
گرانو لرو برو د نړۍ په گوټ گوټ كې تيت پارك شوي او بې كوره شويو وطنوالو !
مخكې له دې چې دا لاندې څو ټكي وليكم د ستاسې ټولو څخه بخښنه غواړم.
داسې امكان دې ولري چې د چا دې دا ليكنه خوښه او د چا دې ورڅخه بد راشي، خو زما په اند د نړۍ په مخ زموږ د گډ كور افغانستان د مځكې د كرې پر مخ د پاتې كيدو او نه پاتې كيدو مسله د ورځې گرم او تود سوال گرځېدلاى دى، نو له دې كبله بايد داسې ليكنې وشي چې د افغانانو تر منځ بريد معلوم شي او نور د بېلتون څلى ورباندې ودرول شي.
رابه شو دې سوال ته چې افغانان څوك دي؟
په ډېره ساده ژبه به يې تعريف كړو:
افغانان هغه څوك دي چې د افغانستان د تاريخي بريد په دننه كې اوسيږي . افغانان هغه څوك دي چې د دې خاورې څخه يې د تاريخ په اوږدو كې د خپلو سرونو په بيه د غاذا او جهاد ميدان ته وردانگلي او په خپل لوړ غيرت او مېړانه يې د چانگېز څخه رانيولي بيا د انگريزانو او روس پورې چې د زمان سترې ترينې امپراتوراۍ وې داسې غاښ ماتونكى گزارونه وركړي چې هېڅ كله به يې له ياده ونه وځي. لكه خوشال بابا چې وايي:
لا تر اوسه يې ماغزه په كرار نه دي چا چې ما سره وهلى سر په سنگ دى
ليرې نه ده چې نني يرغلگر به هم د افغان ملت په واحد او يو موټي گذار سره په گونډو كيږي او په ټيټو سترگو به دا باغيوره افغانانو خاوره پرېږدي او پخپله به يې د نړۍ پر مخ موجوديت د سوال لاندې راځي.
رابه شو دې سوال ته چې افغانستان د چا كور دى ؟
زه فكر كوم ټول هغه د افغانستان اوسيدونكي چې په دې خاوره كې يې د لومړي ځل لپاره نړۍ ته سترگې راغړولي او خړپوڅي يې په كې كړي دي او د ژوندانه تر اخرې سلگۍ پورې په كې د اوسيدو هيله لري په افتخارونويې وياړي او په دردونو يې درديږي د هېواد خړ ډاگونه ، لوړ غرونه او شنه سيندونه خپل كور وبولي او د ساتلو لپاره يې خپل ځان، ژوند، فكر او هنر ډالۍ كولو ته تيار وي.
خو لكه څنگه چې مې په لومړۍ ليكه كې ورته گوته ونيوله ، يو شمير د افغانستان اوسيدونكو ته يو داسې مشكل پيدا شوى دى چې په دې خاوره كې پيدا شوي دي، د دې خاورې د ټولو نعمتونو څخه يې گټه اخيستي ده خو اوس چې په ډېرو چلونو او هنرونو د قدرت چوكۍ ته رسيدلي دي د خپل قدرت څخه په گټې سره، غلاوې كوي، وژل كوي د اجنبيانو په گټه د خپلې مور خرڅولو ته په هره بيعه چې وي تيار ناست دي. خپلې مور ته د ميري په سترگه گوري د ۶۵ % پښتنو ژبه د پردو ژبه بولي، خو د دې خاورې هرډول دښمنانو هر ډول ته نڅا كوي او خدمت ته يې تل لاس په نامه ولاړ دي.
دا ډول كور مغزه په دې اند دي چې د دې خاورې اصيل او رښتني بچيان يې د دوۍ د بادارانو په لاس، چې دوۍ ورته تل د تجاوز او تېري زمينه برابره كړې ده ، د بمبارولو ، ترور او وحشت په نتيجه كې ځپل شوي او له منځه تللي دي، دوۍ فكر كوي چې نور د دې توان او طاقت نه لري چې د خپل گران هېواد او ناموس څخه ننگه وكړي، نو د دوۍ په فركر د دې وخت رارسيدلاى دى چې خپله مور او خپل كور د خپلو بهادرانو تر منځ وويشي او د تحفې په ډول يې ورته ډالى كي.
چا ته يې د ياقوتو او لاجوردو څخه د ډكو مځكو وعدې وركړي او چا ته يې بيا د پراښو دښتو او شنو سيندونو ، څوك غواړي چې فارس ترې جوړ كړي او نور بيا لوى تجكستان،په داسې حال كې چې هغوى پخپله تر اوسه د روس د غلامۍ څخه نه دي خلاص شوي جوړ كړي. يو تعداد نور يې بيا دې ته سترگې په لار دي چې څنگه وكولاى شي د خپلې مېرې مور په خيټه كې دويم مغلستان جوړ كړي.
