د سپټمبر په ١١ نېټه د فلوريدا ايالت په يوه کليسا کې د پاک کلام سپېڅلې پاڼې په اور وسېزي.

منحوسو فکرونو، بدمرغه څېرو او کرغېړنو لاسونو اراده کړې، چې د روان 2010 ز کال د سپټمبر په ١١ نېټه د فلوريدا ايالت په يوه کليسا کې د پاک کلام سپېڅلې پاڼې په اور وسېزي.
خو د اسلامي نړۍ ټول بې غېرته او بې همته دولتونه، نه يوازې دا چې لاس تر زنې ناست دي؛ بلکې هڅه کوي، که چېر ته د پاک کلام د سېزلو په اړه د مسلمان ولس غبرګون راو پارېږي؛ نو د مخنيوي هڅه به يې ضرور کوي.
نن هغه اسلامي نړۍ چې په تېلو يې ټوله کفري نړۍ خړوبېږي او هغوى يې په مقابل کې بربنډې او پليتې انجونې د ځوان نسل د فحشاوو او بې لاريو د اخته کولو په موخه ورلېږي. د کفارو دې اعلان ته د مېږو په څېر مړې سترګې ناست دي.
د امريکا د فلوريدا ايالت د کليسا په انګړ کې د پاک کلام د سپېڅلو پاڼو د سېزلو اعلان به هغو ښاغلو(!) چې تش د مسلمان نوم ورپورې دى، هم د انټرنېټ په پاڼه لوستى وي. دا هغه ناترسه انسانان دي چې د همدې قران د لارويو د وژلو او ورکاوي په طرحو کې يې له غېر اسلامي کړيو سره معاهدې امضا کړي. او د څو بې ګناه انسانو په وينه توېونه يې ترې جايزې او وياړونه ترلاسه کړي دي.
د پاک کلام د ساتلو ژمنه پخپله د نړۍ ستر واکدار او پالونکي کړې ده؛ خو د نړۍ له مسلمان ملت نه به د الله تعال پوښتنه هم همداوي، چې تاسې خو ما د همدې کتاب د رسولو په خاطر د لنډ مهالې زنده ګۍ خاوندان ګرځولي وۍ، څه مو وکړه؟ ايا يوازې دا نه چې زما کلام مو چاته ونه روسولو؛ بلکې د خپلو سرسختو دښمنانو لخوا مو چې د سېزل کېدو اعلان واورېد، ولې مو غږ پورته نه کړ او د ځان قربانۍ ته تيار نه شوئ؟
دا خو به د هغې ورځې پوښتنه وي، چې په سپين ميدان به لوڅ لغړ، ته((مسلمان)) او کافر دواړه د لوى رب په حضور کې حاضر اوسئ؛ خو د شرم ځاى به داوي، چې د الله د نارضايت په وجه تر کافر وړاندې ته د جهنم اور ته وغورځول شې او هلته به همدا کفار درپورې ملنډې وهي، چې کومه ده، هغه د جنت قواله دې چې په نړۍ کې دې ماته پرې تانې( رټنې راکولې) چې زه خو مسلمان يم. اوس څه شى شوې، تاخو نه هغه دنيا او نه دا( ابدي زنده ګي) ارامه وليده!؟
مسلمانه! که چېرته تا د کوم غېر اسلامي هېواد عقيدې او مذهب سپکاوي نېت کړى واى؛ نو به نن ورځ د کفري نړۍ غبرګون څه و، ايا تاته به يې هم د اور سېزلو زمينه نه وه برابره کړې!؟
زه حيران د اسلامي نړۍ اټومي قدرت لرونکي هېواد پاکستان ته يم، چې په کوم ايماني وجدان يې د نړۍ ستر کفري طاقت امريکا ته د مسلمانانو دوژنو او ورکاوي په نېت خپل سياسي حاکمت او نظامي امکانات په چوپړ کې ورکړل!؟
د ناټو له ملتيانه برخمن اسلامي هېواد ترکيه په کوم احساس د اسلامي هېوادو نو په ورانولو پسې خپل پوځيان چمتو کوي!؟
د عربو متحده ايالاتو او د شېخۍ ټېکه دارانو ولې د يهودو د غلامۍ چلتارونه په سرونو ايښي او خپلې ټولې زېرمې يې ددوى په واک کې پرېښي دي!؟
او اى د محمود غزنوي او احمدشاه ابدالي بچيه تا خپل غېرت او مېړانه څه کړل؟ ته په کومو سترګو نن له يهودو سره په يوه دسترخوان( دسترخان) ناست يې او د خپل کور خونې دې ورته پرانېستي، چې څه يې زړه وغواړي په خلاص مټ يې تر سره کړي!؟
دا خو ستاسې څو اسلامي دولتونو ډاډ و، چې نن غېر مسلم د مسلمان پاک کلام په اور سېزي، کنه دا جرت به يې نه وکړاى او که يې کړى واى؛ نو بيا به هغه مهال واى چې ستا له اټومي انرژۍ به يې ګټه نه پورته کوله. ستاله قوي پوځ به يې د مسلمان ورورکورته د بې سترۍ په نېت نه دننه کاوه. ستا د تېلو زېرمې به يې د مظلومو بېګناه انسانانو په وژلو پسې نه مصرفولې او نه به يې ستا له لاسه د ننګ توره غورځولې واى؛ خو افسوس چې دا هرڅه اوس ستا په وړاندې کېږي. نن که کفار د پاک کلام د سوزولو نېت ظاهراُ د کليسا په منځ کې اعلانوي؛ نو په حقيت کې بويه چې ستا په کور کې يې سوزوي .