(جمیلیه) په قاهره کې د نجیب محفوظ د ګڼو کیسو مکان دی په همدې مېنه کې په دولس سوه نویم لمریز کال دغه ستر کیسه لیکوال وزیږید او نژدې یوه پیړۍ یې په قاهرې کې تیره کړه. لکه څرنګه چې ذهنا د خپلوډیرو کیسو له کرکټرونو سره په قاهره کې پاتې شوی، جسما یې هم په مصر کې حضور درلود. په پنځه نوي کلنۍ کې یوځل پخوانۍ یوګسلاویا او بل ځل یمن ته دڅوشپوپه مخه تللی دی. په دیارلس سوه اووه شپیتم کال چې یې د نوبل جایزه وګټله لور یې سویدن ته دجایزې د اخیستلو لپاره واستوله او خپله بیا هم په قاهره کې پاتې شو.
دنجیب محفوظ سکرتر الحاج بصري وایي کله چې مو نجیب محفوظ دنوبل دجایزې له ګټلو خبر کړ کټ کټ په خندا شو او ویې ویل له دې هیسته محفوظ مه راته وایاست محظوظ مې بولی یعنی نیکمرغه. دغه نیکمرغي په بدي واوښته په مختلفو عربي هیوادو کې دده پرضدمقالې ولیکل شوې. ځینو پوره لس کاله مخکنۍ کیسه رابرسیره کړه چې نجیب محفوظ د مصر د ولسمشر انورالسادات او د اسراییل د لومړي وزیر مناخیم بګین تر منځ په کمپ دیوید کې دسولې د تړون ستاینه کړې وه ، ددې لپاره چې د نوبل دجایزې په ورکولو کې ددوی په اند یهود لاس لري نو نجیب محفوظ ته یې دا جایزه ورکړه. یو شمیر کسان بیا تردې ورها خوا وخت ته ورغلل د دیارلس سوه اته دیرشم لمریز کال خبره یې راپورته کړه، په دغه کال نجیب محفوظ ( اولاد حارتنا) یا زموږ دکوڅې کوچنیان ناول د الاهرام په ورځپاڼه کې یوه یوه برخه خپراوه او په دې ناول باندې یو شمیر ملایانو انتقاد وکړ چې شرعي مشکل لري همهغه و چې د وخت ولسمشر جمال عبدالناصر په خپله امر وکړ چې دا ناول دې نور نه خپریږي. دغو اعتراضونو څو کاله ددغه کتاب خپریدل ځنډني کړل او بیا په دیارلس سوه څلورڅلویښتم کال په بیروت کې چاپ او خپورشو.
زموږ دکوڅې کوچنیان ناول کې دشروفساد، علم وجادو او خالق په اړه مسایل په فلسفي بڼه مطرح شوي دي.
کیسه داسې ده چې د الجبلاوي په نوم مشرخپل دوهم زوی(ادهم) ته وقف شوې شتمني سپاري یعني هغه دارایي چې ګټه یې په ولس ویشل کیږي.
دالجبلاوي مشرزوی(ادریس) خوابدی کیږي د ادهم پر واک اعتراض کوي او ادهم هم د الجبلاوي غاړې ته وراچوي. الجبلاوي ادهم له کوره شړي اوادریس هم کور پریږدي. ددې پیښو ترڅنګ د(قدري) په نامه دکورنۍ یوغړی وژل کیږي. قدري په الجبلاوي ګران وي.
له دغو پیښو وروسته ورځ بدیږي، لوږه ده ، زیاردی،زحمت دی او دولس لپاره بیله شوې شتمنۍ هم سمه نه ویشل کیږي. ددغې ادارې نوي واکمنان له خلکو سره زیاتی کوي، یوه ته لږه بل ته ډیره برخه کوي.
الجبلاوي د(جبل) پاړوګر په نوم له یوه تن سره غږیږي او له دې خبرو وروسته بیا پرمختګ شروع کیږي،عدالت اومساوات راځي او دتیارو لمن نغښتل کیږي خو دانسانانو له خودخواهي سره بیرته ورځ ګرځي هریو دځان ډیره دبل لږه غواړي او لور دلور سره بدۍ کوي. په دې وخت کې د ( رفاعه) په نوم یو کس دمینې پیغام راوړي او ترمرګ مخکې هڅه کوي له اذهانو کرکه لرې کړي.
درفاعه ملاتړي دهغه خوږې خاطرې په یاد ساتي او د(قاسم) په نوم یوه تن ته دالجبلاوي یو خدمت ګار الهام کوي. قاسم چې په خپله شپون دی له الهامه وروسته خلکو ته دحق بلنه ورکوي.دده بلنه بریالۍ وي خو هیڅ ځای ناستی یې دا توان نه پیدا کوي چې پرپله یې رهي شي.
د (عرفه)جادوګر په نوم یو تن هڅې پیلوي چې د الجبلاوي رازکشف کړي خو
په څه یې سر نه خلاصیږي او مري. د( حنش) په نوم یو تن د عرفه مرګ ویروي او تښتي. خلک د حنش بیا راستنیدو ته سترګه په لار دي او له دې سره زموږدکوڅې کوچنیان ناول پای ته رسیږي.
کله چې دغه فلسفي ناول چاپیده یوشمیر ملایانو دا نیوکه پرې کوله چې نجیب محفوظ کیسه په سیمبولیک ډول دخدای پاک او مخلوقاتو په رابطې لیکلې ده. اعتراض کوونکي وایي چې جبل پاړوګر داسې څوک دی لکه موسی علیه السلام ته چې خدای پاک خطاب کاوه ، رفاعه له عیسې علیه السلام سره تشبیهه شوی دی او په دې ډول ناول دخدای پاک په عدل او واک کښل شوی دی.دبحرین لیکوال، عبدالله خلیفة هم په دې نظر دی چې ، زموږ دکوڅې کوچنیان ، ناول دخدای پاک او مخلوقاتو په رابطې لیکل شوی دی. ښاغلی خلیفه څرګندوي چې د الجبلاوي له لوی کور څخه مطلب اسمان دی او نجیب محفوظ دغه کور داسې انځوروي چې دکوڅې په سرکې ترنورو کورو لوړاو شاته یې دښته پرته ده. دبحریني لیکوال په اند دغه انځور دا واضح کوي چې دا اسمان دی. د ښاغلي خلیفة په وینا د الجبلاوي کلمه هم له جبل یعني غره څخه اخیستل شوې ده چې په زړو الهي مفاهیمو کې د( اله) مانا شیندي. ددغه لیکوال په نظر د ادهم او ادریس شخړه هم د ادم علیه السلام او شیطان مخالفت ته ورته ده.
دنوبل دجایزې له ګټلو وروسته په نجیب محفوظ باندې نیوکې دومره ډیرې شوې چې دجایزې په پنځم کال دقاهرې په لمنو کې په چاقو ووهل شواو داسې ټپي شوچې دوه کاله یې قلم په ګوتو نه شوای تکیه کولای. ددې ټپونو اغیزنجیب محفوظ ترمرګه احساساوه او ددوه زره شپږم میلادی کال داګست تر دیرشمې چې یې دقاهرې په یوه روغتون کې ساه ختله یو لاس یې لا شل غوندې و.
نجیب محفوظ له ټپي کیدو وروسته خپل شخصي کارونه الحاج بصري ته وسپارل. ښاغلی بصري په خپلو خپروشویو یاداشتونو کې لیکي، اته بجې به نجیب محفوظ په قاهره کې د( التحریرمیدان) ته ورته بیا به د (الاهرام) ورځپاڼې دفتر ته راغی اخبارونه به یې ترتخرګ لاندې ول که څه هم په دفتر کې به دده د میز پر سره کوټه ورځپاڼې پرتې وې خو ده به خپل عادت کاوه خپله به یې اخبارونه راوړل. البصري وایي په دفتر کې به نجیب محفوظ بسم اله کړه او مابه اخبارلوستل ورته پیل کړل چې هره مقاله به خلاصیده ده به بیا بلې مقالې ته بسم اله تیره کړه حتی سپورتي خبرونه به یې راباندې په لوړ غږ لوستل. بصري زیاتوي چې نجیب محفوظ به له زخمي کیدو وروسته په لومړیوکلونو کې د ادبي لیکنودلوستو پرمهال خپله شفاهي تبصره کوله خو بیا زهیرشومابه ورځپاڼې ورته لوستې او دی به غلی راته ناست و . ښاغلی بصري لیکي،مانجیب محفوظ کلونه کلونه داسې ونه لید چې خپل میز ته مخامخ ناست وي یوه ورځ مې وپوښت، استاده څرنګه میز ته مخامخ نه کښینې ده راته وویل، یو وخت به دلته توفیق حکیم ناست و شرمیږم چې میز ته نیغ کښینم هغه ته بې احترامي ونه شي.
یو شمیر عرب کره کتونکي په دې باور دي چې نجیب محفوظ ته ناول لیکنه له توفیق حکیمه په میراث رسیدلې ده خو نجیب محفوظ دغه ترلاسه کړی سوغات په خپل حال پرې نه ښود، له اروپا او امریکا څخه مصر ته ورسیدلي داستاني چوکاټ ته یې مصري رنګ ورکړ او خبره یې تر دې ورسوله چې په عربي ادبیاتو کې دنوبل نړیواله لومړۍ جایزه خپله کړي خو دنوبل جایزې دی مغروره نه کړ. د الاهرام ورځپاڼې د نوبل دجایزې له اعلان وروسته مرکه ورسره وکړه او پوښتنه یې وکړه چې تاسو دسویدن کمیټې ته څه پیغام لرﺉ ده په ځواب کې وویل(( هغو کسانو چې عربي ادبیات ورپه یاد کړي دي او زه یې انتخاب کړی یم مننه ترې کوم که څه هم یوازې زه ددې جایزې وړ نه یم))
نجیب محفوظ به ټوکې ډیرې کولې د نوبل له جایزې وروسته چې کله ترې الاهرام ورځپاڼې سوال وکړچې ښاغلي نوبل ته پیغام لرﺉ، ده وخندل او ویې ویل، د هغه په اروا به د(فاتحة) سوره ولولم.
دنوبل تر جایزې مخکې دنجیب محفوظ ادبي کارونه ډیر ول وروسته سپین ږیریتوب دکار وس ترې واخیست خو بیا هم ده خپله هڅه کوله.په نولس سوه اووه نویم میلادي کال فرانسوی فیلسوف( ژارودې) قاهرې ته ورغی. ژارودي لیکي، له نجیب محفوظه مې پوښتنه وکړه چې څرنګه یې؟ ده راته وویل اوس قلم په لاس کې تکیه کولای شم اوخپل نوم لیکم.
نجیب محفوظ په خپل ژوند کې تر پنځوس ډیر اثار ولیکل. لیکل یې له ولس کلنۍ پیل کړل. دده لیکنې کیدای شي چې په پنځو مرحلو وویشل شي:
۱- تاریخي او واقعي رومانسي مرحله، په دغې دورې کې د عبث الاقدار، رادوبیس، کفاح طیبة په نامه ناولونه یادیدلای شي. ۱۹۳۸-۱۹۳۵
۲- اجتماعي واقعي مرحله، په دې دورې کې د زقاق المدق، بدایة والنهایة، السراب، الجدیدة او یو شمیر نور کتابونه شامل دي. ۱۹۵۲-۱۹۳۹
۳- واقعي فلسفي دوره ، ددې مرحلې په لیکنو کې ،اللص والکلاب، السمان والخریف، اولاد حارتنا ناولونه حسابیږي ۱۹۵۲-۱۹۶۵
۴- له اجتماعي پیښو سره اخښلې فلسفه، ثرثرة فوق النیل او میرامار ناولونه ددې مرحلې محصول ګڼل کیږی . ۱۹۶۷-۱۹۶۵
۵- دعقلي مکالمو مرحله، خمارة القط الاسود ددغې دورې ناول ګڼل کیږي او له نولس سوه اته شپیتم کال وروسته کلونه رانغاړي.
نجیب محفوظ په خپله بیا دخپلو لیکنو دویش په اړه وایي، کله چې دژوند په کاروبار بوخت وم ښه لاره راته ریالیزم ښکاریده، په دغو لیکنو کې مې جزییاتو ته توجه کوله هم د چاپیریال په برخه کې او هم دکرکټرونو په باب. محفوظ زیاتوي چې په دې لیکنو کې فکر په غیر مستقیم ډول دجزییاتو له تشریح نشات کړی دی خو کله چې فکر پیل شو او یوه زمانه یې زه مصروف کړم بیا مې په لیکنو کې نه چاپیریال او نه هم پیښې هدف وې. کرکټر په سیمبول بدل شو او چاپیریال ډیر د تیاتر سینګار ته ورته شو. دغه وخت مې پیښې د یوه ناول د اصلي مفکورې لپاره انتخابولې. محفوظ بیا وایي، دلته مهمه دا وه چې فکر په خپله ځان پرواقعت تحمیل کړي.په لیکنه کې دغه بدلون نجیب محفوظ داسې تشریح کوي چې په لومړۍ دورې کې ناول ژوند ته ارزښت ورکاوه ، په دوهمې کې ژوند په خپله په ستونزې بدل شوی دی او په دې حالت کې انسان ځانګړی کرکټر نه دی بلکه صرف یو انسان دی او رښتونی شخصیت نه دی چې له نورو انسانانو سره خاص توپیرلري همدغه دی چې تفصیلات له منځه ځی. دجزییاتو په برخه کې نجیب محفوظ داهم وایي چې کله انسان د خپل برخلیک په وړاندې ودریږي نو د جزییاتو اهمیت په خپله کمیږي. نجیب محفوظ په دې برخه کې د(زموږ د کوڅې کوچنیان) ناول مثال ورکوي او وایي سره له دې چې د ټولو انسانانو له تاریخه ژغیږي بیا هم دومره پنډ نه دی لکه( بین القصرین) ناول.
( ملحمة الحرافیش) یا (دپایلوچانو حماسه) ناول هم دنجیب محفوظ ددوهمې دورې له لیکنو ګڼل کیږي، دغه ناول زموږ دکوڅې کوچنیان په څیر فلسفي دی .
دپایلوچانو حماسه ناول د یوې کورنۍ دڅو نسلونو نکل دی چې په یوې خواره سیمه کې اوسي. دلته یوه خانقاه ده کله ناکله دهغې له لوړو زړو دیوالونو د درویشانو د سماع ژغ اوریدل کیږي. دسیمې خلک نه پوهیږي چې صوفیان څه وایي.
دناول اتلان (اشورالنقي) زوی یې (شمس الدین) او لمسی یې( سلیمان) چې کله ستړي او خوابدي شي دخانقاه دوره شاته تر یوې زړې ونې لاندې سرپه زنګنو ږدي او دصوفیانو سماع ته غوږ ږدي.
په ناول کې له پیله تر پایه دنجیب محفوظ دنورو کیسو په څیرسخت ټکرونه دي. دسیمې دخلکو دمینې کیسه او دڅو نسلونو د انسانانو هیلې په دې لیکنې کې انځورشوې دي.ما ددې ناول خلاصه په پوهنتون کې لوستې وه هغه وخت مې فکر کاوه چې نجیب محفوظ کرکټرونه د قضا او قدر په ځنځیرونو تړلي دي خو کله چې مې دغه ناول بشپړ ولوست دکیسې پیښو ته ځیرشوم داتلانو او واقعت ترمنځ انډول پکې ساتل شوی دی او کرکټرونه په زوره د نابودۍ لور ته نه بیول کیږي. پیښې او دکرکټرونو ذهني،جسمي او اجتماعي افعال دوی له هستۍ نیستۍ ته بیایي دغه کرکټرونه له یوه نسله په بل بدلیږي او خپل غمونه یې دې ته هم نه پریږدي چې دخانقاه د درویشانوپه ترنم زړونه هوسا کړي.
دناول تر ورستیو نه څرګندیږي چې درویشان څوک دي؟! دکوم ځای دي؟ په کومه ژبه سندرې وایي؟ خو دناول په ورستیو کې دکیسې اتل ( اشور) او دهغه لمسی دواده په شپه د نڅا او سندرو محفل پریږدي دخانقاه ددیوال بیخ ته ځي، کله چې داسمان ستوریو ته ګوري یوعجیب سکون احساسوي، نور یې په رګونو کې وړانګې غځوي او ددوی له زړونو دنړۍ کرکه لرې کیږي. مځکه، زمان او نړۍ ټول دسپوږمۍ په شغلوکې لامبي.
