
د ماشومانو ادبيات ،څنگه دي؟ او څنگه دې وي.
د ماشومانو ادبيات زموږ د اوسني او راتلونكي ژوندانه مهمه برخه ده، دا ځكه چې پخپله د ماشوم مثبته او منفي وده په دواړو خواوكې د لويانو پر ژوندانه اغېز لري.
كه موږ پخپل چاپېريال كې تكړه او روزلي ماشومان ولرو نو طبعي ده، چې دا زموږ د ټولنې پر راتلونكي مخامخ مثبت اغېز لري او كه موږ پر ناوړو او خرافاتي کړاونو د روږدو ماشومانو خاوندان وو، نو منفي اغېزې به يې هم زموږ د ټولنې برخه وي. د ماشومانو د سالمې روزنې لپاره تر ټولو مهم څيز كتاب دى، خو په كتاب كې بايد څه ليكل شوي وي او څه په كې وليكل شي. دا هغه څه دي چې انتخاب يې زموږ د لويانوده. كه ښكلي يې وليكو او د ماشوم په ذهن كې يې د كېنولو وړتيا ولرو،نو موږ به د ماشومانو لپاره ښه ادبيات ايجاد كړي وي.
ماشومان د لويانو او يا ځوانانو غوندې نه دي، چې ښه او بد توپير كړاى شي. دوى دېر كله په خيالي كیسو، ځانته خپله دنياگۍ لري او د تصور نړۍ ورته ریښتينې ښكاري. ډېر كله واقعي پېښو ته د لويانو غوندې نه شي كتلى. په داسې يوه حالت كې لویان دنده لري چې د ماشوم له ذهني چاپيريال سره سم دوى ته داسې څه وليكي چې د ماشوم پر راتلونكي مثبت اغېز ولري. ماشومان پر مخامخ لارښود نو او نصيحتونو باور نه شي كولى. دوى ته د كېسو په بڼه د ښو او بدو توپيرونه په ښه توگه ښوول كېداى شي او د لنډو او لږ څه اوږدود كېسو ليكل ، لوستل او اورول د ماشومانو پر ذهنيت د اغېز ښیندلو تر ټولو غوره او مهمه وسيله ده.
كه داسې وي نو د ماشومانو لپاره د كیسو، كتابونو او نورو اړتيا وړ څيزونو ليكل د چا كار دى ، ښايي ووايو چې دا د همغه چا كار او دنده ده، چې په دې اړه مسلكي پوهه، كاري وړتيا او تجربه او بالاخره د ماشوم له خيالي دنياگۍ سره مينه او علاقه ولري.
كه وغواړو ، چې د ماشومانو د ادبياتو پر ټولو خواوو پوره او كره بحث وكړو، د مسلكي پوهې او وړتيا تر څنگ ښايي پراخه حوصله ولرو ، چې كېدى شي، په دغومره لږ وخت كې د ماشومانو له ادبياتو نه پلو هم پورته نه شو كړاى. بيا به هم هڅه وكړو، چې دلته په ډېره لنډه بڼه د ماشومانو د ابياتو پر ځېنو خواوو يوازې د يادښت په بڼه وغږېږو.
كله چې د ماشوم ادبيات يادوو، په لومړي گام كې بايد دا ووايو ، چې د ماشومانو كوم ادبيات، هغه چې پخپله يې ماشومان ايجادوي او كه هغه چې لويان يې د ماشومانو لپاره توليدوي.
دا دواړه د بحث وړ ټكي دي. زما په فكر د ماشومانو له خوا په ناخود آگاه كې د ادبياتو د ايجاد مسله او د لويانو له خوا، دواړه بايد په متوازي توگه مطالعه شي. هغه چې ماشومان يې د خبرو د لومړي پړاو د پيل په وخت كې ايجادودي ، د لويانو له خوا بايد په دقيقه توگه ثبت او وساتل شي. خو هغه چې د لويانو له خوا د دوى لپاره ليكل كېږي، تر دې نورو لا ډېر غور دقت او مسلكي پوهه غواړي.
