
روهي (څلورنۍ/۲۸ د لېندۍ)، په ملګرو ملتونو کې د امريکا مستعفي دايمي استازې نیکي هیلي له فلسطين غوښتي دي، چې د اسرائيلو د سولې طرحه دې ومني.
نیکي هیلي تېره ورځ ملګرو ملتونو ته خپله وروستۍ وينا وکړه او ټېنګار يې کړی، چې فلسطين دې د سولې خبرې چې اسرائيل يې غواړي قبولې کړي.
د نوموړي په وينا چې اسرائيل د سولې غوښتونکی هېواد دی، له فلسطين سره خواږي لري او فلسطين هم بايد دا هر څه ومني.
نیکي هیلي په ملګرو ملتونو کې د امريکا متحدو ايالتو دايمي استازې وه، خو څو اونۍ وړاندې يې له دندې استعفا ورکړه.