
د ۲۰۱۳ز کال کې په اپريل مياشت کې افغان ځواکونو په کندهار ولايت کې د پوځي عملياتو پر مهال يو شمېر داسې پاسپورتونه پيدا کړل، چې د امريکا حکومت له خوا د پاکستاني طالبانو مشرانو ته ورکړل شوي. وروسته یو شمېر رسنيو خبرونه خپاره کړل، چې د امريکا د وخت ولسمشر بارک اوباما ادارې له خوا دغه کسانو ته پاسپورټونه ورکړي دي او دغه کړنه يې پټه ساتلې ده.
په دغه پاسپورټونو باندې چې د امريکا بيرغ او نښان رسم شوی، د فضل الرحمن، محمد او ظهور په نوم کسانو ته ورکړل شوي وو.
د دغه قضيې په اړه په هغه وخت کې په ناټو کې د امريکا دايمي استازي (ډوګ لس لووټ) د ناټو عمومي سرمنشي (اڼدرس) ته يو ليک ولېکلو او د يادو پاسپوروټونو په اړه يې مالومات او خبرې پبه کې کړې وې.
په ياد ليک کې ليکل شوي وو، "د افغانستان ملي امنيتي ځواکونو سره زمونږ د سلاکارانو د راپورونو پر بنسټ په ۲۰۱۳ز کال کې د افغانستان په کندهار ولايت کې يو شمېر خصوصي پاسپورټونه تر لاسه شوي دي. دغه پاسپورټونه د امريکا، کاناډا او انګلستان هېوادونو له خوا د پاکستان طالب وسله والو ته ورکړل شوي وو."
د امريکا دغه استازي د ناټو سرمنشي ته ويلي وو، چې که چېرې دغه مالومات د ايران، چين، هندوستان او روسيي رسنيو له خوا رسوا شي نو د ناټو د غړو هېوادونو کړنې به زيامنې کړي.
د امريکا استازي (ډوګ لس لووټ) ناټو ته وويل وو، چې بايد دغه چاره بايد پټه وساتل شي او د لا نورې رسوايۍ مخه يې ونېول شي.
نوموړي په اخېر کې غوښتنه کړې وه، چې دايساف هېوادونه رسنيو ته بايد مسووليت وسپارل شي، ياد پاسپورټونه د ناټو د غړو هېوادونو پر وړاندې د پروپاګندا په نوم تبليغ کړي.