درویش اشور ته راځي ورپه غوږ کیږي او ورته وایي(( دف اونی تیارکړﺉ سبا ته زموږ پیر له خانقاه وځي ...کوچنیانو ته یې خواږه توت اخیستي...))
اشور حیرانیږي، دستوریو په سیند کې لاهو کیږي او ددرویشانو بزم یې ورسره اخلي نیم ویش نیم ویده وي نه غواړي چې له دې حاله راووځي. ریږدي د زړه له تله اوري(( زړه کرار کړه! دا دروازه به یوه ورځ هغوی ته پرانیستل شي چې دکوچنیانو معصومیت او د فرشتو مینه لري، ور به پرانیستل شي...)).
فلسفې د نجیب محفوظ کیسو ته له پوهنتونه لاره کړې ده. ده له دیارلس سوه نهمه تردیارلس سوه دیارلسمه د قاهرې په پوهنتون کې فلسفه لوستې ده.ایا فلسفي مسایل له کیسو بیل ښه نه شي څیړل کیدای؟ نجیب محفوظ وایي(( ناول دیوه هنري چوکاټ په توګه خورا پراخه لمن لري. کیدای شي چې مخکني ټول هنري ژانرونه راونغاړي لکه تیاتر، شعراو حماسه ورجذب کړي همداراز کولای شي پراطناب تکیه وکړي یا ډراماتیک چوکاټ خپل کړي، کیدای شي مکالمې ته لومړیتوب ورکړي یا له ژونده وغږیږي. تر دې ورهاخوا کیدای شي په ناول کې اوږده او پیچلي بحثونه وړاندې کړو، داسې څه چې په تیاتر کې یې کله هم نه شو ځایولای لکه د توماس مان په ناول(دجادوغر) کې چې یې لولو یا لکه هغه بحثونه چې پروست یې د( له لاسه تللې زمانې په لټه) ناول کې وړاندې کوي، دغه اوږده بحثونه دفلسفې او هنر مربوط دي کیدای شي چې له ناوله یې بیل هم په یوه کتاب کې راواخلو)) دنجیب محفوظ فلسفي لیکنې، رمانتیکې لیکنې ، ټولنیزې کیسې ،تاریخي کیسې، ټولې کیسې په نړۍ کې ستایل شوې دي او لوستونکو خوښې کړي دي. یو شمیر کره کتونکي په نړیواله سطحه د نجیب محفوظ دکیسو د خوښیدو علت دا ښیي چې ده ختیځواله کیسه د لویدیځوالو د ناولونو په تجربو کې راګیره کړه نو لر او بریې لوستونکي وموندل. که څه هم نجیب محفوظ په ډیرو کیسو کې له قاهرې نه دی وتلی خو د کیسو په نړۍ کې له لویه سره دا خبره کیږي چې هره هغه پیښه چې هنري لیکل شوې وي له تخنیکي اصولو سره سمه لیکل شوي وي چې هرڅومره سیمه ییزه هم وي نړیواله کیږي.
نړیوال د نجیب محفوظ له کیسو سره دژباړې له لارې اشنا شول. ویل کیږي دده کیسې دنوبل دجایزې تر ګټلو مخکې په څو دیرشو ژبو ژباړل شوې وې خو په خپله اکثرو مصریانو او نوروعربانو نجیب محفوظ دسینما له لارې پیژندلی دی. بحرنی لیکوال عبدالله خلیفة چې دنجیب محفوظ دکیسوپرمحتوا یې نیوکه کړې ده او پنډ کتاب یې پرې لیکلی د خپل کتاب په مقدمې کې لیکي(( لومړی ورو ورو نجیب محفوظ ما دسینما له لارې پیژانده او داسې مې انګیرله چې دده ناولونه به هم د احسان عبدالقدوس، یوسف السباعي او طه حسین دکیسو غوندې بې خونده وي...)) د محفوظ ځیني کیسې لکه زموږدکوڅې کوچنیان او دپایلوچانو حماسه فلسفي رنګ لري په نورو ګڼو کیسو کې یې هم د کرکټر نفسیاتي اړخ ډیر ژور انځور کړی دی او د امریکایی معاصرې لیکوالې (لین شارون شواردټز) په وینا ښې کیسې دکرکټرونو روحي حالت دقیق انځوروي همدا علت دی چې له ښو داستانونو ښه فلمونه نه شي جوړیدای او دا ځکه چې په فلم کې فزیکي حرکات ډیر نقش لري. اما دنجیب محفوظ دکیسوفلمونه له لویه سره عربان خوښوي نو رازیې څه دی؟
ښایي دوه عمده علته ولري، یوخو دنجیب محفوظ په کیسو کې سخت ټکرونه دي یووژل کیږي ،بل تښتي، بل ځان وژني،بل موټرټکروي،بل ویرې اخیستی....
دوهم علت یې دا کیدای شي چې ښایي بل عرب لیکوال په کیسو کې مکان ته دومره نه وي ځیرشوی لکه نجیب محفوظ ،نوپه فلمونو کې دده مکان ښه انځوریدای شي .سره له دې چې دده مکان یوازې مصردی او خصوصا قاهره اما دغه مکان داسې انځورشوی چې ډیر کله مې دده دکیسو دلوستوپرمهال فکرکړی دی چې په لیدلې سیمه کې یم. د(پیښه) کیسه چې ما لومړی ځل لوسته په پیل کې یې ترلاس نیولی دپیښور قصه خوانۍ ته وروستم پردې کیسې وروسته بحث شوی دی. دنجیب محفوظ دپوهنتون ترکلونو وړاندې یعنی دپیل په لیکنو کې هم مکان ته پاملرنه ډیره شوې ده خو له دیرشمې لمریزې لسیزې راوروسته مکانونه یې یوه عرب ناقد له لمرسره تشبیه کړي دي چې هیڅ مکان او زمان یې له وړانګو بې برخې کیږي نه.
نجیب محفوظ چې کله دقاهرې له پوهنتونه فارغ شوپه همدغه پوهنتون کې یې اداري کارپیل کړ، دموقوفاتو په وزارت کې یې کار وکړ، دهنردادارې دسانسورمدیرشو، دسینما دملاتړ دادارې رییس شو او بیا داطلاعاتو دوزیرسلاکارشو. دی وایي(( په ورسته پاتې هیوادو کې هرلیکوال او هنرمند ترهر تخلیق مخکې دډوډۍ لپاره کارته ضرورت لري)).
ماخذونه:
۱- اولادحارتنا،ناول، ۱۹۶۵ بیروت ،نجیب محفوظ
۲- ملحمة الحرافیش،ناول،قاهرة-نجیب محفوظ۱۹۸۴
۳- نجیب محفوظ من الروایة التاریخیة الی الروایة الفلسفیة،عبدالله خلیفة،بیروت ۲۰۰۷
۴- دالحاج بصري خپاره کړي یاداشتونه په انټرنټ کې
۵-العناصرالقصصیة في روایة الشحاذ لنجیب محفوظ،حمید اکبري، قاهرة۲۰۰۶
۶-Schwartz, Lynne Sharon; Rememberance of Tense past;1993
کرکټر کښنه
امریکایۍ کره کتونکې او ناول لیکونکې( شلبي هیرون) خپلو شاګردانو ته وړاندیز کوي چې دهغه چا په باره کې ولیکه چې دنورو په څیر نه وي.
دنجیب محفوظ د( نا اشنا) کیسې کرکټر همداسې دی د نورو څارنوالانو غوندې نه دی. د نا اشنا کیسې دغه نااشنا کرکټر نجیب محفوظ د کیسو له نویو تخنیکي اصولو سره سم راپیژني. د نولسمې میلادي پیړۍ په لومړیو کې به ګڼو مصري کیسه لیکوالو د کرکټر صفات له ضرورته پرته بیانول، لیکل به یې، وړه پوزه یې ده، غونډه منډه خوله یې ده او ګردۍ ګردۍ سترګې یې دي...دغسې به یې خپل کرکټرونه راپیژندل خو نجیب محفوظ خپل کرکټرونه پریږدي چې په خپله ځان راوپیژني او یا یې نور کرکټرونه رامعرفي کړي.
ګڼ کره کتونکي دا نظر لري چې کیسه داسې مه پیلوی چې یو څوک ناست دی فکر کوي بلکه هڅه وکړﺉ چې وار له واره په کیسه کې خوځښت پیدا کړﺉ. د نا اشنا کیسې په پیل کې لولو ((په اپارتمان کې داسې څه نه تر ستر ګو کېدل چې د څارنوال ورپام شي او د تحقيق لپاره یې په کار شي .هلته دوې خونې او يو داﻻن و.عجبه دا وه چې دخوب کوټه نه وه ګډه وډه شوې او ډیربد قتل شوی و.خونه داسې ښکاريده لکه چې ﻻس دې نه وي وروړى، دخوب تخت په خپل حال وو دومره بدلون پکې راغلى و لکه له خوب وروسته چې توښپل شوی وي...))په دغه پيل کې مو لیکوال خبروي چې کرکټرڅارنوال دی، قتل عجیب پیښ شوی او قاتل هم نښه نه ده پرې ایښې. دغه تلوسه چې قاتل به څوک وي؟ څارنوال به یې پیدا کړي؟ ولې یې دا کار کړی؟ د کیسې تلوسه غښتلې کوي او په دې ډراماتیک انداز کیسه پیلیږي، لږ وړاندې پوښتنې دي((قاتل له وره را غلى ،له و ر ه وتلى ؟! سړى په پړي زندۍ شوى ؟! قاتل څرنګه پړى دهغه له غړۍ تاو کړى؟! سړی به ویده و....)) دغه پوښتنې موږ ته څارنوال راپیژني چې بې غم باش نه دی، جدي هڅې کوي.
د تحقیق پر وخت څارنوال په سړه سینه له چوکیداره پوښتنې کوي او بوډا چوکیدار چې د قتل شک هم پرې کیږي پر څارنوال ورغورځي. لیکوال لیکي (( بوډا په تروه ټنډه ځواب ورکړ:..)) څارنوال غبرګون نه څرګندوي. بله پوښتنه کوي، ځکه چې حوصله لري. ددې لپاره چې د څارنوال ددې صفت تایید وشي په بله جمله کې هغه بیا په ارامو اعصابوپوښتنه کوي(( له ورسۍ څوک اپارتمان ته ورننوتی شي؟)) بوډا لکه پیغور چې ورکوي، ورته وایي (( نه ګورې اپارتمان پورته په دریم منزل کې دی..)).
زموږ یو شمیر کیسه لیکوال بیا له تاییده داسې کار اخلي چې هڅه کوي لوستونکی یې کرکټر ښه وپیژني.بې ځایه تاکیید د کرکټر په راپیژندنه کې مرسته نه شي کولای او د کره کتونکو په وینا له بې ځایه ټینګاره ډډه پکار ده ځکه چې د کیسې دپرمختګ مخه نیسي. مثلا لیکو، خوار سړی و، ډیر خوارو، جامې یې پینه پينه وې،څادریې هم سوری سوری و، کوریې نه درلود، د کرایې پیسې یې هم نه وې...دغه په خواري ډیر تاکییدکول کیسه له حرکته غورځوي. اما نجیب محفوظ پورته په خپله کیسه کې د څارنوال پر حوصلې ځکه تاکیید کوي چې وروسته بیا دا شرایط له کرکټره دا حوصله اخلي. ددې سربیره د څارنوال وظیفه ده چې پوښتنې وکړي او دوهمه پوښتنه که له یوې خوا د تاکیید مانا ورکوي له بل پلوه په قوت د کیسې تلوسه ساتي. لوستونکي ته دا احساس ورکوي چې ښایي څارنوال له تحقیقه څه ترلاسه کړي.
د نا اشنا په کیسه کې دلومړي قتل په پیل کې پوهیږو چې څارنوال حوصله لري، ډیر فعال دی، په ځان ډاډه دی، خو کله چې یې تحقیقات نتیجه نه ورکوي دده خپګان بل کرکټر موږ ته څرګندوي، میرمن یې دی خواشینی ویني ورته وایي(( ته باید سلا بلا زړه ونه خورې...))
دلته بیا د کیسې اصلي کرکټر په مکالمه کې معرفي شوی دی. مکالمه دکرکټر د راپیژندلو ډیره غوره وسیله ده.
په کیسه کې له لومړۍ وژنې میاشت وروسته بل قتل کیږي. له دې پیښې سره دمحسن عبدالباري چلند د لومړۍ یوې غوندې نه دی، پوښتنې یې لنډې لنډې دي او په کیسه کې دهغه په اړه لولو (( داسې احساس یې کاوه چې په پټه دده د شهرت پرضد خلک وژل کیږي)). د کرکټر مقام هم له دوهمې پیښې وروسته هغسې نه دی پاتې، چارواکي داځل تحقیقات کوي. دا اقدام محسن عبدالباري ویروي چې تبدیل نه شي او پر روحیاتو یې د نوې پیښې اغیز په دې ډول هم څرګندیږي چې هڅه کوي له خپلې میرمنې خپل غم پټ کړي.
د کیسې لومړي دوه مقتولان زاړه دي. دریم کس چې وژل کیږي یودیرش کلنه ناروغه ښځه ده. کله چې محسن عبدالباري ددې پیښې تحقیق کوي خپل قهر د پلټنې پر مهال نه شي پټولی (( محسن قهر وړې چیغه کړه:
ناروغه وه !))
د مقتولې ښځې خاوند محسن عبدالباري ته وایي(( څارنوال صاحب! دا حال نور له زغمه وتلی. دا اول وار نه دی مخته استاد او جنرال ووژل شول. پولیس چیرې دي خلک بې قاتله نه وژل کیږي، څه کوﺉ ولې یې نه نیسی..
محسن عبدالباري دغه ایرغندې تېرغندې ونه زغملې، په زوټه یې ژغ کړل:
- کوډ ګران نه یوو!... پوه شوې !))
کله چې لومړی قتل وشو څارنوال حوصله لرله، دوهمې پیښې لږ بې حوصلې کړ او په دریم قتل کې یې چیغه کړه، دغه نفسیاتي تغییر ته سره له دې چې په کیسه کې زمینه مساعده شوې ده خو بیا هم ددې لپاره چې پیښې تدریجي انسانان بدلوي او انسانان په هرحالت خپل اصل ته کله ناکله ورګرځي نو نجیب محفوظ له پورتنۍ مکالمې وروسته لیکي(( په خپله خبره پیښیمان شو. دفتر ته ولاړ. له ځان سره وبوګنیده، په حقیقت کې زه په خپله ددې مجرم اوله قرباني یم)).
څلورم قتل د پولیسو له ماموریت سره نژدې کیږي، یو سوالګر وژل کیږي، د جسد له لیدو سره(( چې کله محسن عبدالباري د مړي پر غاړه د پړي په نخښه سترګې ولګیدې کابو یې چیغه له خولې وتلې وه..)) ددې قتل په پلټنه کې ګڼ څارنوالان برخه اخلي یعني پر محسن عبدالباري اعتماد کمزوری کیږي. میرمن یې ډاډ ورکوي ورته وایي:
((- تا نه شي ملامتولی. په دې مسالې کې دبن بشر عقل قد نه ورکوي..
- نوره باید دا وظیفه پریږدم
میرمن یې په خوله کې ورولویده:
- ستا څه ګناه ده
- چې څوک نه ساتل کیږي او مشکل هم په خپل ځای وي دغه خپله ګناه ده
- په اخر کې به بیا هم دنور کله غوندې ته بریالی یې
- ګومان نه کوم، دا بیخي خارق العاده کار دی))
د میرمنې په تسلا کې بیا هم کرکټر را معرفي کیږي. پوهیږو چې پخوا دی هرکله بریالی کیده یعني تکړه څارنوال دی، همداراز له دې مکالمې پوهیږو چې د کیسې دکرکټر زړه مات شوی دی.ددې ماتې علتونه په منطقي ډول د کیسې له پیله یو په بل پسې پیښو روښانه کړې دي. څارنوال داسې څوک دی چې نور دځان سیالان نه ګڼي . په دریمه پیښه کې مشران تحقیق ته را دانګي او په څلورمه کې دده سیالان هم جدي پلټنې پيلوي. دکیسې له پیله لوستونکی له محسن عبدالباري سره خواخوږي پیدا کوي خو دا خواخوږي په تحلیلي کیسو کې داسې نه شي څرګندیدای لکه په بازاري هندي فلمونو کې چې د فلم هلک له هر راز عیبه پاک وي. هنري څیرې د هر انسان په څیر دوه اړخه لري، ښه او بد او دغه دوه ضد او نقیض صفات هم د کیسې له پیښو سره منطقي څرګندیږي. کره کتونکي وایي، که چیرته لوستونکي د کیسې ترپایه د اصلي کرکټر په اړه همهغسې احساس وکړي لکه په پیل کې چې یې کوي نو کیسه لیکوال کرکټر سم نه دی انځور کړی.
