه بنسټ په اړه موافق دی خو له دې وړاندې يې ويلي وو، چې د بنسټ په اړه ادعاوې د ډیموکراټانو دسېسه ده.