هو دا رښتيا ده چې په هره ټولنه كې داسې څوك هم شته چې داسې هيلې به لري ، خو داسې چا ته هېڅكله هم د انسان نوم نه شي اښودل كيداى.
د دې لپاره چې ليكنه ډېره اوږده نه شي او د لوستونكو د وخت د ضايع كيدو سبب ونه گرځي دوه لنډ مثالونه راوړم:
لومړى- حبيب الله سقاو چې د وخت د سترې امپراتورى په وسلو او پيسو سمبال و د وطنپالو د ډېر كم قوت په مقابل كې يې حتى يو كال هم مقاومت ونه شو كولاى او د تل لپاره يې د افغانستان په تاريخ كې تور داغ پرېښود.
دويم – زموږ او ستاسې د سترگو ليدلاى حال دى كله چې د پاكستان ، ايران او روس گوډاگيانو د كارمل د افغانستان د تجزيې پخوانى پلان د تطبيق كولو لپاره لاسونه سره يو كړل او د ملگروملتونو د سولې پلان يې مات كړ او په دې توگه د يوې لنډې مودې لپاره بريالي شول چې قدرت ترلاسه كړي، په سلهاوو زره كابليان يې د خاورو لاندې كړل، ډېرې خويندې او ميندې بې ستره كړي دي مېړونو او پلارونو په سرونو كې ورته ميخونه ووهل او داسې نور په زرهاوو نور جنايتونه يې وكړل چې د هېڅ افغان او انسان لپاره د بخښنې وړ نه دي. دوۍ ونه توانديل چې يوه مياشت هم په صلحه او ارامۍ حكومت وكړي . يوازې په دې وتوانيدل چې هره ډله يې د دې خاورې يوه ټوټه د ځان لپاره غنيمت كړي، څوك په كې تجكستان ،څوك ازبكستان او نور په كې مغلستان جوړ كاندي.
خو كله چې د طالبانو يوه كوچنۍ ډله راپيدا شوه ، د ملي خاينانو احمدشاه مسعود ، دوستم قاتل، سياف ، رباني ، خليلي او داسې نورو وطن پلورونكو په لاسونو د شگو څخه جوړ كړى حكومت يې په يوه لغته له منځه يووړ ، نوموړي خاينان ، غله او قاتلان يې په سوټو ستړي كړل څوك يې د وطن څخه تښتې ته اړ كړل او څوك يې بيا د ستر ملي جنايتكار او وطن خرڅونكى احمد شاه په گډون د خواجه بهاوالدين په كلي كې راحسار كړل او ټول افغانستان يې د دوۍ له كرغيړونو څېرو څخه پاك كړ.
خو دې مكار دښمن يو ځل بيا هڅه وكړه چې په ډېر مهارت سره دامريكا او انگليس په مشرۍ د ناټو د غړو مملكتنو د تجاوز او تېري لپاره زمينه برابره كړي او د افغانستان تاريخي دښمن څخه يې په كراتو كراتو غوښتنه وكړه چې هغوۍ بيا زموږ په گډ كور يرغل وكړي او د څه مودې لپاره يې زموږ گډ كور ورته ډالۍ كړي، دوۍ يعني داخلي او خارجي دښمنان په دې باور وو چې افغانان نور داسې ځپل شوي دي چې نور نو د يوه داسې غټ قوت په مقابل كې چې څلويښت مملكتونه په كې گډون لري به هېڅ مقاومت ونه شي كولاى، خو د دې څخه نا خبره وو چې د دې خاورې بچيان به د خټو څخه سرونه راپورته كوي د لرگو څخه به بمونه جوړوي او دومره عظيم قوت به په گونډو كوي د تښتې لار به ترې وركوي او هغه د مېرې مور زامن به بيا په خپل كور د ناستې ځاى او د غړولو سترگې نه لري.
نو د دې لپاره چې تېرو كړونو څخه مو عبرت اخستنى وي، او دې ته مو زامينه نه وي برابره كړي چې بيا واك داسې چا ته ورنه شي چې د طالبانو تاريخ راژوندى كړي نو د ټولو روڼ اندو افغانانو څخه مې هيله دا ده چې د گډ كور ټول وروڼه مليتونه يو بل ته د ورورى لاسونه سره وركړو ، بدنيته ، بدسترگي، قسم خولي دښمنان په گوته كړو او د يوه افغاني ملي يوالي لپاره بډې راونغړو، په خپله د ملي روغې جوړې لپاره پلانونه جوړ كړو او د عملي كولو لپاره يې سره يو ځاى شو ، د يرغلگرو قواوو د وتلو محل ويش جوړ كړو او د وتلو لپاره يې خپلې هڅې گړندى كړو. د ملگرو ملتونو د غړو څخه د دې كار د عاجل اقدام لپاره مرسته وغواړوتر څو كه خداى كول د يوه ښكلي افغانستان په بيا جوړونه كې بريالي شوو او تر څو هغه نه افغانان خپل شوم ارمانونه د خپلو ځانونو سره گور ته يوسي.
په درناوى