د نا اشنا کیسې په کرکټر کې نفسیاتي بدلون مخته نجیب محفوظ داسې روښانوي((محسن عبدالباري دشپې سترګې سره نه ورغلې ،فکر يې کاوه که عرفاني شعر ته پناه يوسي زړه به کرار کړي ، هلته پناه يوسي چې رڼا په وحدت الوجود کې جذبیږي، هغه ځای ته ورشي چې دژوند دلوبو او ماتو دتسل ځای دی. عجبه نه ده چې رښتونی عابد اودغه ناروا مجرم دیوه ژوند غړي دي.موږ مرو زموږ ژوند د هیلو قرباني کیږي. دژغورنې ګردې لارې تړل شوې دي بس حق ته به مخه کوو.....!))
په هغه حالت کې چې انسان په ژوند کې د سختې ماتې احساس وکړي نو خدای پاک ته رجوع کوي او دستونزې حل ترې غواړي.
له څلورمې پیښې دوې اونۍ وروسته پنځم قتل کیږي. له دې قتله وروسته محسن عبدالباري خپلې میرمنې ته وایي دپلار کورته ځم. هغه یې نه پریږدي. اروا پوهنه څرګندوي چې انسانان هغه فشار نه شي زغملای چې په ذهن کې یې ډیر سترشي نو په داسې حال کې بدلون غواړي، دغه تغییر په ټیټه سطح ځای پرځای ترسره کیږي لکه په امتحانونو کې چې ځیني خلک چای ډیر څښي او یا سګریټ نسوار زیاتوي. هغه زده کوونکي چې تر امتحانو مخکې یې لږ درس لوستی وي عادتا د درس لپاره ځای بدلوي. زه چې په پوهنتون کې وم په لومړیو کلونو کې مې دکوټې ملګری درلود ده تر مطالعې ګپ شپ خوښاوه نو کله چې به امتحان شو درسونه به پرې زور شول بیا به یا کتابخانې ته ورغی یا به بل ځای ته روان شو چې درس ووایي دغه دمکان تغییر دارواپوهنې له مخې دذهني فشارونو زیږنده ده. د نا اشنا په کیسه کې هم کرکټر غواړي چې ځای بدل کړي خو میرمن یې موافقه نه ورسره کوي. لکه څرنګه چې هغه زده کوونکي چې لږ درس وایي په ازموینو کې ځای بدلوي او بیا په ګرځیدو غواړي یو څه زده کړي، محسن عبدالباري له پنځمې پیښې وروسته(( ګرځیده راګرځیده د نا امیدۍ او ماتې په اړه به له ځان سره ژغیده..)).
د کیسې له پیله ترپایه سره له دې چې پنځه سره ورته قتلونه شوي دي خو هرقتل د کیسې په اصلي کرکټر باندې خپل اغیزپه خپل وخت شیندلی دی او پیښې داسې نه دې انتخاب شوي چې کومه یوه لیکوال ته په ګوته ورغلې هغه یې لومړۍ رااخیستې. اول ځل یو متقاعد پوځي وژل کیږي. هغه څارنوال چې ماتې نه مني څو اویا کلن مقتول یې ځوروي. دوهم ځل متقاعد جنرال وژل کیږي تر عادي پوځي په ټولنه کې دجنرال ارزښت ډيروي نو اغیز یې هم دکیسې پر اصلي کرکټرزیاتیږي. دغه په پیښې پسې بله جدي پیښه کیسې ته قوت ورکوي. د نجیب محفوظ په تقریبا ټولو کیسو کې سوړ حالت نه راځي. ځیني لیکوال دکیسې په پیل کې پیښه قوي انځوروي نو لوستونکي وروکاږي بیا دکیسې په منځ کې دغه غښتلتیا نه شي ساتلی خو د نا اشنا د کیسې لیکوال داسې نه دی. دریم څوک چې په کیسه کې مري یوه یو دیرش کلنه ده، دغه ښځه ناروغه ده. په ځای کې پرته ناروغه ښځه چې ماشومان لري او عمر یې هم نه دی خوړلی له څو لحاظه د زړه سوي وړ ده ، هم دځواني لپاره، هم د ناروغي لپاره ، هم د دریو کوچنیانو لپاره او د جنایي دوسې له مخې تر مخکنیو دوو پیښو په دې پیښې کې قوت زیات دی ځکه چې د متقاعدو پوځیانو په برخه کې وار له واره ښایي دا فکر پیدا شي چې څه به یې کړي وو چې چا وژلي دي خو د یوې ناورغې ښځې په اړه دا تصور لري دي. په دې حساب ددې پیښې د جنایت اغیز په کرکټر باندې زیات محسوس دی . نجیب محفوظ په همدې قوت خپل لوستونکی له ځان سره ساتي او بل قتل د ده دفتر ته نژدې کیږي، دا ځل مقتول سوالګر دی. ددې پیښې په مکان او د مقتول په بې وسي کې له جنایي پلوه دغه زورشته چې څوک یې تر مخکنیو دریو پیښو غښتلې وګڼي. دپنځم قتل قوت په دې کې دی چې هم خلک شته هم د(ترم) اورګاډي چلوونکی او نګران او هم ژر شکمن کسان نیول کیږي ځکه چې پولیس دستي دپیښې ځای ته رسیږي.
د پیښو تسلسل په ډیر قوت د یوه تکړه څارنوال روحیات ځپي. داشو د کرکټرنفسیاتي اړخ یو بل ټکی چې له پیله ترپایه اشاره ورته شوې ده هغه د کرکټر نوم دی( محسن عبدالباري )مانا یې ده دخدای نیکوکاره بنده. دنوم مانا هم له کرکټرسره تطابق کوي البته تل داسې ښه نه وي چې له نومه دکیسې مفهوم درک کړو خو ځیني کره کتونکي دا خبره کوي چې پکارده د کیسې داتل نوم په خپل ځای مانا ولري. د نا اشنا په کیسه کې د اصلي کرکټر کارونه هم دنیکوکاره بنیادم دي خو کله ناکله کیسه لیکوال له تضاده کار اخلي، نجیب محفوظ د( سالم عبدالتواب) په کیسه کې یو کرکټر رامعرفي کوي،په دغه کرکټر حکومت داعدام حکم کړی وي،دی تښتي ،په ځان سالم عبدالتواب نوم ږدي.په نوي ځای کې نوی ژوند پیلوي،واده کوي ،کار وباریې پیلیږي خو له ده سره تشویش وي.ویره بالاخره دی د سهار په خړه پړه کې په بل لاروي شکمنوي پر هغه ډز کوي. لاروی دځان له ویرې سالم عبدالتواب په لته وهي او د سالم عبدالتواب له ویرې زړه دریږي. په دې لنډه کیسه کې دسالم عبدالتواب د نوم مانا دوه مفهومه رانغاړي، سالم د روغ په مانا ، دکیسې اتل (سالم عبدالتواب) روغ نه پاتیږي اما عبدالتواب چې د خدای دبنده مانا لري همزمانه د (تواب) یا توبې کلمه یې له بدیو د پښیمانۍ مانا ممکن تداعي کړي. دلته لیکوال له تضاده کار اخیستی، اصلي کرکټر یې سالم نه دی پاتي شوی خو توبه ګاره شوی دی. دغه تضاد دکرکټر په روحیاتو کې هم له پیله ترپایه څرګندیږي، سالم عبدالتواب له تیښتې وروسته هر وخت دناارامۍ احساس کوي. ما داوبو وړي ناول اصلي کرکټرځکه ګلدین نومولی چې کیسه زما په فکر دافغانانو دژوند دبهیرده او ګلدین افغان نوم دی همدارازګلدین لومړی مذهبي نه دی وروسته یې شرایط مذهبي کوي نو ګل او الدین کلمات هم دوه مرکب کلمات دي. په دې ناول کې داصلي کرکټر نوم بدلیږي رابدلیږي او هرځل مې دنوم مانا ته پام کړی دی. یوشمیر کره کتونکي په دې ټینګارکوي چې په کیسو کې نوم د ارواپوهنې له مخې په لوستونکي اغیزشیندي او هغه ورجذبوي. که چیرته په عادي ژوند کې څوک پیژنو له هغه سره او دهغه له کارسره دهغه په پرتله چې نه یې پیژنو ډیره دلچسپي پیدا کولای شو.
د نااشنا کیسې په کرکټر کښنه کې خارجي اړخ ته هم نجیب محفوظ ځیرشوی دی. په دې برخه کې موږ ته نجیب محفوظ څرګندوي چې اصلي کرکټر نارینه دی، میرمن لري، زوی یې پیدا شوی، پخوا په کلي کې اوسیده، اوس په ښار کې کار کوي، په کلي کې تکړه و نو ترقي یې کړې ده چې ښار ته تبدیل شوی دی. ددغې برخې په انځورولوکې د نا اشنا کیسې لیکوال بیا هم د داستان لیکنې له اصولو سره سم منطق کاروي، دکیسې په پیل کې چې کله څارنوال محسن عبدالباري د قاتل د نیولو لپاره جدي هڅې کوي او په ځان ډاډه دی دا ځکه چې وروسته دده د میرمنې په وینا څرګنديږي چې پخوا یې هروخت تورن کسان نیولي دي((په اخر کې به بیا هم دنور کله غوندې ته بریالی یې)).
نجیب محفوظ د کرکټرکښنې له اصولو سره سم د محسن عبدالباري دریم اړخ یعني اجتماعي اړخ ته هم پام کوي، د نا اشنا کیسې له پیله څرګندوي چې دی څارنوال دی او فعال څارنوال. د محسن عبدالباري ژوند په کیسه کې دده له دندې سره سم پر مخ روان دی. په خبرو کې هم له عادي خلکو سره توپیر لري.دغه فرق باید په مکالمو کې ښکاره شي. دکیسې په لومړیو کې محسن د یوه څارنوال په حیث دقیقې پوښتنې کوي او سره له دې چې دی ساده سوالونه کوي خو خبره یې له چوکیدار سره فرق لري. محسن عبدالباري له چوکیداره پوښتنه کوي:
- تاسو یې کله کار نه کاوه؟
- په کال کې هم نه، مابس دوره په خوله کې مې لید چې ووت ننوت به))
دغه دوې پورتنۍ کرښې که مقایسه شي لومړۍ یې دیوه مامور جمله ده چې د( تا) پرځای مخاطب ته( تاسو) وایي او دوهمه یوه دیوه نالوستې ښکاري ځکه چې د ما منفصل ضمیر پکې اضافي راغلی دی او جمله هم منظمه نه ده. البته داسې پکار نه ده چې کیسه لیکوال له ځانه دیوه کرکټر جمله ماته کړي، ددغې خبرې مخه کره کتونکي په خپلې مشهورې لارښودې جملې نیسي(( د کرکټرونو په خولو کې خبره مه ورکوﺉ)) نو پکار ده چې غیرفصیح جمله هم په داسې مهارت استعمال شي چې لوستونکي ته د منلو وړ او رښتونې ښکاره شي.
بل ځای په کیسه کې څارنوال له ام امنه څخه چې د مقتول په کور کې کار کوي د وژل شوي سړي پوښتنه کوي:
- دښمنان یې لرل؟
ـ نه بابا، بیخي نه..))
دلته هم د څارنوال او دکور د خدمتګارې خبرې فرق لري. دپورتنیو بیلګو اصل په عربي کې دمخاطب جمع په بڼه نه دی لیکل شوی خو دجملو نظم په ښکاره ددې څرګندویي کوي چې یو څارنوال دی او بل چوکیدار یا دکور خدمتګاره. دهمدې لپاره په پښتو ژباړې کې دغه توپیر دمخاطب جمع په کارولو ښه څرګندیده نو همداسې مې مکالمه وژباړله. نجیب محفوظ په خپلو ګردو کیسو کې مکالمې په فصیح عربي ژبه لیکلي دي او په فصاحت کې یې د خلکو له سویو سره سم مکالمو ته ډیر دقت کړی دی.په مکالمو کې عمر هم له یوه ځایه بل ته ښایي خپل اغیز وشیندي. په افغانستان کې موتعلیم یافته بوډاګان مثلا وایي(( په وزارت خارجه کې داسې وشو...)) همدغه جمله نسبتا لږ زاړه ښایي داسې تلفظ کړي(( په خارجه وزارت کې داسې وشو...))،ځوان تعلیم یافته ښایي ووایي(( دبهرنیو چارو په وزارت کې...))، او بې تعلیمه ممکن ووایي(( په هغه غټ دفتر کې...)).
کره کتونکي دیوه ویش له مخې د کیسو کرکټرونه دوه ډوله تقسموي، خوځنده کرکټر او ولاړ کرکټر. د نا اشنا د کیسې څارنوال خوځنده کرکټر دی له پیښو سره بدلیږي ، په قهر کیږي، له خپلې میرمنې خبره پټوي، په ملګرو بې باوره کیږي، په ځان باندې یې اعتماد کمزوری کیږي، په خپلې څوکۍ ویریږي....ترڅو چې مري.په غیر تحلیلي کیسو کې په کرکټرونو کې تغییر برسیرن وي، نفسیاتو ته کیسه نه رسیږي او ډیر کله یودم دغه بدلون راځي . په ډیری بازاري هندي فلمونو کې ناڅاپه د فلم ستوری بدل شي یا له بدماشانو سره لاس یو کړي او یا د خپلې ملګرې لپاره له ښو خلکو سره ودریږي. په دغو فلمونو کې بدمعاش د یوې نجلی مینه په دومره شریف انسان بدلوي چې خپل پخوانی ملګری وژنی،له دغه بدلونه د تحلیلي کیسو دنیاګۍ ځکه لمن ورنغښتې ده چې داتل دوس کارنه دی .په تحلیلي کیسو کې بدلون درې شرطه لري:
الف: د کرکټر له وس سره پوره وي
ب: له پیښو سره سم دمنلو وړ وي
ج : د کرکټر لپاره دومره وخت وي چې ځان بدل کړي
د نا اشنا په کیسې کې چې څه تغییرات په محسن عبدالباري کې راغلي دي دهغه له کار او ژوند سره سم راغلي دي او له پیښو سره خو مخکې تشریح شول چې بدلونونه منطقي رامنځته شوي دي. د زمان په برخه کې هم نفسیاتو ته نجیب محفوظ پام کړی دی، د لومړي قتل په پای کې محسن عبدالباري لږ د هوسایي احساس کوي ځکه چې پوره میاشت تیریږي. د ارواپوهنې متخصصان وایي، څلور اونۍ د یوه انسان د تیرې پیښې د هیریدا لپاره لږ وخت نه دی خوکه چیرته میاشتي او کلونه نه وي تیرشوي او بل غم پر سړي راشي بیا نو څو اونۍ انسان نه شي هوسا کولی،همدغه دی چې دریم قتل ددوهمې پیښې په څلویښتمه کیږي .که څه هم څلویښت ورځې لږ نه دي اما تیرو دوو پیښو محسن عبدالباري پوره ځپلی دی، له ذهني پلوه دی دې ته تیارنه دی چې تیرې دوې پیښې په څلویښتو ورځو کې هیرې کړي. دکیسې داتل وظیفه هم دغم په تازه کولو کې مرستندویه ده. محسن عبدالباري څارنوال دی هرورځ باید په دفترکې په نه افشا شویو قضیو په یو نه یو ډول تبصره وکړي یا یې واروي. څلورم قتل میاشت فرق لري او پنځم دوې اونۍ . اروا پوهان وایي که چیرته فشارونه په معینو زمانوکې پرانسان راځي دانسان وجود یوډول تیاری ورته نیسي اوښایي ورسره یوډول معافیت حاصل کړي، یعني که څوک هره شنبه ناروغیږي، دومره سخته پرې نه تمامیږي لکه څوک چې کله یوه اونۍ کله دوې اونۍ وروسته اوکله هم میاشت پرې اوښتې ناجوړیږي. د نا اشنا د کیسې پر اتل هم فشارونه په منظمه زمانه کې نه دې راغلي، لومړی مقتول محسن عبدالباري ناڅاپه ویني، بل یې میاشت وروسته، دریم یې پنځه اونۍ وروسته، بل یې بیا میاشت وروسته او وروستۍ وژنه دوې اونۍ وروسته ده.
