پاکستان د ايران سفير ورغوښتی دی

روهي (يوه نۍ/۲۴ د لېندۍ)، د پاکستان حکومت حکومت په اسلام اباد کې د ايران سفير احضار کړی دی.

اسلام اباد وروسته له هغې د ايران سفير احضار کې کړ، چې شپږ پاکستاني سريتير په يو بريد کې ووژل شول او ۱۴ نور ټپيان شول.

بريد د پاکستان او ايران ترمنځ پر ګډه پوله بلوڅستان ايالت کې شوی دی. د بريد پړه د بلوڅستان بېلتون غوښتونکو منلې ده.

پاکستاني چارواکو د ايران سفير ته ويلي دي چې د بلوڅ بېلتون غوښتونکي ډلې پر وړاندې په پخلې خاوره کې پراخه عمليات تر سره کړي.

دا څوم ځل دی چې د ايران او پاکستان ترمنځ پوله کې وسله والو پر پاکستاني ملېشه ځواکونو بريدونه کوي.