زموږ په هېواد كې او په تېره په پښتو ژبه كې د ماشومانو د ادبياتو پر دغه دواړو خواوو، هومره چې په كار ده، كار نه دى شوى . دا ځكه چې د بې ثباته سياسي حاكميت له امله ، چې له كلونو ریسې ورسره مخ يو ، زموږ د ژوندانه ټولې خواوې همداسې نيمگړې پرتې دى.
لومړى به په سرسري بڼه دا وښيو چې موږ ته په دغه دواړو برخو كې څومره كار شوى ، بيا به ووايو چې د ماشومانو د ادبياتو د ايجاد او ودې لپاره په راتلونكي كې موږ ته څه كول په كار دي.
ويل كېږي چې د ماشومانو لپاره تر ويدي شفاهي ادبياتو وروسته له اوس نه دونيم زره كاله پخوا د پپني تترا” په نامه يو كتاب په سانسكرېټ ژبه په لرغوني هند كې ليكل شوى، چې زموږ په ژبو كې يې ژباړې د كلليلو او دمنه، د بير دانش، انوار سهيلي او په نورو نومونو يادېږي.
د پښتو ژبې پروفيسور سيال كاكړ وايي، “ په ختیزه نړۍ كې د حضرت لقمان حكايتونو د كوچنيانو پر ادب باندې ژوره اغېزه كړې.” د ښاغلي سيال كاكړ د دغه نظر تر څنگ د عربو الف ليلا هم د ماشومانو لپاره په خپتيزه دنياكې له خپل وخت سره سم، د پاملرنې وړو. په دې توگه ويلى شو، چې زموږ د ماشومانو ليكنې ادب له ديني نصايحو نه پيل شوى او بيا پښتو ژبې ته راننوتي دي.
د خوشال خان خټك په بېلابېلو اشارو كې هم د ماشومانو په باب لږوډېر څه موندى شو. سره له دې چې د ماشومانو لپاره په ځانگړې توگه د ده كوم كتاب ما ته نه دى معلوم، خو په خوره وړه بڼه د ده ځېنې منثور او منظوم كلامونه د ماشومانو لپاره د پاملرنې وړ دي.
دغه راز تر خوشال خان وروسته د پښتو شاعرانو ځېنې شعرونه شته چې د ماشومانو لپاره يې ښايي وگڼو ، خو په افغانستان كې دامير شيرعلي خان له دورې نه چې رسمي ښوونه او روزنه پكې پيل شوې د ماشومانو لپاره پر ليكليو اثارو غږېدى شو. دلته نه غوړو د ماشومانو لپاره په ښوونځيو كې پر درسي نصاب وغږېږو ، بلكې هڅه كوو، وازې د ماشومانو پر ادبياتو بسنه وكړو.
زموږ په هېواد كې په رسمي خپرونو كې د ماشومانو د ادب لومړنۍ نښې نښانې په ۱۲۹۶ كال كې د سراج الاخبار په پاڼو كې د سراج الاطفال په نامه راڅرگندېږي. سراج الاطفال په هرو پنځلسو ورځو كې يو ځل د سراج الاخبار تر څنگ خپرېده، چې مسووليت د محمود طرزي پرعاړه و، سراج الاطفال وروسته د معرف معارف په نامه وغځېده او د دري تر څنگ پكې په پښتو ژبه هم د ماشومانو لپاره د ادب څرك پيدا شو. دغه راز وروسته طلوع افغان په كندهار او زېري په كابل كې د ماشومانو د ادبياتو په باب ليكنې خپرې كړې دي. د كوچنيانو انيس او د كوچنيانو ژغ ټول په پښتو او دري ژبو د ماشومانو ټولنيز او پوهنيز ژوندانه ته ځانگړي شوي وو.