کره کتونکي سپارښتنه کوي چې دکرکټر کښنې پر وخت دریو ټکیو ته پام کوﺉ:
لومړی: کرکټرونه باید په خپل رفتار او کردار کې ثابت وي داسې نه وي چې له ورته پیښو سره یوځل یو ډول چلند ورکړي او بیا بل ډول مګر په کیسه کې پیښې دهغه پر روحیاتو اغیز کړي وي لکه د نا اشنا کرکټر چې د لومړي او دوهم قتل په وخت یو څه تغییر کړی دی.
دوهم: کرکټرچې څه کوي باید انګیزه ولري که د کیسې د اتل په خوی کې څه بدلون راځي باید موجه دلیل ورته ولرو. کله نا کله ښایي د کیسې دلوستو پرمهال دلیل ته د لوستونکي پام نه شي خو د کیسې په پای کې پکارده لوستونکی قانع شوی وي چې هو داسې باید شوي وای او کرکټر باید داسې کړي وای.
دریم: کرکټر باید د منلو وړ وي داسې چې نه فرشته وي او نه شیطان ځکه چې انسان دوه اړخه لري ښه او بد. د نا اشنا په کیسه کې محسن عبدالباري په پیل کې ښه سړی دی او وروسته یې دا عیب برسیره کیږي چې تر نورو ځان ښه ګڼي او سره له دې چې خپله قاتل نه شي نیولی د نورو تحقیق ښه پرې نه لګیږي.
کره کتونکي وایي، د لوستو پرمهال ځان دکرکټر پر ځای تصور کړﺉ که د کرکټر افعال او کردار تاسو ته منطقي ښکاري نو کرکټر سم انځور شوی که مو ځواب نه و د کیسې تر پایه صبر وکړﺉ که بیا هم ځواب مثبت و، کرکټر بریالی انځور شوی او کنه لیکوال ته پکار دي چې کرکټر ته بیا ځیرشي. دلته یوه یادونه پکار ده چې دځینو کرکټرونو پرځای لوستونکی ځان نه شي تصورولای او هغه کرکټرونه له دې نسبي قاعدې مستثنی دي.
دنا اشنا په کیسې کې او دنجیب محفوظ په نورو کیسو کې کرکټرونه دقضاوقدر په منګولو کې راګیرنه دي بلکه تراژیدي دکرکټرونو د داخلي او خارجي مبارزې پایله ده. په نااشنا کې مو مخکې په کرکټرباندې بهرني فشارونه توضیح کړل داخلي مبارزه هم له لومړي قتل سره څرګندیږي، څارنوال محسن عبدالباري له خپله ذهنه پوښتي،سړی په پړي زندۍ شوی ؟ قاتل څرنګه پړی دهغه له غړۍ تاو کړی؟....؟..
دې ته ورته ذهني کشمکش له تحقیقه وروسته څرګندیږي (( څارنوال دیوډول ماتې احساس وکړدداسې ماتې چې پخوایې زړه ته نه لویده...داځل یې فکر کاوه لکه لاس وپښې چې یې ورتړلي وي...سړی غلی کیده. دفکر دهوسایي لپاره یې لوستل پیل کړل، دعرفاني شعرو لوستل یې هسې هم خوښیدل....)) له دوهم قتل وروسته په کیسه کې د محسن عبدالباري په اړه لولو(( ناپیژندویه ویرې یې په زړه منګولې ښخولې داسې احساس یې کاوه چې په پټه دده دشهرت او دژوند داسرات پرضد خلک وژل کیږي...ویریده چې بل کار ته یې تبدیل نه کړي)) دلته بیا دقتل په اړه محسن عبدالباري له خپل ذهنه پوښتنې کوي(( دا وحشي قاتل به څوک وي، نه غل دی نه پور اخلي او نه هم لیونی دی....)). په کیسه کې نجیب محفوظ له خپل تخنیکه استفاده کوي موضوع نه سړوي، د کرکټرذهني ټکرونه هم وار په وارغښتلي کیږي. ددریم قتل تحقیقات محسن عبدالباري ستړي ستومانه پیلوي(( زړه یې منلې وه چې په داسې عذاب اخته شوی چې نه پای لري نه رحم)) محسن عبدالباري ددې پیښې دتحقیق پرمهال په قهر کیږي په تورن باندې چیغه کوي او بیا په خپله خبره پښیمانه وي(( په حقیقت کې زه په خپله ددې مجرم اوله قرباني یم)). په کیسه کې وړاندې محسن عبدالباري داسې اعتراف کوي چې نه یې شي ویلای(( کاشکي یې دخپلې ماتې اعلان کولای شوای)). دریمه پیښه په محسن عبدالباري باندې خوب دروي، داځل فکر کوي که چیرته عرفاني شعر ته پناه یوسي زړه به تسل کړي. دکیسې پیښې تدریجي لکه وینه د اتل ذهن خوري اوعرفاني شعریې هم نه شي هوسا کولای. محسن خپل غم یوځل له میرمنې پت کړ خو بله پیښه دده له ذهنه دا واک او اختیار اخلي، له هغې سره مشوره کوي چې کار به پریږدم لږ مخکې بیا لولو(( محسن عبدالباري ته لکه لیونی ټیکه نه ورتله، پولیس او مامورین به یې څارل، خلکو او ځایو ته به ځیرو...)) ذهنا کرکټر په خپلو او پردیو بې باوره شوی او ګورو چې یومخ مرګ ته لاسونه پورته کوي(( زړه یې کیده چې غاړه مجرم ته کیږدي ..)) په کیسه کې همداسې کیږي او دې مرحلې ته د اتل رسیدل د ګڼو مخکنیو پیښو محصول دی . دنجیب محفوظ په کیسو کې مرګ او اتل د پیشو اوموږک لوبه نه کوي. دده په کیسو کې انسان له واقعت سره ډغرې وهي او په دې جګړې کې تعادل شته ،که محسن عبدالباري په نا اشنا کې مرګ ته تسلمیږي دمرګ پروخت هم په کیسه کې لولو(( سریې وګرځید، ساه یې نامعلومه مزي تربت کړه.په ذهن کې وروګرځیدل ژوند بیاهم ژوند دی، مینه لري، شعرلري،کوچنی لري، داسې هیلې لري چې پولې نه لري، هستي په ژوند کې ده بس په ژوند کې. داسې څه غلطي شته چې سمه یې کړم څه وخت به سمیږي)) دلته هم کرکټر مرګ ته نه تسلمیږي خو ماتې د اتل دننه او بهر په یوه وخت کې اوج ته رسیږي او کرکټر دمرګ غیږته لویږي.
دغه تراژیدي نجیب محفوظ له لرغونو مصري خدایګوټو رااخیستې ده په مصري لرغونې تراژیدۍ کې ((سث)) د بهرني قوت بیلګه ده او(( اوزیریس)) دداخلي قوت بیلګه ګڼل شوې ده. یوناني تراژیدي یوازې په داخلي مبارزې ولاړه ده.
دنااشنا کیسه دنجیب محفوظ د(دنیاالله) یا دخدای دنیا د کیسو په ټولګې کې خپره شوې ده په دغوکیسوکې (زموږ دکوڅې کوچنیان) دناول په څیر طبقاتي مبارزه نه ده او دځینو ناقدانو په وینا دمحفوظ له لومړیو کیسو راوروسته تراژیدي له طبقاتي مبارزې اوښتې له لویه سره انساني تراژیدي ته رسیدلې ده. داویایمې میلادي په ورستیو او داتیایمې لسیزې ترپایه بیا دی د ژوند هوسایي هم یوډول تراژیدي ګڼي د(شنې زرغونې) په کیسه کې دیوې هوسا کورنۍ پرژوند داسې لیکنه کوي چې د کورنۍ پلار ومور دخپل کشري زوی (طاهر) په باب خبرې کوي. دکورټول غړي دهغه دواده د پریکړې په اړه ورته نظر ورکوي، طاهر خبره نه مني او بالاخره په داسې حال کې چې دمیلمنو لپاره دکور په غولې کې پلارمور او دکورنۍ نورغړي تیاری نیسي طاهر کورته اور اچوي او په عقلي اوعصبي څانګه کې بسترکیږي. پلار سره له دې چې دې حالت ته تسلیمږي خو په خوله اعتراف نه کوي او داسې احساس ډاکټر او نورو ته ورکوي چې کور یې دنظم او عقل زانګو ده.د نااشنا کیسې اصلي کرکټر محسن عبدالباري هم ماتې مني خوټولو ته علني اعتراف نه کوي.
دنا اشنا کیسه ښکاره کیسه ده، ګونګه نه ده خو نجیب محفوظ دخپلو نورو ګڼو کیسو غوندې دا پریږدي چې فکر وکړﺉ، څه وشو!!
مکالمه
د کیسو ناقدان څرګندوي ، پکار ده چې مکالمه پنځه هدفه ترسره کړي:
۱- کرکټر راوپیژني
۲- طرحه پراخه کړي
۳- معلومات ورکړي
۴- د ژبې او لحن په نژدې والې کې مرستندیه شي
۵- صحنه روښانه کړي
دهیواد ګڼ کیسه لیکوال مو دیوه کرکټر له ظاهري څیرې سره اشنا کوي ، ممکن دا راته په نښه کړي چې دکیسې اتل یې دنګ دی ، له رنګه سپین دی او ګردې ګردې سترګې لري ..... دا شوه دکرکټر ظاهري بڼه.
کیسه له موږ د کیسو د اتلانوددو نورو اړخونو داخلي او اجتماعي خواوو څرګندیدا هم غواړي. تریوه بریده په ظاهري بڼې د کرکټر ټولنیز حالت جوتیدای شي خوپه ټولنه کې دهغه نقش ته کیسه لوستونکی لیواله وي. په داخلي اړخ کې دکرکټر نفسیاتي او فکري حالت او له هغوی څخه د زیږنده سلوک روښانول پکار دي. دغه درې اصله د کیسې نور عناصر هم موږ ته په یوه رنګ روښانولی شي خو د کرکټر د معرفي کولو یوه بریالۍ لاره مکالمه ګڼل کیږي. د کیسې د کره کتونکو په نظر تر بل هر عنصر مکالمه د کیسو د کرکټرونو د احساساتو د معرفي کولو ښه وسیله ده. په عادي ژوند کې قهروړی له تیزو خبرو پیژنو، غمجن له ټیټ اوغریو نیولي غږه، خوشاله له خندا...
ددغو احساساتو دڅرګندولو لپاره دامریکایي لیکوال،ایجین والټرمشوره ګټوره ده،دی وایی( په مکالمې کې هغه څه مه لیکی چې نور یې وایي،هغه څه ولیکی که تاسو دنوروپه ځای وای نو دغه خبرې به موکولې) له دغې سپارښتنې سره ګڼ کره کتونکي دا یوځای کوي چې فني اصول ایجابوي چې داستاني شخصیت تر عادي خلکو لږ خبرې وکړي. په نویمه لسیزه کې خو د امریکا په متحد ایالاتو کې د داستاني اثارو د زده کړو په مرکزونو کې دا مقوله خوله په خوله شوه چې(( لږ ډیر دي )).
په مکالمو کې دکرکټرد نفسیاتو د راپیژندلو یوه لاره هم د ناقدانو له وړاندیزونو سره سمه داده چې د تندو احساساتو دڅرګندولو پروخت له پرې پرې جملو استفاده وشي:
دنجیب محفوظ په(نااشنا) کیسه کې اصلي کرکټر،څارنوال ته دیوې وژل شوې ښځې میړه په قهریږي او ورته وایي چې ولې تاسو قاتلان نه شی نیولی. څارنوال ځواب ورکوي:
(( کوډګران نه یوو!...پوه شوې!))
له دې مکالمې سره د کره کتونکو په وینا ډراماتیک حالت ګړندی کیږي.دټکیو له ایښودلو سره احتیاط پکار دی.اسدالله غضنفرپه مکالموکې دټکیو دایښودلوپه اړه لیکي((په ځینومکالموکې دجملو په منځ یا پای کې درې څلورټکي ږدول کیږي خو مقصد یې معلوم نه وي. که یوه خبره په خپله پوره وي او لوستونکي ته ددې احساس ورکول څه ګټه نه لري چې یوڅه خبره پاته ده نو په مکالمه کې دټکو ږدولو ته ضرورت نه شته.کله ناکله په مکالمو کې هم دنورنثرغوندې،درې ټکي دسپکې او بې ادبه کلمې په ځای راوړل کیږي.اوس که کلمه واقعا سپکه وي نوټکي ممکن موجه وي خو که کلمه واقعا سپکه نه وي نو بیا ټکو ته اړتیا نه شته.تاسې دیوې کیسه ییزې مکالمې دا خبره ولولی( که زما په څنګ کې دهر...اوسړي لپاره ځای وای نو اوس به مې پرتاغوندې...سترګې نه لګیدلی او تردغه ځایه به بدي ورځې نه رارسولم). دلته دواړه ځایه له دریوټکیو دلیکوال مراد دسپي کلمه ده اوس که دسپي ټکی لیکل شوی وای نوعیب یې څه و؟ په دې کې شک نه شته چې زموږپه ټولنه کې سګ جنګي سپک کار اوادم جنګي دعزت کار ګڼل شوی دی...)).
په کیسوکې د احساساتو دڅرګندیدا لپاره یوه وسیله هم تر خبرو مخکې حرکات دي. موږ چې کله په فکر کې شو ښایي شونډه وژدویو یا که څه ته ځیر کیږو ممکن د سترګو کاسې سره ورولو همداراز د یوه کار تر نه ترسره کولو مخکې لاس خوځوو او د یوې خبرې تر منلو مخکې سرښورو یا سترګه وهو. په ټوکه سترګه وهل دا مانا لري چې دریم ګړی اغفالوو، مقابل جنس ته سترګه وهل دمینې مانا ورکوي او سترګه سره کش کړې وهلې دغلطۍ مفهوم ښایي وشیندي.دبدن دغړیو ترڅنګ موږ تر خبرو مخکې په خپل وطن کې ګڼ نور حرکات اجرا کوو، لمن بل ته نیسو ، پټکی ورته ږدو، سر لوڅوو،د مشرانو مخته یو شمیر کشران د خبرو پر مهال داسې دریږي چې لږ ورته ګوري یا لاسونه مروړي ...د کره کتونکو په وینا دغه حرکات او افعال د کرکټر په راپیژندنه کې مرسته کوي او صحنه پرمخ بیایي .همدارازله دې سره د تکراري ماوویل ده راته وویل مخه نیول کیدای شي. دصحنې په څپرکي کې په دې اړه تفصیلي خبرې شوې دي.
کله نا کله کرکټرونه ځواب په خاموشۍ ورکوي.د نجیب محفوظ د(خالي قهوه خانې) په کیسې کې د( توتو) په نوم یوهلکی د نیکه له کوټې خپله پیشواخلي(( نیکه د پیشو پرسر لاس تیروي لمسي ته وایي:
- په کراره(توتو)جانه
هلک د پیشو پرملا فشار زیاتوي.))
ددغې بیلګې په څیرګڼ داسې موارد شته چې پټه خوله پاتیدل حتی په بې حرکته غلي کیدلو کې مقابل لورې ته سخت ځواب نغښتی وي. دکیسو کره کتونکي نظر ورکوي چې غلې مکالمه کله تر خبرو ډيرې خبرې لري ځکه چې بامفهومه چوپتیا مانا او احساس غبرګ رانغاړي.
تکړه لیکوال مکالمه کټ مټ د ولسي کسانو د خبرو اتروپه څیر نه وړاندې کوي ځکه چې عادي خلک عادتا مشخصې او هدف داره خبرې نه کوي بلکه له یوې موضوع بلې ته بې له کوم ځانګړې هدفه ټوپ وهي، خو تکړه لیکوال په کور،بازار ،دفتر اویا بل هرځای کې خبرې اترې اوري، دقت ورته کوي او دکیسې دمکالمې لپاره دکار خبرې غورچاڼوي.
