اختره پام کړه په دې خـوا مه راځه
لار به غلــطه کړې په غم به واوړې
ته به په شونډو خنداګانې غواړې
په ژړاګانـــو او ماتـــــــم به واوړې
دلتــه غــــــــــدۍ دوير په لوټ لګيا ده
دنـــــــــيا دزړونـــــــــو به تالا ووينـــې
نه شوق دژوند نه چا کې دم پاتې دی
نه به په خوله دچا خنــــــــــدا وويـــنې
چا چې له لوږې وي ټـــول کال نيــــــــولې
روژه اخــــتره نو په څـــــــه ماته کـــــــــړي
وچه ډوډی هـــــم ترې ظالـــــــــم لوټلـــــې
ستا په راتګ يې چې په خوله ماته کړي
ته يې خبر چې دغه دولس ميـاشتــې
په مونږه څومره طوفانونه تيــر شول
څومره به نور سږ یتیمان وويـــــنې
په کونډو څومره قیامتونه تیرشول
يتيــــــمان نه غواړي عيــدي له چانه
سږ يې له اوښـــــــــکو دي لمنې ډکې
کونډې مو کرکه له نيــکریزو کوي
سږ يې له وينودي منګولــــــــې ډکې
هو شـــته اوس هم څه بختور وګــــــړي
ورځه هغوی کې به ته سيال ښکاره شې
چا چـــــې زمونږ غم کې خوښــي ومونده
ددوی محفل کې به مشال ښــــکاره شې
ورځــه ماڼيـــــو دکابل ته لاړ شــــــــــه
څوک به دې ګران په مرغلرو واخلــي
ړنګ چې بمونه کړي په مونږ کورونه
دوی مو تاوان په شنو ډالرو واخلــي
شور دټوپک مو په ســرونو کــــې دی
ساز وسرود ځان ســــره کيـــــږده ورځه
مبارکـــــي لــــــــــــه زورورو واخلـــــــــه
مونږ دسلګوپه غیږکې پریږده ورځه
ډاکتر حسن-لندن
وروستي