دغسې په كوزه پښتونخوا كې د جمهوريت په نامه مجلې هم چې په ۱۹۳۲ ميلادي كي تاسيس شوې د ماشومانو لپاره مطالب لرل او د ماشومانو د مجلس په نامه يې ځانگړى مخ درولد. په ۱۹۳۶ كال كې رهبر مجلې په ۱۹۵۷ كال كې گلستان محلې او په ۱۹۶۱ كال كې ولس مجلې هم د ماشومانو د ادبياتو په باب ځېنې ليكنې په مردان بېښور او كوټه كې چاپ كړي دي.
د ماشومانو په باب ليكل شوي كتابونه اكثره د ماشومانو لپاره دي، خو ځېنې يې د ماشومانو په باره كې د لويانو لپاره لارښوونې دي. په عمومي توگه په دغه دواړو برخو كې لږو ډېر كار شوى له درسي كتابونو پرته د ښتو ژبې لومړى كتاب چې په افغانستان كې د ماشومانو په باره كې زما له نظره تېر شوى د كوچنيانو اخلقي پالنه يې نومې كتاب دى چې اتاد قيام الدين خادم ژپاړلى او په ۱۳۱۴ لمريز كال د كابل ادبي انجمن خپور كړى، دغه راز يو كال وروسته يعنې په ۱۳۱۵ كال همدغه انجمن د پښتو خبرې په نامه د بېلابېلو ليكوالو د ليكنو ټولگه خپره كړه.
تر دې وروسته په كوزه پښتونخوا كې هم گڼو ليكوالو د ماشومانو لپاره او د ماشومانو په باره كې كتابونه ليكلي او خپاره كړي. په افغانستان كې د ننه او بهر د ماشومانو د ادبياتو په شاو خوا كې زما له نظره تېر شوي دي، كتابونه د الفبې په ترتيب په دې توگه دي:
د هميش خليل “ آدم خان او دورخانۍ “ د ډاكټر محمد فريد بزگر “اڅك د بلا په لومه كې” د حافى محمد ادريس “ اسلامي قيصې” بولانوف “افسانوي آس” د اطلاعاتو او كلتور وزارت “ د افغانستان جمهوريت د كمكيانو په خدمت كې “ ۶ ټوكه د محمد عثمان نژند او غلام سرور شريفي “ الفبې “ د عرب خان عرب “ پايلې “ د كيزبټ د د پاكې اوبه ښه صحت. د عبدالغفور لېوال، د ماشومانو سندرې او غوره بوختياوې. د نورالحبيب نثار د ماشوم نړۍ. د محمد نواز حقيقت خټين كورونه، د هيلو غوټۍ د رڼا لاره سپينه كوتره. د پروفيسور نواز طاير “ په پښتو كې د ماشومانو سندرې او صوتونه “ د پروغيسور سيال كاكړ “ پښتې فولكور” د الكساندر كوپرين “ پيل” د عبدالحميد مموزي “ تربيتي كېسې” د حافظ محمد ادريس “ تعليمي قيصې” د استاد رفيع ژباړه “ تمه “ د محمد عثمان نژند او غلام حضرت روغمن “ تنكۍ هيلې “ د محمد زبير شفيقي “ په چك ولسوالۍ كې د ماشومانو ښوونه او روزنه “ د كارلاگرين “ څنگه كولاى شم ښه راپورتر شم” د اسفنديار خان او رحيم الله نورزى ژباړه “ د حيواناتو نكلونه” د ډاكټر محمد فريد بزگر ژباړه “ خدايه موږ له دې بلا څخه وساتې “ . د استاد رفيع د خلكو سندرې ځېنې برخې د حافظ محمد ادريس “ خوږې لطيفې “ .