مکالمه موږ ته د کرکټر سویه راښيي،که کرکټر لیکوال وي د لیکوال غوندې ژغیږي ،که بزګر وي دبزګر غوندې خبرې کوي. دغه معلومات کیسه لیکوال راته روایت کولی هم شي چې ووایي ، ګلدین بزګر و خو هغه وخت لوستونکي دکیسې کرکټر دبزګر په صفت له زړه مني چې دهغه خبرې واوري. یو مخ لکه په عادي ژوند کې چې کله کیسه کوو، وایو، بزګر مې ولید غوا یې بازارته په مخه کړې وه، ویل یې له وچکالي یې خرڅوم....که چیرته خپله بزګر دا خبره راته وکړي او ووایي(( غوا ته مې سپین موټی نه وررسیده ماویل سبا به مرداره وي وبال به یې را له غاړې شي ګنج ته مې په مخه کړه ما ویل هسې ځان ترې خلاصوه )) ددې جملې اغیز ښایي په یوې کیسې کې ځکه زیات وي چې لوستونکی فکر کوي اصلي سړی خبرې راته کوي. کرکټرونو ته باید خبرې په خوله کې ورنه کړو یعني داسې مکالمه ولیکو چې دهغه له سویې سره برابره وي. که چیرته د کیسې بزګر کرکټرووایي ( دافغانستان په سهیل کې د ولسمشر کرزي په وړاندې د وسله والو طالبانو مقاومت غښتلی شوی دی) کله هم لوستونکی دا خبره دبزګر نه ګڼي همدغه دی چې په مکالمې کې تصنع پیدا کیږي. کره کتونکي دا نه وایي چې بزګر دې سیاسي خبرې نه کوي خوله نویو کلماتو او ترکیبونو سره د بزګر اشنایي استثنایي حالت دی، نو که چیرته خبره استثنایي وي بیا بیله خبره ده البته دا عمومي قاعده ده چې د کیسې هرکرکټرله خپلې سویې سره سم وغږیږی څو مکالمه رښتونې ښکاره شي.
دنجیب محفوظ دکیسو په مکالمو کې تعارفات او مضاعفات نه شته لکه ، ښه ښه، اوه اوه...د سلام لپاره علیک هم اکثر نه لیکي ځکه هره هغه کلمه چې لوستونکی یې غیر ارادي درک کولای شي هغه له مکالمې لري کیدای شي. کره کتونکي داضافي کلماتو حذفیدل ځکه غوره ګڼي چې ډیر کله تکرار لکه پوه شوې ، سمه ده ، ښه ښه...د تاکید لپاره استعمالیږي او ددغو کلماتو تکرارول لوستونکي ستړی کوي.خو هنرلکه مرغه کله په قفس کې ښه ښکاري ، کله په ونه کې او کله هم هوایي، نو غوره داده چې ښایسته یې پریږدو. همدا لامل دی چې نجیب محفوظ په هغو ځایونو کې چې په مکالمې کې تکرار ته ضرورت وي مخ ترې نه اړوي.( دماشومانو جنت) په نوم کیسه کې چې له پیله تر پایه مکالمه ده بیا بیا پلار او لور دیوه بل خبرې تکراروي، لور له پلاره د خدای پاک په باره کې معلومات غواړي:
(( پلار لور ته وایی:
- هغه ټوله دنیا پیدا کړې ده
- ټوله دنیا
- ټوله دنیا
.....
- چیرته ژوند کوي
- پورته
- په اسمان کې
- هو))
په دغو خبرو اترو کې د( ټوله دنیا) او (هو) کلمات لري کیدای شي .په دې کیسې کې ځای ځای بیا بیا داسې کلمات لیکل شوي دي چې له هغو پرته یې هم مفهوم افاده کولای شوای خو کله چې کیسې ته ځیرکیږو، لولو چې پلار له خپلې کوچنۍ لور سره غږیږي بیا مو ښایي قناعت حاصل شي چې تکرار احسن دی. ددې کیسې په پای کې احساسوچې پلار د خالق په اړه لور ته مستدل ځوابونه نه لري نو پوهیږو چې تکرار له مقابل لورې څخه دخلاصون او په عین حال کې دیو ډول قناعت لپاره راغلی دی.
د کیسې کره کتونکي په یوه خوله دا خبره کوي چې کیسه له واقعي ژوند سره توپیر لري.همدغه اختلاف ته باید پام وشي خوبیاهم پکارده کیسه داسې وړاندې شي چې لوستونکی کیسه رښتونې حس کړي. رښتونې مکالمه ډیره تکراري وي، لکه لاندنۍ مکالمه :
الف: سلام علیکم
ب : وعلیکم
الف : څه حال مو دی صاحب
ب : خپل حال وایه
الف : نوي څه دي؟
ب : څه غورې دي؟
الف: زوروره! څنګه یې؟
ب : ته په مزو کې یې؟
د رښتوني ژوند ګڼې خبرې اترې لکه دغه هم تکراري وي هم بې نتیجې . په داستاني مکالمو کې ډیر وخت تکراردلوستونکي زړه په تنګوي. د ځینو کره کتونکو په وینا له تکراره د کیسې طرح وار له مخه هم روښانیدای شي. څوک چې رښتیا نه وایي،ممکن قسمونه ډیر وخوري ، که دغه قسمونه د کرکټر په خوله دم په دم ورکوو نو لوستونکی ښایي دکیسې ترپای مخکې دغه قسم خورکرکټر وپیژني چې دی خو رښتیا نه وایي. د رښتونې مکالمې دوهمه ستونزه داده چې نتیجه نه لري لکه په پورتنۍ بیلګې کې چې ګورو، نه پوهیږو چې( الف) روغ رمټ دی که نه دی د(بې)حال هم همداسې درواخله.داستاني مکالمې ددې برعکس هم تکراري نه وي او هم نتیجه لري. د افغاني دود له مخې ممکن څوک استدلال وکړي چې مقابل کرکټرته چې وروسته له ډیر وخته یې ګورو، وایو، په کورکې خیریت و، پلار مور سره ښه ول ، زوی دې روغ دی، سره ناجوړ شوي خو نه یاست....دغه او دې ته ورته ډيرې پوښتنې که یې چیرته لیکلو ته اړتیا وي په یوې جملې کې هم راټولیدای شي.نجیب محفوظ د(خالي قهوه خانې) په کیسه کې دیوه بوډا اتل له پرځیدو وروسته صحنه داسې انځوروي(( بوډا په ډیر زحمت د مزدورې(مبارکه) پراوږې ځان تکیه کړ اودخپلې څوکۍ لورته ولاړ....دی غلی و. مزدورې یې بیا بیا پوښتنه کوله. په لاس یې اشاره ورته وکړه چې ښه دی..)) دلته دګڼوپوښتنو پرځای لیکوال لیکي چې ،بیابیا یې پوښتنه پرې وکړه.
دمکالمې د واقعي څرګندولو لپاره یوه لاره دا ده چې لږ څه یې منحرفه کړو، داسې چې مستقم ځواب ونه لیکو. په خبرو اترو کې کیسه لیکوال د خپل داستان مهم معلومات هم ورکوي، دغه معلومات کیسه په زړه پورې کوي خو باید مستقیم نه وي ،مثلا که دکرکټرله پټکي لوستونکی خبروو او وایو ((پټکی دې تړلی دی)) تردې غوره ده چې وویل شي(( د پټکي پیڅکه دې ناولې ده)) البته د(ناولي) صفت باید له کیسې سره ارتباط ولري او په دواړو جملو کې پټکي د لیکلي داستان جز وي.
دارواپوهنې له مخې که چیرته څوک په څه جرم تورن شوی وي او غوڅې غوڅې خبرې وکړي شک پرې زیاتیدای شي چې ګناه ګاره به وي، که چیرته په څه ګناه تورن ځای بې ځایه خاندې، شک پرې کیدای شي چې وارخطا به وي. هغه مور چې هره شیبه په قهروي کیدای شي چې ووایو نا امیده ده او دننه زړه خوري. دغسې ډیر حالات دي چې مکالمې ژوندۍ کوي. دې رواني حالاتوته به د (خدای دنیا) دکیسې په لاندنۍ مکالمې کې ځیرشو چې یو مدیر خپل مشر ته د هغو معاشونو ویر کوي چې پیاده تښتولي دي:
((عمومي رییس په خوابدۍ کیسې ته غوږشو بیا یې وویل:
- له دې ټولوشکونو سره سره ګومان نه کوم چې راګرځي به
- زمازړه یې هم نه مني قریب دوې بجې شوې
دامنیت رییس په انتقادي لهجه وویل:
- ته پوهیږې چې سم کار مو نه دی کړی، دقانون مخالف دی
رییس سترګې یوځای ښخې کړې بیا یې وویل:
- ټول دفترونه دغسې کوي
- که یې کوي هم، ناسم کار دناسم کار مخه نه شي نیولی.استیلام ولیکه چې دوزارت پورته چارواکوته یې راجع کړم
- ټولو معاش ته سترګې دي،کله داسې تنګسه نه ده راغلې چې..
- نوڅه غواړې چې څه وکړم؟
- موږنه تنخواه اخیستې او نه موهم لاسلیک ورته کړی
- په حقیقت سترګې نه شي پټیدای او له مسوولیته هم تیښته نه شته
دواړه غلي شول یوه بل ته یې وکتل.رییس په چورت کې و.دامنیت دمسوول زړه په تنګ شودمیزپه سرباندې پرتې پاڼې یې سره واړولې راواړولې. مدیرزړه نازړه پورته شو، دوره لور ته یې ورو ورو ګام واخیست. له دروازې نه ووتلی چې دامنیت د رییس پوزخند یې واورید:
- پولیس خبرکړه..)).
مخکې وویل شول سره له دې چې داستاني مکالمه له عادي خبرو اترو سره توپیر لري پکار ده هڅه وشي چې رښتونې ښکاره شي، دهمدې هدف لپاره د کره کتونکو په وینا کله ناکله ښه ده چې دوه کرکټره دیوه بل خبره ورغوڅه کړي. په پورتني مثال کې ددفترمشر دامنیت رییس ته وایي(( ټولو معاش ته سترګې دي،کله داسې تنګسه نه ده راغلې چې..))
دامنیت رییس یې خبره ورغوڅوي:
(( نوڅه غواړې چې څه وکړم)).
له تخنیکي اړخه مکالمه باید په داسې څه پای ته ورسیږي چې د کیسې د پیل له شرایطو سره تفاوت ولري دا ځکه چې د خبرواترو له لارې دخلکو معلومات زیاتیږي. د (خدای دنیا) په کیسې کې یوه مکالمه داسې ده:
((...په دفترکې زوږ زووږ شو دکاغذونو تق وتق شو خو چا کار نه وشروع کړی.رییس دټیلفون غوږۍ پورته کړه.دورځپاڼو پاڼې لکه بیرغونه پورته شوې. لطفي اخبارته ځیرو ویې ویل:
- سږ کال به ددنیا وروستی کال وي..
مدیرپه ټیلفون کې په لوړه کلمه شریفه تیره کړه:
- رښتیا سپوږمۍ له لمره کیږي
سمیروویل:
- په واده او کوچنیانو پسې هسې ځان زهیروو،واوره ! هلک دمورمخې ته خپل پلاروژني!
احمد په غریو نیولي ژغ وویل:
- نسخه په سروهې څه به یې کوې چې په درملتونونو کې دوا نه پیدا کیږي!
عسکر مخامخ ودانۍ ته دډاکټرکتنځي ته سترګې نیولې وې سره سپینه جرمنۍ نرسه یې څارله چې ښکاره شي. لطفي بیا په خپله خبره ټینګاروکړ:
- ومنی په دنیا کې نورڅه پاتې نه دي، پای یې زموږترتصور رالنډ دی..
رییس دټیلفون په غوږۍ لاس ونیو په(حمام) یې امر وکړ:
- یو، درې په یوسل او دیرش دوسیه تیاره کړه))
دمکالمې په پیل کې ددفترکارنه دی پیل شوی او په پای کې یې کارشروع شوی دی.
دلته ښایي څوک ووايي چې دامعلومات برسیرن دي خو په حقیقت کې دا معلومات کیسه پرمخ بیایي.
کره کتونکي وايي دیوې مکالمې په پای کې باید کرکټرونه بدل شوي وي ، ممکن دا بدلون ډیر جزيي وي.دپورتنۍ مکالمې په دوام نجییب محفوظ لیکي((له دې غوښتنې سره رییس له غوږۍ لاس لرې کړ او په ټیلفون یې خپل ګپ ته دوام ورکړ.حمام له ورځپاڼې سترګې پورته نه کړې په چیچلو غاښو له ځان سره وبوګنیده( دمورڅه وڅه دې کړي)).
دغسې مکالمې لوستونکی له کیسې سره ساتي. په پورتنۍ بیلګې کې دمخالف لورې غبرګون څرګندشوی دی. مکالمه له کیسه لیکوال سره په دې ډول مرسته کوي چې خپل کرکټر نور هم راوپیژني او له دې سره داستاني عمل یا طرح پر مخ ځي.
دغه غبرګونونه په عادي ژوند کې بې شماره دي خو تکړه لیکوال لکه نجیب محفوظ هغه عکس العمل انتخابوي چې د کیسې لپاره یې په درد خوري.(حمام) نومی چې ښکنځل کوي ښکنځل یې د (خدای دنیا) په کیسې کې ددفتر له عمومي وضعیت سره تطابق کوي، ددفتردغه یوډول ترینګلی چاپیریال دی چې پیاده یې بیا پیسې غلاکوي.
په تیرې بیلګې کې ښایي لوستونکی نجیب محفوظ ته ګوته ونیسي او ورته ووایي، ددفترمامورین د کیسو دمکالمې له اصولو سره سم دیوه بل ځواب نه وایي، هر یویې خپله خبره کوي لکه په عادي خبرو اترو کې چې بې مفهومه خبرې کیږي. دا خبره په یوه نظر سمه ده اما که چيرته همدغه وړاندې شوي مثال ته ځیرشو د هرکرکټرخبره دهغه د ډیر ژور روحي احساس څرګندویي کوي او ښایي داسې هم تحلیل شي چې د کرکټرونو خبرې د کیسې داصلي کرکټر، کاکا ابراهیم نقش موږ ته روښانوي، یو تن وایي ، کال وروستی دی، وروسته وینو چې دکاکا ابراهیم دکار وروستی کال دی، بل کرکټر وایي، سپوږمۍ له لمره کیږي، کاکا ابراهیم چې ټول عمر لکه سپوږمۍ صاف او پاک وغلا کوي او مخ یې لکه له لمره شوې سپوږمۍ توریږي، بل کرکټر وایي، پلار وژل کیږي، کاکا ابراهيم چې پلار دی په حقیقت کې یې ژوند ختمیږي او کله چې د عسکر بیغم باشي انځوریږي ، په کیسه کې غلا کیږي او امنیت نه نیول کیږي. نو ویلای شو چې دکیسو تخنیک لاره راښیي، غالبا داسې نه کوي چې کونجي(کیلي) په لاس کې راکړي او یوه مشخص ځای ته مو ورولي او بیا موږ ووایو نه داسې مکالمه نه شي لیکل کیدای.
په ژوندکې هره پیښه د مخکنیو پیښو محصول ګڼلای شو او کرکټرونه چې څه کوي یا وایي د تیرو تجربو تر تاثیرلاندې وي. کیسه لیکوال ډیرکله دې ته اړکیږي چې له تیرو معلوماتو مو خبر کړي، ددغو معلوماتو د وړاندې کولو لپاره لیکوال له دوو تخنیکونو استفاده کوي، روایت او مکالمه.
تیر او یا راتلونکي معلومات په یوې ښې مکالمې کې هم طبیعي راتلای شي او هم ښایي څو جملې د څو پارګرافونو ځای ونیسي. د نجیب محفوظ د(خالي قهوه خانې )
دکیسې نوي کلن بوډا اتل د خپلې میرمنې دفاتحې په مراسمو کې خپل پیژندویه نه ویني نو له ځان سره وایي(( ها پخواني خلک اوس کله شته، دمصطفی او فرید دوختو رښتوني سیاستوال، خدای، که پیدا کړې؟!
شپه پخه وه چې ختم خلاص شو. صابر پوښتنه ترې وکړه:
- پلاره اوس دې څه نیت دی؟
نږور یې ورته وویل:
- مناسبه نه ده چې په خپل کورکې یوازې پاتې شې
بوډا ددوی په خبره پوه شو، ګیلمن غوندې یې وویل:
- (زاهیه) مې هرڅه وه لاس و پښې مې وه.
صابر وویل:
- زما کور ستا کور دی له راکډه کیدو سره به دې خیروبرکت راشي.مزدوره دې،مبارکه،هم کولای شي چې درسره راولې.))
