آیا په افغانستان کې دمالیاتو دراټولولو په بهیرکې دمالیاتو د تخنیک څخه ګټه اخیستل کیږي؟

مالیه څه ته وایي ؟
مالیه هغه ورکړه ده چې د دولت له خوا دخلکو په عایداتو لګول کیږي د مالیاتو د راټولولو تخنیک داسې یو هنر دی چې دهغې په صورت کې مالیاتي مفکوره په عمل کې تطبیق کیږي.


لکه څرنګه چې زموږ هېواد افغانستان دنورو هېوادونو په څېر دعوایدو لوړه کچه یې خلکو څخه دمالیاتو راټولول دی، خوداچې ترکومه حده دغه لړۍ دهېواد مجموعي لګښتونو دپوره کولولپاره یوه وسیله ګرځي ، اوهمدارنګه دمالیاتو د راټولولو په وړاندې دخلکو غبرګون څه دی ، اودخلکو دمالیې تادیې استطاعت ( دمالیاتو د ورکړې توانایي ) څومره ده ، داټول هغه څه دي چې دمالیاتو د ورکړې په صورت کې رامنځ ته کیږي.
داچې زموږ هېواد وګړي له بده مرغه دمالیاتو په ورکړه کې یو اندازه بې باوره دي او دخلکو په مېنځ کې داسې انګیرنه هم شته چې ګواکې حکومت به دغه مالیاتي عواید به په منظم او بشپړ ډول دحکومت مجموعي عوایدو برخې ته نه لېږدول کیږي ، لکه ښه بېلګه یې دمبایل کریدټونو له لارې ۱۰ سلنه مالیه وضع کول ، چې په د ې برخه کې ډېری عام وګړو نیوکې درلودې او په دې یې ټینګار وو چې دغه ډول مالیه یوه بې پایلې ورکړه ده ، معقولیت نلري او دخلکو په وړاندې یې کوم مشروعیت نده حاصل کړی ، او کومه ځانګړۍ موخه او هدف هم نلري.

که چېرې په هېواد کې عمومآ دمالیاتو راټولولو او په ځانګړي ډول دموبایل کردیټ څخه مالیې راټولولو په صورت کې دمالیې راټولولو دتخنیک څخه ګټه پورته شوې وای ، نو لرې به نه وه چې د ولس مالیاتي مقاومت او غبرګون چې اوس دحکومت مالیاتي سیاست په وړاندې شته دی دهغې مخنیوی شوی وای.

دبېلګې په توګه که چېرې دموبایل دکرېډت څخه دمالیې ورکړې لپاره داسې یو نوم غوره شوی وای چې د ولس باور ، اود قناعت وړ ګرځیدلې وای ، لکه کله چې حکومت غوښتل دغه ډول مالیه راټوله کړي نو ولس ته یې دا ډاډ ګیرنه ورکړې وای چې دغه مالیاتي عواید به په راتلونکو کلونو کې دبرېښنایي بندونو د جوړولو لګښتونه تمویلیږي او ځینې نورې پرمختیایي پروژو لپاره به دتمویل وسیله ګرځي ، دې پرېګړې سره به ولس دا ډاډ ترلاسه کړی وای چې زموږ دا مالیاتي ورکړه بې بنیاده نده او بشپړ مشروعیت لري . نودمالي چارو کار پوهان کولائ شي چې دغسې یوې موخې دعملي کولو لپاره یو وړ(مناسب) نوم وټاکي او دهغې په واسطه دخلکو عامه ذهنیت په لاس راوړي ، او د ولس بې باوري او ننګونې چې دحکومت په وړاندې شته دې له منځه یوسي . چې له بده مرغه دغه ډول مالیاتي سیاست چې دتخنیک څخه کار اخیستل کیږي زموږهېوادکې نه عملي کیږي.