
موږ چې واړه وو دا مو اورېدلې او منلې وه چې دنیا ګواکې د غوایي په ښکر ولاړه ده او کله چې د غوایي یو ښکر شخ او ستومانه شي، نو بل ښکر ته یې بدله کړي او د همدغه بدلولو پرمهال موږ او تاسې د ځمکې د ټکانونو او زلزلې احساس وکړو. دا مې د ښاغلي اتمر استعفا پورې وویلې.
د اتمر له استعفا سره ډېرو داسې ګڼله چې حکومت به کاواکه او امنیتي او دفاعي سکتور به بېخي په ټپه ودرېږي، ځکه دوی د حکومت او د امنیتي او دفاعي سکتور په چلښت کې د ښاغلي اتمر رول تر ټولو مهم ګاڼه.
په بله وینا د ملي یووالي حکومت او د هیواد امنیتي او دفاعي سکتور ډېرو د ښاغلي اتمر په فکر، فعالیت او حضور تکیه باله، مګر دادی د نوموړي له تګ څو میاشتې وروسته لا هم نه حکومت سقوط شو، نه امنیتي او دفاعي سکتور په ټپه ودرېد، بلکې په دواړو برخو کې پام وړ پرمختګ، نظم او تحرک رامنځته شوی دی.
ښاغلی اتمر د ملي امنیت سلاکار و، مګر ولسمشر غني ورته تر سلاکارۍ هم لوړ واکونه ورکړي وو، خو هغه له دغو واکونوناوړه ګټه واخیسته. هغه صلاحیتونه یې د افغانستان پرځای یوازې او یوازې پر خپل ځان او راتلونکو شخصي برنامو او ګټو متمرکز کړل.
ښاغلي اتمر د حکومت ترڅنګ یو بل موازي حکومت جوړ کړ، د ملي امنیت شورا تشکیلات یې وپړسول، نامطلوب کسان یې د سلاکارانو او همکارانو په نوم راټول کړل. د ده په وخت کې جنګ شدت ومونده، ولایتونه او سیمې سقوط شوې، کابل په عراق او سوریه بدل شو، هره ورځ به د درندو چادونو غږونو د خلکو زړونه لړزول، وېره او وحشت خوره شوه، طالب دومره زورور او زړور شو چې ان د کابل تر دروازو را ورسېده. داعش ښکر وکړل، داسې ښکر چې له وېرې یې ټول هیواد په لړزه شو.
مګر د اتمر له استعفا او تګ وروسته طالب له زوره ولوېده او اوس په غرونو او غارونو کې د پټېدو ځای او پاکستان ته د تېښټې لارې لټوي. د داعش د وحشت او دهشت کیسې هم غلې دي،څوک یې نوم هم نه اخلي. په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې تحرک ایجاد شو. له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته شول او هره ورځ په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې دښمن ته درانه تلفات اړوي.
د دغو پرمختګونو دلیل دادی چې د ملي امنیت شورا اوس په خپله اصلي دنده چې په ټول هېواد کې پر امنیتي چارو ژور نظر ساتل دي، تمرکز کړی. د تېر غوندې ساسي او شخصي برنامې مخته نه وړي، ځکه د ملي امنیت شورا دنده د امنیت د ټینګښت او امنیتي ادارو د پیاوړتیا لپاره لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله طرحې چمتو کول دي.
د ښاغلي اتمر په پوهه او مدیریت کې شک نشته، خو ستونزه په دې کې وه چې د هغه پوهه او مدیریت د امنیتي او دفاعي سکتور پرځای پر خپل راتلونکي کمپاین ورټوله وه. ښاغلي اتمر که د ملي امنیت شورا پر دندو او لومړیتوبونو تمرکز کړی وای، نو باور دی چې نه به طالب او داعش دغومره زورور شوی وای، نه به جنګ دغومره شدت موندلی وای، نه به دغومره هیوادوال شهیدان او تاسیسات ویجاړ شوی وای.
بل لورته به ښاغلی اتمر د رښتیني او ښه مدیر په توګه ځلېدلی وای، د هر سړي د زړه ستنې به ورکږې وای، مګر اوس د ډېرو په همدې نه خوښېږي چې د ولسمشر غني له باور څخه یې ناسمه ګټه واخیسته، منابع او فرصتونه یې ضایع او په شخصي ګټه وکارول، نو هغه د افغانستان د ولسمشرۍ وړ نه دی.