په پورتنۍ مکالمې کې تیرو وختو ته اشاره شوې ده. د شلمې پیړۍ په پیل کې د مصري ورځپاڼې لیکونکي، مصطفی کمال او سیاست وال محمد فرید نومونه اخیستل شوي دي،په دې ډول د بوډا سیاسي فعالیت ته اشاره شوې ده او په رالاندې برخه کې ګورو چې بوډا ته، خپل زوی او نږور بلنه ورکوي چې ورکډه شي. په کیسه کې بیا بوډا کډه کیږي. په دې ډول په مکالمې کې دکرکټر له راتلونکي اوتیر حاله خبریږو.په پورتنۍ مکالمې کې یوبل تخنیک چې نجیب محفوظ کار ترې اخیستی هغه لنډیزدی. مخکې تردې چې بوډا د زوی خبرې ته ځواب ووایي نږور بلنه ورکوي(مناسبه نه ده چې په خپل کورکې یوازې پاتې شې) دغه اختصارڅو ګټې لري،اضافي جمله حذفوي او مکالمه رښتونې ښکاروي، یومخ لکه په عادي ژوند کې چې یو دبل خبره قطع کړې.لکه څرنګه چې مخکې وویل شول چې د یوه صفت هغه وخت لیکل پکاردي چې له کیسې سره ارتباط ولري، حذفیدل یې هم همداسې دي.پورته دبوډا خبره نه ده لیکل شوې. داپه خپله دکرکټرله وضعیت سره تطابق کوي،سړی بوډا دی،زاړه زر ځواب نه ورکوي. سړي ته بلنه ورکول کیږي نو داسې باید ونه کړي چې یوه ویل کلی مې ترتاجار بل پړی ترراوګرځاوه.البته دلته باید د پلاروزوی افغاني رابطه په نظر کې ونه نیسوځکه چې کیسه مصرۍ ده.یوه بله موضوع چې کره کتونکي یې د یوې مکالمې د لیکلوپروخت غوښتنه کوي هغه په یوه وخت غالبا تر دریو کسانو دډیرو کرکټرونو راغږول دي. یوشمیر کره کتونکي وایي، په یوې مکالمې کې څلورکسه په یوه وار مه غږوﺉ. دا سپارښتنه ددې لپاره ګټوره ده چې کله ناکله د څو کسانو خبرې ممکن له لوستونکي ګډوډې شي چې کوم یوه څه وویل. که چیرته دغه ستونزه نه رامنځته کیږي بیا ناقدان هم پر خپلې کړې خبرې برغولی ږدي.
کره کتونکي څرګندوي چې د راتلونکو معلوماتو لپاره مکالمه د کیسو ترنورو عناصرو ښه وسیله ده خواحتیاط پکار دی چې دکیسې پای وارله مخه افشا نه شي. په پیښور کې مې دافغان ادبي بهیر یوه غونډه یادیږي یوه لیکوال خپله کیسه نقد ته وړاندې کړه. یوه اوریدونکي انتقاد وکړ چې کله کیسه منځته ورسیده زه یې په پای پوه شوم.
بله ورژغ کړل چې دا نو ستا دشپږم حس کمال دی. دغه مساله وشاربل شوه.ددې کیسې د افشا کیدو علت یوه مکالمه وه چې د کیسې پای یې بربنډ کړی و.دکیسو ناقدان وایي د راتلونکې په اړه په مکالمې کې داسې څه غیرمستیقیم وړاندې کړﺉ چې کله کیسه پای ته ورسیږي لوستونکی د کیسې انجام د مخکنیو پیښو او خبرو محصول وګڼي.
په پوهنتون کې مې یادیږي چې استاد مو یوه مکالمه پر تختې ولیکله او ویې ویل،
ګورﺉ په دې مکالمې کې دکرکټر له نوم سره اشنا شو. مکالمه داسې وه چې یو بل ته وایي((اوهو احمدالشمراني ....))
هغه وخت ما له خپل استاد سره استدلال وکړ چې دا معلومات سم نه دي،استاد راسره ونه منله خو وروسته پوه شوم چې دا دکلتورداختلاف خبره ده. موږ افغانان عادتا په خبرو کې مخاطب په نوم نه یادوو او بشپړنوم خو ښایي بیخی وا نه خلو، ځکه راته د احمد الشمراني نوم نا اشنا ښکاري. ددې لپاره چې مکالمې مو طبیعي راشي پکار ده چې خپل کلتور ته پام وکړو. په افغاني کیسو کې ډیرکله دمینې کیسې بریالۍ نه وي ځکه چې مکالمې مو په مینه کې له دود سره سمې رښتونې نه وي.
سره له دې چې دمکالمې په رښتونولۍ کره کتونکي ډير ټینګارکوي، ناقدان توصیه کوي چې دمکالمې له لیکلو وروسته دریو مهمو ټکیو ته پام کوﺉ:
۱- ایا مکالمه طبیعي ښکاري ؟
۲- ایا په مکالمې باندې معلومات زیات انبار شوي نه دي؟
۳- ایا کله چې مکالمه پیلیږي داسې خو نه ښکاري چې داستان دریدلی دی؟
په کیسو کې ناوړه معلومات دا دي چې په مستقیم ډول په مکالمه کې لوستونکې ته ورکړل شي. ناقدان وايي ، په کیسه کې دویلو پرځای ښکاره کول پکاردي،مه وایاست پلانی ، پلانی ژغوري، داښکاره کړﺉ چې څرنګه یې ژغوري.ددغه ښکاره کولو لپاره مکالمه ښه وسیله ده، لیکوال له نصیحته ژغوري او کرکټرونه ژوندي ښکاروي، بل لورته لوستونکي ته دا احساس ورکوي چې لیکوال څه نه راته وایي، هلته بل څوک دی هغه په ځان تیرشوی یا تیریدونکی حال راته بیانوي.
هغه پاراګرافونه چې سره نښتي نه وي ممکن دلوستونکي ذهن دکیسې له چاپیریاله په بله واړوي، دهمدې تشي د ډکولو لپاره هم مکالمه ښه وسیله ده.
دمعلوماتودوړاندې کولو لپاره کرکټرونه کله ناکله له حال زمانې تیرې او یا راتلونکې ته اړکیږي ددې لپاره چې دمکالمې زماني تسلسل مات کړو ډیرځایه دلویدیځ کره کتونکو په مثالونو کې لولو( دتیلفون له زنګ سره زمانه ماته کړﺉ اوبیا چې مکالمه پیلوﺉ کولای شی چې بل زمان ته مخه کړﺉ) زموږ په وطن کې خو تیلفون له لږو خلکو سره وي، که څه هم په ورستیوکلونو کې موبایل یا ګرځنده ټیلفونونه زیات شوي دي، بیا هم نو ګڼ نور شیان شته چې استفاده ترې وشي لکه ددروازې ټکول، د اذان ژغ ، د کوچني ژړا....
مکالمه دژبې او لحن په نژدې والي کې مرستندویه وي:
هرکرکټر ځانته غږ لري که راډیو هر وخت اورو نو ګومان کوم پرته له دې چې یو ویاند ځان راوپیژني له غږه یې وپیژنو.کولای شو چې په کیسوکې د کرکټر دغږونو توپير وکړو، ولیکو ، په ټیټ غږ یې وویل، په ډډ غږ یې زیاته کړه، ترژبې لاندې وغوریده...خو کره کتونکي ددغو قیدونو دتکرار خبرداری ورکوي او وړاندیز کوي چې په ډير احتیاط کار ترې اخلی. امریکایی کیسه لیکوال (ډامون ریونان) وایي ، په کیسو کې تر ویلو دښکاره کولو اغیز زیات وي نودقید دډیراستعمال پرځای دې د کرکټر قهر دهغه په خبره یاحرکت کې ښکاره شی. د نجیب محفوظ د(خالي قهوه خانې)په کیسه کې د (توتو) په نوم هلک د نیکه کوټې ته په خپلې پیشو پسې ورځي او پرې غوټه کوي:
(( نیکه د لمسي پرسر ورولاس تیرکړ او ورته ویې ویل:
- توتو جانه لږ ورو..
هلک پیشو نوره هم ټینګه کړه، داسې یې ټینګه کړه چې بوډا فکروکړچې ساه یې ونه خیژي نولمسي ته یې په زارۍ وویل:
- ورځه جانه زه پیشودتا کټ ته پسې دروړم..
توتو د بابا په خبره غوږ ونه ګیراوه.بوډا ورټیټ شو پیشو یې دهغه له لاسه خوشې کړه او ویې ویل:
- زه به هغې ته ډوډۍ ورکړم بیا به یې دروړم.
توتو په قهر کلک کلک ګامونه واخیستل اوخپل نیکه یې په زنګانه ټیله کړ.))
لمسی پیشوټینګوي،دنیکه خبرې ته غوږنه ږدي، کلک کلک ګامونه اخلي او نیکه ټیل وهي، دغه حرکات د(توتو) دقهرڅرګندویي کوي. کره کتونکي د کیسه لیکوالو په یوازې قید بسنه نه کوي له لیکواله غواړي چې دکرکټرژړا،خندا،موسکا او هرهغه رواني حالت چې احساسوي یې د کیسې له پیښوسره سم انځورکړي.
په کیسو کې دقیدونو یوعیب دا ګڼل کیږي چې کیسه بې ځایه اوږدوي او کله ناکله یې نه پریږدي چې پرمخ ولاړه شي. البته یو نیم ځل بیا قیدونه دکیسې له حرکت سره مرسته هم کوي، مثلا که ووایو، ګلدین ورته وکتل ویې ویل:(بازار ته نه ځم)
کله چې موږ خبرې کوو یوه بل ته ګورو نو دکتلو حرکت په پورتني مثال کې اضافي دی اما که ولیکو، ګلدین په شک ورته وکتل او ویې ویل( بازار ته نه ځم)دشک کلمه دلته په مکالمه کې حرکت پیدا کوي. البته کله ناکله کتل په خپل ځای مانا شیندي. دقید تکرار او زیات استعمال دکره کتونکو په وینا نه ښه ښکاري او نه هم په مکالمو کې ښه ایسي.
د( وویل) دتکرار استفادې مخنوی هم ضروري دی،نو کیدای شي چې د(وویل) پرځای ولیکو، ورغږ یې کړل، ځواب یې ورکړ،پوښتنه یې وکړه...ډیر کله دیوه حرکت او دهغه مخکې ددو ټکیو له ایښودو سره هم دتکرار مخه نیول کیدای شي لکه: (( ګلدین سروروړاندې کړ:
- زه به له تاسره جوړ شم.))
کرکټرونه له هغه څه ډیرغږیږي چې سروکاریې ورسره وي. ممکن د خپل کار او سیمې په اړه ډیرې خبرې وکړي. د کندز ګڼ خلک چې ما لیدلي دي د ډيرو یې خوښیږي چې په سپورتونو کې داوزلوبې په باب خبرې وکړي ، دمیدان خلک د مرحوم ډاکټر وکیل په برکت له مڼو غږیږي، مجاهدین د وسلو خبرې کوي....همدغه ځانګړنې دي چې کله د مختلفو لیکوالو کیسې سره پرتله کوو په نثر کې یې ترټولو څرګند توپیر په مکالمې کې وي. په وطن کې له مکالمو ډیرکله د کرکټر ځای پیژندلی شو، دغه اصل ته زموږ ځیني لیکوال په دې ډول پام کوي چې د فصیح ژبې پرځای تلفظ ته توجه وکړي خو کیدای شي چې د فصیح ژبې له رعایتیدو سره سره د کرکټر ځای وپیژنو مثلا دننګرهار یو کرکټر د ګړیدلو کلمه وکاروي ، د کندهار وال د برایي کلمه استعمال کړي، دمیدان وردګ وال ډوډۍ ته ټیکاله ووایي یا ډیر سیمه ییز اصطلاحات لرو چې له هغه سره ښایي پرژبه څه ورزیات شي او کرکټرهم وپیژنو، خو ګڼ کره کتونکي بیا وړاندیزکوي، ددې لپاره چې د لهجو رعایتول ګرانه دي، ډډه ترې وکړﺉ. نجیب محفوظ د ګڼو مصري کیسه لیکوالو خلاف دغه اصل رعایت کړی دی او د کیسو ټولې مکالمې یې فصیح عربي دي.
زموږ ځیني لیکوال مو عربي کلمات په مکالمو کې هسې لیکي چې تلفظ کیږي لکه د فرضا پرځای پرزا....داسې تغییرات ګڼ عیبونه رامنځته کوي، ښایي لوستل یې ګرانه شي، لکه د عابد پرځای ابد کلمه ، ښایي معنوي التباس رامنځته کړي لکه د طرح پرځای تره لیکل، د عادي پرځای ادی لیکل... ځیني لیکوال مو بیا په لیندۍ کې اصلي کلمه ورته لیکي چې د لوستو پرمهال دلوستونکي فکر په بله اړوي.دکلماتود کارولوپه برخه کې یوه هم دنویو کلماتو او تشبیهاتو داستعمال خبره ده، کره کتونکي له دې سره مخالفت نه کوي چې لیکوال دې جوړشوي مروج کلمات نه کاروي خو دوی یوه سپارښتنه کوي چې دغه کلمات وړبدلوي نو احتیاط کوﺉ. دډاکټرنجیب دحکومت په وخت کې چې کوم افغانان پاکستان ته مهاجر کیدل هغوی ته زړو مهاجرو ګیلم جم ویل تر دوی مخکنیو ته یې عسکرګریز خطاب کاوه،په کابل کې یې بیا مجاهدینو ته اشرار ویل، دطالبانو درژیم پروخت به بیا دهغه چا ویښتان چې د تیتانیک دفلم دهلک په څیرو تیتانیک ویل کیدل. یوچا کیسه کوله، د طالبانود واکمنۍ پروخت دامربالمعروف یوه طالب یو هلک په کابل کې له مټه نیولی و خپل ملګري ته یې ورغږ کړل چې راشه هغه څه فلم دی دهغه هلک مې نیولی دی.په دوه زره څلورم میلادي کال چې کابل ته ولاړم د اوږدو ویښتو وال ته یې بیا تیري نام ویل دا دهندي فلم هلک دی. دغه تشبیهات دزمان له تیریدو سره بدلیږي او هیریږي نو کره کتونکي وایي چې له تشبیهاتو سره احتیاط کوﺉ د نویو کلماتو په اړه هم ناقدان ورته نظرلري. په پښتو کې بیا ددې لپاره چې د نویو کلماتو د جوړیدو لپاره منظم اکاډیمیک کار نه کیږي نوځیني لیکوال په خپله لیکنه کې کله ناکله خپله موضوع د کلماتو قرباني کړي، د ځینو لیکنو موضوعات بیا له نویو کلماتو سره مخالفت تت کړي دي. دغه افراط او تفریط او په عین وخت کې د نویو کلماتو لپاره انفرادي هڅو ستونزې زیاتې کړې دي او داسې نوي کلمات لږ نه دي چې تر دوو لسیزو یې داستعمال ډیر وخت کیږي خو لاهم د ولس خولې ته نه دې لویدلې. دغه الفاظ چې ولس نه دي خپل کړي له استثنایي کرکټرونو پرته له لویه سره دداستان د اتلانو د خولې خبرې نه شي کیدای.
مکالمه صحنه روښانه کوي:
کره کتونکي په دې نظردي چې یوه داستاني صحنه باید کیسه د خبرو اترو له لارې پرمخ بوځي، یا دا راته جوته کړي چې کرکټرڅه احساس کوي او یا هم معلومات راکړي.
ناقدان وایی، ښه خو داده چې له دغو دریو کارونو درې سره یوه صحنه ترسره کړي ،که یې په وس نه وي دوه دې ترسره کړي او کنه یو بار خو دې پر اوږې واړوي.
ښایي په کیسو کې دلیکوال څو کرښې روایت په منډه پر یوه زمان او مکان تیرشي خو دغه کار خبرې اترې تر روایت ښه ترسره کوي، صحنې ته احساس وربخښي او مکالمه دا وس لري چې ټکر رامنځته کړي. کره کتونکي وایي ، څه چې دروایت په شکل راغلي وي هغه په مکالمې کې مه تکراروﺉ بلکې په مکالمې کې لوستونکی له یوه ناببره څه سره مخامخوﺉ.