د محكمه نشرات د اشاعت قبايل “ خوند ناكې قيصې د ماشومانو لپاره “ د عبدالحميد مموزي د خوندورې كېسې “ د رادوكار نشراتي موسسې د دانكو سرځېدونكى زړه د قايم يار ژباړه درې خرسر د انجنير عبدالله هاشم خپل ديني لارښود، د مشتاق احمد فاني داودد زى ژباړه “ رستم كونۍ “ د شازاريوال ژباړه “ رسم شوې كېسې” د نادر جلالي ژباړه “ رنگه تصويري مجله “ د حافظ محمد ادريس د طورو زړې قيصې “ د تاج ملي ژباړه د زموږ سترگې “ او “ زموږ غاښونه “ د اطلاعاتو او كولتور وزارت “ زموږ ملي سرود” د رادوكا موسسې “ د ساعت په باره كې څه معلومان لري” د ډاكټر مصطفي رسولي ژباړه “ د سپين سرې همراد خټو كېسې “ د استاد زړه سواند شينواري “ سپينه ډوډۍ “ د گلانو نړۍ ، سپينه كوتره ، زه چې ماشوم وم ، د بهادر شاه ظفر كاكاخيل “ د سرو زرو سيند” د ماري خليل ژباړه “ سره چورگړۍ او دوكه بازه گيدړه “ د صفيه حليم ژباړه “ د سند باد اوو سفروه “ د ډاكټر فريد بزگر ژباړه : “ د سند باد پېښې “ د نادر جلالي ژباړه “ سور چرخول لرونكى چرگوتلى “ د اس. اي رحمان كاكاخيل “ شكرې “ د خپلواك ژباړه “ د ښار مكتبونه او د كلي مكتبونه “ د ډاكټر فريد بزگر ژباړه د طرابلس زمريان “ د عبدالغفار گرديزي “ كاشكې زه كوتره واى” د حافظ محمد ادريس “ كپرۍ “ د پروگرس موسسې “ كمى ځناور “ د نادر جلالي ژباړه “ كوچنيان” د اصف بهاند “ د كوچنيانو ادبيات “ د طلوع افغان دادارې د كوچنيانو د جشن په مناسبت فوق العاده “ د محمد حفيظ صحرايي د كوچنيانو كتاب “ د رادو كا موسسې د كوچنيانو لپاره كېسې د پروفيسور سيال كاكړ “ د كوچنيانو ادب “ د رادوكا موسسې گربت د ف. ا. فاروق ژباړه لقه موټر د فاروق فردا محمد نواز حقييقت ، محمد عثمان نژند او غلام حضرت روغمن “ د لمر ترانې “ د نصرالله خان نصر “ لنډې قيصې “ د ډاكټر گل محمد نورزى ژباړه “ لومړى ماهي “ د استاد رفيع “ ليكونه سرليكونه “ د مركز تعاون “د ماشوم د حقونو نړۍ واله اعلاميه “ د غلام حضرت روغمن “ د ماشوم گلونه “ د عبدالروف عاكف ژباړه “ مچ او ماشى زموږ دښمن “ د استاد رفيع “د پښتو خط نسخ لارښود “ د ماكيم گوركى “مور” د ډاكټر عبدالرحمن زماني ژباړه “ موږ څه وخورو “ د حافظ محمد ادريس “ ناديده “ د شاهين فاروقي “ ناروغ ماشوم “ د هميش خليل “ د نېكۍ بدله “ د عبدالسميع حميد ژباړه “ دواوړ ولوبې “ .
د محمد عثمان نژند دوړكتوب دنياگۍ ته “ د پروفيسور عبدالرسول امين ژباړه “ وړوكى ماشوم او كلك خواړه “ د حافظ محمد ادريس “ وړې قيصې “ د استار رفيع “ وونه وو “ د پروگرس نشراتي موسسې “ هر څوك پخپل دستور ژوند كوي” د ډاكټر زرغونې زيور “ دا هلكان “ د پيرمحمد وردك، شاز علي پيوندي او محمد نادر مشواڼي “ د هېواد ادبيات “ د محمد گل نورزي ژباړه “ يوشكا “ د غلام حسين بېوس “ ولسي لوبې “ د اجمل تورمان د ادم خان لالا نكلونه او زړه بېزو .
