
روهي (يوه نۍ/۲۵ د لېندۍ)، د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه په پاکستان د يو شمېر وسله والو بريدونو د تورونو کسانو د مرګ سزا تائيد کړه.
پوځ په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې دغه کسان په هغه بريدونو کې تورن دي چې ۳۲ پوځيان په کې ووژل شول.
ياد کسان په عيسويانو او د پاکستان پر يو شمېر پوځيانو د بريدونو په اړه تورن دي، چې ولسي وګړو ته هم په کې مرګ - ژوبله رسېدلې وه.
د يادونې ده چې د دغه کسانو د اعدام نېټه نه ده اعلان شوي او دوی دا هم کولی شي، چې د ځانونو لپاره د مدافع وکيلان ونېسي.