برتانیا: يو افغان خپله ښځه او خواښې ووژلې ده

روهي (درې نۍ/۲۷ د لېندۍ)، په برتانیا ي و افغان محکمې له دې امله په عمري بند محکوم کړی دی، چې خپله پخوانۍ ښځه او د هغې مور يې وژلي دي.

ويل کيږي چې ياد کس پر خپل جرم اعتراف کړی دی او ويلي دي چې دواړه يې په ډېر بې رحمه ډول سره ووژلې.

د ياد افغان ميرمن ۲۲ کلنه رنیم عوده او خواښي يې ۴۹ کلنه خوله سلیم نومېده، چې له طلاق وروسته يې دواړه ووژلې.

تورن افغان جانباز ترین نوميږي او له خپلې ميرمنې رنیم عوده سره يې هغه وخت اړيکې خرابې شوې چې ميرمن يې په دې پوه شوه چې نوموړی په افغانستان کې دويمه ښځه او ماشومان هم لري.