
روهي (درې نۍ/۲۷ د لېندۍ)، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په سوريه کې د ترکيې د پوځ د تازه عملياتو د پيل خبر ورکړی دی.
د نوموړي په وينا چې دغه عمليات د سوريې خاورې دننه د فرات سيند په ختيخه برخه کې پيليږي.
اردوغان وايي چې د عملياتو د پيل په اړه د امريکا د متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ سره هم خبرې کړې دي او مثبت ځواب يې راکړی دی.
د ترکيې ولسمشر خبرداری ورکړی دی چې دغه عمليات به تر هغې روان وي چې د فرات سيند په ختيځه برخه کې ټول وسله وال له منځه يوسو.
اردوغان ويلي چې د ترکيې پوځ په يادو عملياتو کې به هېڅ امريکايي سرتيري ته زيان ونه رسيږي.