کره کتونکي څرګندوي که مکالمه لیکی، غوره داده چې هم د همهغې صحنې په اړه معلومات ولرﺉ چې لیکی یې او هم په مجموع کې له ګردې کیسې سره دهمدې صحنې د ارتباط په اړه ځان پوه کړﺉ نو چې قلم راواخلی ځان دکرکټرونو پرځای احساس کړﺉ دهغوی د موقعت په څیر فکر وکړﺉ بیا لیکل پیل کړﺉ.
ماخذونه:
۱- ډیوه مجله، لندن،لومړی کال یولسمه ګڼه،۱۹۹۴
۲- لنډې کیسې به څنګه لیکو،ژباړه، پ الف
۳- دنیا الله،بیروت، محفوظ نجیب ،۱۹۷۲
۵- Madison Winifred :What Dialogue can do for your story; 1994

صحنه
دمکالمې په څپرکي کې صحنې ته اشاره وشوه چې کیسه لیکوال ته پکار دي د مکالمې تر لیکلومخکې له صحنې خبراوسي. صحنه هغه مکان، زمان او چاپیریال راښیي چې داستاني عمل پکې ترسره کیږي،داستاني عمل باید دپیښیدو ځای ولري ځکه چې لوستونکي غواړي په هغه ځای کې ذهني حضورپیدا کړي چې کیسه پیښیږي. دکیسو دخوند یو اصلي ټکی همدا بلل کیږي چې له هغه مکانه چې پکې اوسو بل ته مو لیږدوي. دزمان ، مکان اوچاپیریال له څرګندیدا پرته لیکوال د کیسې دنیاګۍ نه شي پنځولی.
په ښو کیسو کې صحنو ته دقت شوی وي، ځکه چې ټولنپوهنه دانسانانو په چاپیریال ټینګار کوي. تکړه کیسه لیکوال د یوې صحنې له انځورولو ځانګړی هدف تعقیبوي صحنه یوازې دصحنې دښایست لپاره نه انځوروي، دوی هڅه کوي چې صحنه یې د خپل تصویري هدف ترڅنګ، دکیسې پرپیښو او کرکټرونو هم خپل اغیزوشیندي.
له لویه سره صحنه درې بنسټیز کارونه ترسره کوي:
۱- دکیسې دکرکټرونو له پاره دچاپیریال خلقول
۲- دکیسې دپیښې دچاپیریال انځورل
۳- دکیسې پرپایلې اغیزشیندل
د نجیب محفوظ د(دنیا الله) یا دخدای دنیا دکیسې په پیل کې لولو:
(( دکاکا ابراهیم له راتګ سره په سکرتریت کې ژوند سترګې وغړولې، ده کړکۍ یوه په بل پسې پرانیستې، دلویې کوټې غولې ته یې په ماړه زړه جارو ونیو، له جارو سره یې شکیدلی سرورو ورو زنګیده، باړخوګان یې داسې ښوریدل لکه غټه مړۍ چې یې په خوله کې وي، له بغورو سره یې دژنې او ټیکونو سپین ویښته هم ښکته پورته کیدل. میزونوته ورتیرشو،صافي یې پرې تیرکړ، دوسیې،قلمدانۍ او په میزونو پراته شیان یې سره سم کړل بیایې شاوخوا سترګې وغړولې،میزونو ته ځیرشو داسې ځیرشو چې ته وا دهغوی شاته څوک ناست دي او دی ورته ګوري.تندی یې وغوړیده، شونډې یې ویړې شوې بیرته یې دټنډې ګونځې سره ورغلې، روان شو او له ځان سره وبوڼیده..))
دغه دفتر لوی دی، دپاکیدو کار یې کاکا ابراهیم ته سپارل شوی چې کار ته یې زړه په تنګیږي او له خلاصیدوسره یې ټنډه غوړیږي. د(( دنیا الله )) دکیسې اصلي مکان همدا دفتر دی. کاکا ابراهیم دهمدې دفتردمامورینومیاشتنۍ تنخوا تښتوي او ددفتر مامورین دهغه په اړه په دفتر کې خبرې کوي. مکان(دفتر) په کرکټرباندې اغیز کړی دی. نور مامورین پیسې لري، میزڅوکۍ لري ،ښه سهارنی چای خوري. دغه هرڅه کاکا ابراهیم چې له کلونو راهیسې دلته یوډول کارکوي غلا ته هڅوي څو ددوی په څیرژوند وکړي. مخته چې داکیسه ولولو کاکا ابراهیم هغه سمندرغاړې ته ځي چې یوه ماموریې یووخت په دفترکې صفت کړی و. له پیله کیسه په سکرتریت کې شروع شوې ده. سکرتریت هغه ځای دی چې مامورین یا یو پیاده پکې په خوښه یا نا خوښه دیوې مړۍ ډوډۍ لپاره کارکوي،دهغه دقوانینو رعایت ته یې لاسونه داسې جګ کړي دي لکه کاکا ابراهیم چې د کیسې په پیل کې کارته زړه نه کیږي خو کوي یې.دکیسې په پای کې بیا هم دغه پیاده دیوه حکومتي سړي په حیث قانون ته دستي غاړه ږدي پرته له دې چې دتیښتې هڅه وکړي یوه پولیس ته ځای په ځای دریږي.
دپورتنۍ بیلګې یو بل خصوصیت دادی چې ماناداره صحنه ده، په دې مفهوم چې حرکات مانا لري. کله چې نجیب محفوظ لیکي(( دکاکا ابراهیم له جاروسره شکیدلی سروروورو زنګیده)) یوازي یې یو انځورمطلب نه دی چې دکارپرمهال دیوه پیاده تصویرزموږ سترګو ته ودروي بلکه عمدا دکار په وخت دغه تصویرانتخاب شوی دی. ورو ورو سرخوځول دا مانا لري چې ودریږه کار به دې کوم یا کله چې څوک دیوه څه په اړه فکرکوي سرخوځوي. دغه دواړه کاره وروسته په کیسه کې دکاکا ابراهیم له غلا سره مانا شیندي.دکرکټر(( باړخوګان داسې خوځیدل لکه غټه مړۍ چې یې په خوله کې وي)) دکاکا ابراهیم په ذهن کې غټه مړۍ دا ده چې دټول دفتر معاش ته یې اړولي دي. دباړخوګانو خوځیدل همداراز کرکټرچاغ ښیي دغه انځور د ارواپوهنې له مخې دکاکا ابراهیم له وروستیو افعالو سره تطابق کوي چې دی دسمندرپرغاړه له یوې نجلۍ سره میلې کوي.(( میزونو ته ځیرشو داسې ځیرشو چې ته وا دهغوی شاته څوک ناست دي او دی ورته ګوري.تندی یې وغوړیده، شونډې یې ویړې شوې بیرته یې دټنډې ګونځې سره ورغلې....)) په دې انځور کې دکاکا ابراهیم د خپګان احساس هغه وخت بیان شوی چې دی دمیزونو شاته څوک ویني خو کله چې احساس کوي هلته څوک نه شته خوشاله کیږي ، دا ځکه چې ده دغلا نیت کړی دی، غل دخلکو پر لیدو خپه کیږي اوکه څوک نه وي خوشالیږي.
دکیسو کره کتونکي وایي،حرکات ګڼ دي هغه یې انځوروﺉ چې ډیر اغیزناک وي او له کیسې سره تړلي وي. د(دنیا الله) په کیسه کې حرکات دکرکټر له روحیاتو سره متناسب انتخاب شوي دي.کله چې کاکا ابراهیم جارو کوي ډیر حرکات اجراکوي، لاس یې خوځي، پښې یې وړاندې وروسته کیږي، اوږې یې ښوري،ملا یې ممکن کړوپه نیولې وي، ممکن نیغ ولاړ وي....داسې نورحرکات هم تصورولای شو خو لیکوال هغه انتخابوي چې دکیسې برخه وي.
په وطني کیسو کې ښایي ډیرځای له داسې حرکاتو سره مخامخ شو چې احساس ونه لري، مثلا لیکو، ګلدین ګلاب الدین ته وکتل او ورته ویې ویل(( خوست ته نه ځې؟))
ګلاب الدین خپلې پښې چې مخکې یې هم غځولې وې ورټولې کړې او ځواب یې ورکړ(( نه زه جلال اباد ته ځم)).
په دې بیلګې کې دکتلو او پښو ټولولو حرکات اضافي دي ځکه، کله چې خبرې کوو هسې هم یوه بل ته ګورو اما که چیرته ولیکو( سترګې یې پرې راوایستې او ویې ویل:خوست ته نه ځې) دلته بیا جمله دقهر مانا شیندي. دګلاب الدین په ځواب کې هم دپښو ټولول په پورتنۍ بیلګې کې بې مفهومه کار دی که یې چیرته مخکې پښې نه وای غځیدلې نود پښو ټولول له افغاني دود سره سم بیا د احترام مانا ورکوي.دخبرواترو پرمهال انسانان ډیر حرکات اجرا کوي. کیسه لیکوال ته پکار دي هغه حرکت دضرورت په وخت انتخاب کړي چې دکیسې له موضوع سره سم د کرکټر په راپیژندلو کې مرستندویه وي. په دې حساب په یوې صحنې کې دیوه حال بیان، مانا داره حرکت ته اړتیا پیدا کوي .کره کتونکي څرګندوي چې په مکالمو کې ډیر ماناداره حرکات ښه نه دي ، کیدای شي چې د یوې ممکالمې په سر او پای کې بسنه پرې وکړو او غوره داده چې دکیسې له پرمختګ سره له بیلا بیلو حرکاتو کار واخیستل شي، داسې حرکات انتخاب شي چې د اتلانو له روحیاتو سره سم وي.
دمکالمو ترمنځ صحنې هم پکار دي چې له موضوع سره ډیرې تړلې وي، داسې نه وي چې یاد کړي څه که له کیسې لرې کړو نه به مو څه ترې کم کړي وي او نه به مو څه پرې زیات کړي وي. زموږ یو شمیر وطني کیسې له دغسې صحنو ډکې دي کرکټر به بازار ته لیږي او بیا به د بازار په اړه معلومات راکوي حال دا چې بازار به مو د کیسې له موضوع سره ارتباط نه لري. د(دنیاالله)په کیسه کې لولو: ((د (ابوقیر) وضع بدله شوه،سیلانیان ډله ډله ورمات شول او د کاکا ابراهیم چرت خراب و،خواشینی و پرته له څه پریکړې د(اسکندرې) خواته رهي شو..)) دلته نجیب محفوظ دکیسې اصلي کرکټراسکندرې ته نه لیږي، په کیسه کې شرایط داسې راولي چې کرکټرغیرارادي پریکړه کوي،په کاکا ابراهیم پسې خلک ګرځي ،معشوقه ترې ځي او پیژندویه سړی په ابوقیرکې ویني نوویره او غم یې سفرته هڅوي،بل لورته په کیسه کې مخکې تردې پیښې د کاکا ابراهیم معشوقه له ده غواړي چې اسکندرې ته ولاړه شي خو دی یې راګرځوي. دغه یاد په خپله بل دلیل دی چې اصلي کرکټرپه کیسه کې داسکندرې ښارانتخابوي.
نجیب محفوظ په یوې بلې کیسې (تشې قهوه خانې) کې یوه صحنه له بلې سره تشبیه کوي اوپه دې ډول دمشبه او مشبه به صحنو اغیز په کرکټر او دکیسې په پای باندې څرګندوي. دکیسې اتل( محمد رشیدي) نومیږي.نوي کلن دی. د خپلې میرمنې(زاهیه) له مړینې سمدستي وروسته دزوی په غوښتنه دهغه کورته لیږدي او دسخت یوازیتوب احساس کوي.زوی او نږور یې کارته ځي.بوډا(( د کړکۍ خواته ګام واخیست،لاندې یې لوی باغ ته پام شو، شاوخوا ترې لوړې مربع ډوله ودانۍ راچاپیره شوې وې، یومخ داسې احساس یې وکړ لکه دخپل کور له کړکۍ چې یې لوی جومات ته کتل. یخ نرم شمال یې پرمخ ښه ولګید.چوپتیا ته چورت یووړ، ارامي یوازیتوب ورپه زړه کړ.هغه وخت چې انګریزانو قاهره ونیوله، ده یو ورک اس کورته راووست.پلار یې وویریده او ده ته یې لښتې ونیولې.ده په شپه شپه اس دسویز خلیج لور ته وشاړه او هوري یې پریښود.په قاهره کې سخته ویره وه.د کوچ خواته ورغی ترې لاندې کوچنۍ پیشو پرته وه.تکه سپینه او وړیینه پیشو وه ،پرسریې یو تورخال و.خړبخونو سترګو ته یې ځیرشو.(زاهیې)به هروخت پیشوګانې نازولې.پیشو غبرګې سترګې ورته نیولې وې،د کوچ شاوخوا راتاویده،دده مینه پرې راغله ،پسې راتاو شو او دپیشو پرملا یې لاس تیرکړ...)).په دې صحنې کې لیکوال له حاله ماضي ته تللی،له ماضي یې یو اس رااخیستی او له حاله یوه پیشو.اس بې کوره اوره دی، لکه دی.پیشوبیا سرپناه لري، لکه دی، خو خپل جنس نه لري. په کیسه کې د میرمنې دفاتحې په مراسمو کې لولو(( دبوډا له ملګرو څوک ژوندي پاتې نه ول)). په پورتنۍ صحنې کې په مربع ډوله لوړو ودانیو کې راګیرباغ هم همدغه بوډا دی چې زړه یې په تنګ دی اما کله چې د خپل پخواني کور احساس کوي یخ نرم شمال یې پرمخ ښه لګیږي.هغه وخت دی یوازې نه و او ترهغه ورمخکې وخت چې پلار یې ژوندی و، ده به بل بې کوره(اس) په کورکاوه. دبې کوره اس په کورکولو ته پلاردی نه پریږدي او د پیشو ناز ته یې په کیسه کې وړاندې لمسی نه پریږدي.لمسی دهمدې پیشوپرسر بوډا ټیله کوي،دی پرځي او دکیسې په پای کې لولو((دبوډا سترګې توریږي... د پیشوګانو میو میو لوړیږي.ټول ژاړي،ان ماشومان چیغې وهي....لږوخت وروسته یې په درانه خوب سترګې پټیږي)).
دکیسو تخنیک دصحنوپه برخه کې څرګندوي:
لومړی:لوی شیان انځورکړﺉ،پورته په صحنه کې لومړی بوډا لوی باغ ویني .
دوهم : واړه شیان باید انځورشي، بوډا له باغه وروسته ودانیو ته فکرکیږي.
دریم: هغه شیان انځور کړﺉ چې دکرکټر خوښ وي، بوډاخپل پخوانی کور وریادوي، میرمنه وریادیږي ځکه چې دیوازیتوب احساس کوي او له لاسه تللی اس ورپه زړه کیږي.د اس له یاده وروسته یوه معترضه غوندې جمله راځي(په قاهره کې سخته ویره وه) تردې څوجملې مخکې هم قاهره یاده شوې ده . دانګریزانو داشغال په کلونو کې دمصر ډیرې سیمې ناکرارې وې، نو بیا ولې قاهره؟ دا ځکه چې دنجیب محفوظ په څیر سترلیکوال هرې کلمې ته دقت کوي، او( قاهره) د هرشي دپیل مانا ورکوي،یعني داسې هم ویلای شو چې اس د کیسې داتل(محمد رشیدي) پیدا شوی ملګری و خو پلار پرې ودراوه او دده یوازیتوب هغه وخت لا شروع شوی و چې بیا دکیسې په حساب د (زاهیه) موجودیت له ده دیوازیتوب احساس ورک کړی و.
