پاکستان: د وسله والو په يو بريد کې ۶ پاکستاني ملېشه سرتيري ووژل شول او ۱۴ ټپيان دي

روهي (نۍ/۲۴ د لېندۍ)، د پاکستان په بلوڅستان ايالت کې د پوځ ۶ ملېشه سرتيري وژل شوي او تر ۱۴ نور ټپيان دي.

بريد تېره ورځ وسله والو د بلوڅستان ايالت په (کيچ) نومي سيمه کې د سرتيرو پر يوې ګزمې کړی دی.

ځايي ادارې هم د بريد پخلی کړی دی او ويلي دي چې په اړه يې جدي پلټنې تر سره کوي.

د ياد بريا مسووليت د د بلوڅانو ازادي غوښتونکې وسله والې ډلې منلی دی.