له دې پرته په دې وروستيو ۶- ۷ كالو كې د بي بي سي ، تعليمي څانگې له خوا په پښتو ژبه د شلو عنوانو په شاوخوا بېلابېل ، كتابونه په رنگه بڼه چاپ شوي ، مايې يوازې د يوه نوم پيدا كړى شو” درى غوايان او يو ليوه “ .
دغه راز د كابل علمي او فرهنگي مركز ميديتو يك له خوا هم ماشومانو ته څو ژباړل شوې كېسې په كتابي بڼه چاپ شوي.
د ولسمشر كرزي د حكومت په روانه دوره كې د پوهنې وزارت له خوا د ۱۵ عنوانو په شاو خواكې د ماشومانو لپاره كتابونه خپاره شوي، چې په رنگه بڼه ښايسته چاپ شوي. د دغه كتابونو نومونه دا دي:
د سفر پاى ته رسېدل ، حليمه او فاطمه ، بېرته كورته روانېدل ، نوى ژوند ، عبدالله څلور گزه جگ سپاهي ، د سولې ټېنگول ، د ميرزا قار ، پخلا سينه ، نوى ملگرى، د كور پرېښودنه ، د يونس سندره ، د ميرزا زړه ، د كلچو پخول د بي بي جانې هوښيارتوب ، د جمېلې ډالۍ ، له دې پرته به ښايي چې په دې وروستيو كې د ماشومانو په باب نور كتابونه هم ليكل شوي دي، خو مانه دي ليدلي.
اوس به دې ته راشو ، چې دا ايجاد شوي ادبيات څنگه دي، او څومره نور كار په كار دى.
په لومړي پرگراف كې د يادوشوو كتابونو يو شمېر ډېر ښايسته او په زړه پورې دي، په دې كې لږه برخه د ماشومانو په باب لويانو ته ليكل شوي، خو ډېره برخه يې پخپله د ماشومانو د لپاره ده، په دغو دواړو برخو كې يو شمې كتابونه نوي مطالب ، او په زړه پورې كېسې لري. خو ځېنې، ليكل شوي او ژباړل شوي كتابونه داسې هم شته، چې له نورو ژبو نه د ترجمې او نورو دلايلو له امله يې لوستل او پرې ځان پوهول گران دى. پر دغو ژباړل شويو كتابونو د ټكي په ټكي د ترجمې اغېز دومره ډېر دي، چې كله كله پرې لويان هم نه پوهېږي، د پوهنې د وزارت له خوا چې كوم كتابونه اوس اوس چاپ شوي، دا هر يو د گڼو بهرنيو ليكوالو له خوا ليكل شوي او گڼو كورنيو ژباړونكو ژباړلي ، په ځېنو ځايونو كې د دغه كتابونو منځپانگه گڼې املايي تېروتنې هم لري. له دې سره سره كله كله برهۍ ژباړې د نورو د كولتور او فرهنگ استازي كوي. چې افغاني ماشومان پرې په سمه توگه ځان نه شي پوهولى ، دا ځكه چې د داسې وسايلو تولونه او كېسې پكې ويو چې ماشوم له هغو سره د نااشنايۍ له كبله له ستونزو سره مخامخوي. د دې مانا دا ده، چې ژباړې بايد په روانه پښتو وكړو، داسې كتابونه وژباړو، چې زموږ د ماشومانو له ذهينت سره برابر وي.
البته د پوهنې وزارت ، د خپرو كړو كتابونو صحافت ښه دي، او له دې پلوه كومه خاصه نيمگړتيا نه لري.
