
روهي (نۍ/۲۴ د لېندۍ)، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان تېره ويلي دي چې هغه غږيز فايل يې موندلی دی چې د خبريال جمال خاشقجي د وژنې پر مهال ډک شوی دی.
ولسمشر اردوغان دغه څرګندونې تېره ورځ په استانبول کې يوې غونډې ته کړي دي.
نوموړي ويلي چې په ياد غږيز فايل کې د خبريال جمال خاشقي يو قاتل وايي، "زه پوهېږم چې څرنګه يې اره کړم."
ولسمشر اردوغان ويلي دي چې دغه غږيز فايل يې له امريکا او نورو هېوادونو سره هم شريک کړی دی.