د کانا په يو پوهنتون کې د (مهاتما ګاندي) مجسمه لاندې وغورځول شوه

روهي (جمعه/۲۳ د لېندۍ)، د افريقايي هېواد کانا په يو پوهنتون کې د هندوستان د خپلواکۍ د بنسټ اېښودنکي مهاتما ګاندي مجسمه نړول شوې ده.

دغه مجسمه دوه کاله وړاندې د پوهنتون دننه جوړه شوې وه او د هندوستان د وخت د ولسمشر له خوا يې پرانېسته شوې وه.

هغه کسان چې مجسمه يې ونړوله د پوهنتون استادان او محلصين دي. ودوی ادعا کوي چې مهاتما ګاندي يو ملتپاله کس وو او د نوموړي پر ځای بايد د افريقا سياسي څېرې وستايل شي.

مهاتما ګاندي هندوستان ته په ۱۹۴۷ کال کې خپلواکي ور په برخه کړه او په ياد هېواد کې ملي ځای لري.