پاتې شو د b b c د تعليمي خپرونو خپاره كړي كتابونه ، دا كتابونه تر ډېره په املايي او انشايي قواعدو برابر دي. خو په سمه توگه د ښوونځيو زده كوونكو او عامه مينه والو ته نه دي رسېدلي، يا نه دي وېشل شوي.
كه د ماشومانو د ادبياتو په باره كې خبرې كوو، ښايي ، په تفصيلي توگه لومړى په خپله ژبه كې د دغه ادبياتو لپاره شوي كار په مسلكي بڼه وارزوو، بيا د ماشومانو د ادبياتو مسلكي او غير مسلكي ليكوال سره بېل كړو، د غه ادبياتو پر اړتيا او دندو پراخه بحث وكړ،
تر ټولو مهمه داده ، چې په پښتنې فوكلور كې د ماشومانو د ادبياتو برخه په ځانگړي توگه وپېژنو ، وخوندي يې كړو. چې د وخت د تنگسې له امله په دغومره ليكنه كې دا ممكنه نه ده. د دغه ليكنې په پاى كې يو شمېر وړانديزونه كوم، هيله ده ، چې د اړونده ادارو او اشخاصو د پاملرنې وړ به وي:
۱- په پښتي فولكور كې دې د ماشومانو د ادبياتو برخه په نښه شي او د اړونده دولتي ادارو په گډون دې مرستندويه ټولنې ، هغه راټوله او چاپ كړي.
۲- هغه مرستندويه ادارې چې د ماشومانو لپاره په بشري او تعليمي برخه كې مرسته كوي، د ماشومانو لپاره دې د ادبياتو د ساتنې ، پالنې او دوى ته د نويو كتابونو د چاپ او خپراوي په برخه كې هم مرسته وكړي.
۳- د پوهنې وزارت او نورې مرستندويه ټولنې دې د ماشومانو په اړه ليكلي كتابونه د پښتو ژبې له اوسينو معيارونو سره سم چاپ او خپاره كړي. كه يې نه شي كولى، نو د ماشومانو په اړه ليكل شوي، مخكيني كتابونه دې بيا چاپ كړي.
۴- د ماشومانو په باب چې كوم كتابونه خپاره شوي، هغه دې له سره وكتل شي، هغه چې د بيا چاپونې وړتيا لري، چاپ دې كړاى شي.
۵- كه مرستندويه ټولنې او يا دافغانستان حكومت د ماشومانو د ادبياتو د ساتنې او پراخيتا لپاره يوه ځانگړې اداره پرانېزې ښه به وي.
۶- هغه ادارې چې د ماشومانو د ادبياتو په باره كې كار كوي او كتابونه خپروي هڅه دې كړي، چې د ښوونځيو له لارې ټولو افغان ماشومانو ته دا كتابونه وروسوي او يوزاې په يو ښار يا يوه سيمه كې دې د هغو په وېشنه بسينه نه كويز
۷- د كوچنيانو لپاره دې ځانگړي كتابتونونه پرانېستل شي.
۸- د دغه سيمينار تمويلوونكې ادارې ، يانې گويته انسيتيوت او قلم نړۍ واله ټولنې دې په خپلو عادي فرهنگي تگلارو كې د كوچنيانو د ادبياتو پراخيتا ته هم برخه وركړي.
اخځونه :
۱- د كوچنيانو ادبات- اصف بهاند- كابل ۱۳۶۶
۲- د كوچنيانو ادب – پروفيسور سيال كاكړ – بولان بك كارپوريشن ۱۹۷۹
۳- د ستار نامه – خوشال خان خټك – ۱۳۴۵ كابل .
۴- تعاون مجله، د افغانستان د مرستو د مركز خپرونه ، څلورم كال ، پنځمه گڼه قوس – جدي ۱۳۷۵.
۵- مجموعه مقالات سومين جشن واره ادبيات معاصر افغانستان كابل – ۱۳۸۵.