دغه اصول طبیعي خبره ده چې له یوه ځایه بل ته دکیسې له پیښو سره سم توپیر لري. کره کتونکي د واړه ځای په اړه وایي چې لومړی یې مساحت ته پام وکړﺉ چې پراخ دی، سورور دی ، نری دی، ګردی دی...بیا دکوټې رنګونو ته پام وکړﺉ ورپسې فرش ته ، لوښوته،کړکیو ته...البته دکیسو ناقدان دا هم وایي که مو چیرته په یوې صحنې کې ځانګړی شی هدف و بیا نو وار له واره هغه ته ځیریږﺉ. پردې لارښوونو کره کتونکي دا زیاتوي چې هغه ځای انځوروﺉ چې ورسره اشنا یاست.په افغانستان کې دشوروي ځواکونو دحضور په کلونو کې یوشمیر خلک له کابله ولایتونو ته نه شوای تلای نو په ځینوکیسو کې لیکوالو کلي او مجاهدین انځورکړي دي. ددې لپاره چې دوامداره جګړې سیمې بدلوي، پخواني استوګن بې ځایه کوي، تیرمشران ډیرکله بې واکه کوي او دې ته ورته نور تغییرات رامنځته کوي نوښایي ځینې لوستونکي ددغو کیسو چاپیریال دقیق ونه مومي او کیسه په غور ونه لولي. پورې خوا په پیښور کې بیا عجیبه ده په ښاري چاپیریال کې کیسه نه ده لیکل شوې او یا دهمدغه شوروي ځواکونو دموجودیت په کلونو کې دومره لږ لیکل شوې دي چې دنشت برابر دي. دهمدغه اصل پربنسټ کره کتونکي لارښوونه کوي چې دخپلو کیسو لپاره داسې مکان انتخابوﺉ چې پکې بلد یاست، په دې برخه کې فانتازي او فانتازي ته ورته کیسې چې په خیالي چاپیریال کې انځوریږي شاملې نه دي. ځیني لیکوال له خپل محیطه دباندې کیسه لیکي ښایي خپله سیمه به ښه نه ورته ښکاري خو دغه لید دهغې خبرې تصدیق کوي چې دګاونډي لور خوړجنه ده. دنوبل دجایزې وړنکي عرب لیکوال محفوظ تقریبا دخپلو ټولو کیسو مکان قاهره غوره کړی دی هغه ځای چې پکې وزیږید،سترشو،زده کړه یې وکړه،کاریې وکړ او ساه یې پکې وخته.
دکیسې کره کتونکي وړاندیزکوي چې کله مو مکان غوره کړ بیا له خپلو پنځو سرو حواسو کار واخلی ځکه دا مهمه ده چې په دغه ځانګړي مکان کې څه احساسوﺉ، دخوښی که غم ؟ بیا همدغه احساس خپل اتل ته انتقال کړﺉ.
لکه مخکې چې وویل شول دچاپیریال اغیز په کرکټرباندې جوت وي نو د کره کتونکو له لارښونو سره سم کیسه لیکوال ته پکار دي چې دکیسې لپاره انتخاب شوې سیمې ته وګوري، هلته رڼا شته، بریښنا شته، دکلي غوندې چوپتیا ده که دښارغوندې شور، دغرنۍ سیمې غوندې ژغ راغبرګیږي که د مست سیند ترڅنګ ژغ سم نه اوریدل کیږي...په دغې سیمې کې د پیښور د قصه خانۍ شاته د وریځو دمنډیي غوندې د مسالې(مصالحه) بوی ځي که د ننګرهار له درونټې سره دکبانو سوړ بوی. دذایقې حس هم له یوه مکانه بل ته فرق لري په پیښور کې چې هوا ګرمه وي او پشکال وي نو سړو خوړو ته دچا زړه کیږي او دکابل په ژمي کې توتو او چارمغزوته زړه سولیږي.
له پنځه ګونو حواسو سره سم دمناسب مکان انتخاب کیسه غښتلې کوي. ځیني مکانونه په خپله یوه مانا لري. په کندز کې زموږ له کوڅې یوه تنګه لاره بلې کوڅې ته وتلې وه او ددغې پس کوچې په منځ کې متروکې کوټې وې ، کله چې به هلته په کوچینوالې تیریدم ،سترګې به مې پټولې او منډې کولې به مې . دغسې زاړه متروک ځایونه د ویرې فضا خلقوي ،اوسنۍ کنډوالۍ دماین دالوتو امکانات زیاتوي، ګلونه بیا دمینې فضا پنځوي، خو ځیني کره کتونکي وړاندیزکوي چې په کیسو کې ډیر کله تضاد کیسه غښتلې کوي،مثلا په اروپا کې چادري پرسرول او په اوسني کابل کې مینیژوب اغوستل. دمناسب مکان انتخاب همداراز له لوستونکي سره مرسته کوي چې خاص زمان ته یې ورولي، که چیرته دکیسې په یوې صحنې کې دکرکټرژبه وچه وچه کیږي، دوروستو غوښو بوی ځي، ارامه ارامي وي، شاوخوا هیڅوک نه ښکاري،هرلورته دخاوروګونۍ پرتې وي، چې لاس وروړي خاورې نه وي شګې وي ،شاته یې داسې غژ غژ تر غوږ کیږي لکه څوک چې پر سینه کرښیږي.. که لیکوال دغسې سیمه انځور کړي او ووایي دکابل (کارته چهار)ده نو ښایي ډیرو هغو افغانانو ته دنویمې میلادي لسیزې دکابل دجګړو یوه غلې شیبه ورپه زړه شي چې دا صحنه یې په خپله لیدلې وې یا یې په اړه اوریدلې وي. دکیسې له محتوا سره سم له حواسو کار اخیستل پیښې غښتلې کوي ځکه لوی لیکوال باران هسې نه وروي، هوا هسې نه تیاره کوي او لمر هم هسې نه بریښوي.
البته هوا له یوې سیمې بلې ته دطبیعت له مخې فرق کوي. یوه ورځ مې د اوړي په وروستیو کې د بریتانیا په سکای تلویزیون کې دهوا پیژندنې رپوټ لید ویاند دجنوبي اسیا پر نقشې ورغی په پاکستان باندې یې لاس تیر کړ او ویې ویل ، دلته نو نن په زړه پورې لمرینه ورځ ده. ما ته خندا راغله ویل مې هلته به خلک وایي اووف بیا پشکال شو. همداراز مې په لندن کې په یاد دي درس مې وایه استاد پوښتنه وکړه چې کوم فصل دې خوښ دی ما ورته بې درنګه وویل، پسرلی د ټولګي نورو منی خوښ کړ څو تنو بیا د اوړي ستاینه وکړه ځکه چې په لندن کې پسرلی اسمان ډیر وریځ وي زړه ورته په تنګیږي او منی د ونو پاڼي رنګ بدلوي نوډیررنګین وي ، بیدل په شعر کې خزان ستایي خو بیا یې هم خزاني شایست نه پرې لوریږي له بهار سره یې تشبیه کوي:
شکست رنګ را هم اعتبار است خزان درموسم خود نوبهاراست
په وطن کې بیا په مني خلک دژمي غم خوري، بادونه وي، خاوري وي ځکه یې ډير نه خوښوي او ددې لپاره چې بارانونه لږ لرو نو پسرلی مو خوخیښږي هغه وخت چې ونې او بوټي شنه کیږي اما په تقریبا دولس میاشتې زرغونې اروپا کې به د شنو څه خوند وي که پسرلی شي.
په انسانانوباندې دهوا تراغیز پورې ماته دکوچینوالې یوه کیسه رایادیږي( ژمی و،څپک څپک واوره وریده.په دالانه کې دوره خواته ناست وم.اناچارمغزراکړي وو له ځان سره مې لوبې کولې،اړخ ته مې پام شو،ورخلاص شو او پرده پورته شوه.یوه ښځه کورته راننوته،تورغټ پوړنی یې پرسرو،سترګو یې سرې حلقې وهلې وې،په وره کې ودریده. مامنډه کړه مورته مې وویل او هغې له راغلې میلمنې سره روغبړ وکړ.پوه شوم چې پیژندویه ده.دا د دشت ارچي له ولسوالۍ راغلې وه یو زوی یې د قتل په تور بندي و اودخپل زوی په دوسیې پسې ګرځیده،غریبه وه. داوسیدو ځای یې نه و.زموږ په کورکې به یې شپې کولې.دشپې، ابۍ د خپلې لوردمرګ کیسه راواخیسته دغه کیسه یې ورو ورو تیروله سترګوته به یې پلو ونیو،نه یې ژړل ویل یې سترګې مې خوږیږي خو مور مې ورسره ویش واخ کاوه او کیسې ته یې غوږ نیولی و.ابۍ ویل، زړه ته مې نه لویدل چې دلورساه مې دې ختلې وي. دغه وسواس مې په زړه تیریده راتیریده چې سړي ژوندۍ په ګورکړې نه وي .راپورته شوم.په تپه تیاره کې هدیرې ته ولاړم دلورقبرمې وپلټه ،کفن مې له مخې لرې کړ،په زړه مې لاس کیښود نه خوځیده بیرته مې خاورې پرې واړولې...)دغه کیسه له هغو کیسو ده چې زه یې په ماشوموالې ډیر ویرولی یم. په لویینې مې فکر پرې کړی چې څومره به ابۍ رښتیا ویلي وي او څومره به یې دغم کیسه ددې لپاره کړې وي چې زما دمور خواخوږي جذب کړي.په دې کیسه کې لومړی ځل دژمې سړې ورځې زما پرروحیاتو اغیزکړی و.په وطن کې په ژمي خلک نه ګرځي نو تر اوړي یې سام او وام ډيروي.په اوړي شنې ونې،شنه بوټي اودخلکو ګڼه ګوڼه هرڅه انسانانوته ډاډ ورکوي. دابۍ دکیسې دوهمه برخه دشپې ده.شپه دویرې وخت دی.دانسان په لاشعور کې له شپې ویره شته.همدغه علت دی چې دډار اوویرې پیښې په کیسوکې ډیرکله دشپې انځوریږي.که چیرته دقتل یوه صحنه په فلم کې ګورو نو تر ورځې دشپې ویروونکې وي.دورځې بیا دقتل دصحنو اغیزهغه وخت ښایي زیات وي چې څوک نه وي.
دکیسې په کرکټرباندې دچاپیریال اغیز کیسه سره پیي او څومره چې یوه کیسه کلمات سره تړي هغومره یې صحنه او دکیسې نورعناصر سره تړي.
ماخذونه:
۱- دنیا الله ـ بیروت، نجیب محفوظ، ۱۹۷۲
۲- تطور الروایة العربیة في مصر، دکتور عبدالمحسن بدر،قاهرة ۱۹۸۰
عنوان
کله چې څوک د یوې کیسې یا مقالې د سرلیک خبره کوي ماته د خپل پلار خبره رایاده شي . یو وخت یې څه لیکل، چا ترې وپوښتل ، پسرلی صاحب د لیکنې عنوان دې څه دی؟ ده ورته وویل، زما چې کله اولاد پیدا شوی بیا مې نوم پرې ایښی کله مې هم وار له مخه نوم نه دی ورته انتخاب کړی.
زما پلار داکار کوي خو خپلو کیسو ، ناولونو، نظمونو او کتابونه ته چې کله نوم ټاکي بیا دقت ورته کوي ځکه یې ښایي یوه وړه مقاله هم له خپلو زامنو سره تشبیه کوله.
د نړۍ له یو شمیر پیژندل شویو کیسه لیکوالو چې کله د عنوان په برخه کې پوښتنه شوې ده، څرګنده شوې ده چې ځینو په ډیر دقت خپلو اثارو ته عنوانونه غوره کړي دي. داسې لیکوال هم شته چې ناشرانو سرلیک ورته انتخاب کړی دی. په هغو هیوادو کې چې د چاپ په چارو بندیزونه نه دې لګول شوي، د ځینو په اند هغه عناوین چې له خپرندویه ټولنو سره په مشوره لیکوالو ایښي، ډير جذاب دي .خپرندویه ټولنې دې ته ډیر پام کوي چې کوم عنوان کتاب ښه خرڅیږي. امریکایي لیکوال همینګوې د (( سن السو رایزس یا لمر هم راخیژي)) ناول سرلیک په نولس سوه شپږ ویشتم کال کې د خپرندیه ټولنې په سلا کیښود، دغه زړه راښکونکی عنوان(سن السو رایزس) په بریتانیا کې د(( فسټا. اې ناول )) په نامه چاپ شوی دی، دا هغه عنوان دی چې همینګوی ورته انتخاب کړی وخو کله چې همینګوې ته د نوبل جایزه ورکول کیده دغه ناول یې د( سن السو رایزس) په نامه معرفي شو.اوس په همدې نوم معروف دی.
یوشمیر کره کتونکي عنوان ته خورا اهمیت ورکوي. په دې ټینګار کوي چې عناوین د کیسو جزء دي باید د بازار متاع نه شي ، ځیني بیا عنوان ته په دې سترګه ګوري چې لوستونکی دکیسې تل ته وروکاږي.
لنډې کیسې به څنګه لیکو ،ژباړل شوی کتاب چې کله خپور شو ماله یو شمیر دوستانو او پیژندیو چې کیسې یې نه لیکلې او کیسې یې خوښولې واوریدل، دا کتاب به چیرته پیدا کړو چې دکیسو لیکلو چل ترې زده کړو.هر چا چې دغه پوښتنه له ما کړې، په زړه کې راتیرشوي دي چې والله ښه بازاري عنوان دې ورته پیدا کړی دی. بازاري عناوین هم ګټور وي.
په وطن کې ګڼ لیکوال د خپلو کیسو یو نوم په خپل اثر ږدي دا هم ښه کار دی ځکه له ګڼو سرلیکونو یو انتخابیږي خو لکه چې ډیر تکرار شو.
په ورستیو کې زما د( قاریانو) په نوم لنډکۍ کیسه په داستانونه انټرنټ پاڼه کې خپره شوه. دو ملګرو ددې کیسې په اړه خپل نظر راسره شریک کړ ،یوه یې وویل، ښه کیسه ده خو سرلیک یې مشرقاري او کشر قاري کیږده. ما سر ورسره وغوځاوه خبره منطقي وه ،کیسه ددوو ړندو وه، د مشر او کشر صفاتو وضاحت پیدا کاوه. بل ملګري مشوره راکړه چې، سترګه ښه عنوان دی، دغه (سترګه) مې وار له واره په زړه ولګیده ځکه چې لنډ عنوان و.دقاریانو کیسه په خپله دوه سوه دوه دیرش کلمې ده نو لوی عنوان لکه کوچني طالب ته چې دیره واله لونګۍ ورپرسر کړې، ښه نه شو راته ښکاره. دهغو کره کتونکو خبره هم رایاده شوه چې وړاندیز کوي ،عناوین دي تر اوو کلمو زیات نه وي.( مشرقاري او کشرقاري) پنځه کلمې وې خو بیا هم دغې لارښوونې پښه نیولی کړم. دسترګې په کلمې کې له لنډیزه پرته د ټولې کیسې له پیغام سره ما عجیبه هم آهنګي احساس کړه. کیسه په حقیقت کې د نابینا انسانانو پر ژوند نه ده لیکل شوې، ددوو هغو انسانانو پرژوند لیکل شوې ده چې دیوه زړه نړۍ ویني او دبل د زړه سترګې ړندې دي، نو د سترګې سرلیک تر خپل عنوان(( قاریانو)) غوره راته ښکاره شو.
ما خپلو لیکلو کیسو ته کله هم وار له مخه عنوان نه دی انتخاب کړی یو څو داسې کیسې لرم چې لیکلي مې دي او تراوسه لا نوم نه لري. دچاپ شوي ناول(( اوبو وړي)) عنوان مې هغه وخت چې چاپاوه ناڅاپه ذهن ته راغی او خوښ مې شو، ښایي دهغه دخوښیدو علت هم دا وي چې د ناول داصلي کرکټر ګلدین له هڅو سره سرخوري، په افغانانو سیل ګډ شوی، ګلدین هر لور ته لاس اچوي، لکه اوبو وړی نه تکیه کیږي.
تر مکان پورې د عنوان انتخاب هم کله خوندوریږي لکه د استاد شپون (( دبنګي غاړه)) چې زه یې خان اباد ته بیولی یم . په نړیوالو مشهور اثارو کې د عرب لیکوال نجیب محفوظ ناول(( بین القصرین )) په قاهره کې دیوې سیمې نوم دی، بل ناول یې(( قصرالشوق)) نومیږي دا هم دیوې مېنې نوم دی.نجیب محفوظ دخپلو ګڼو ادبي اثارو لپاره په مصرکې دسیمو او مېنو نومونه غوره کړي دي:
(القاهرة الجدیدة) ناول، دمېنې نوم
(السکریة)ناول، دمېنې نوم
(میرامار)ناول،دیوه هوټل نوم
(الکرنک) ناول،دسیمې نوم
(قشتمر) ناول، دقهوه خانې نوم
دنجیب محفوظ دځینو ادبي اثارو نومونه لږاوږده دي لکه:
(خمارة القط الاسود) دتورې پیشو دمیکدې شرابي
( الباقي من الزمن الساعة) یوساعت پاتې دی
(رایت فیما یری النایم)هغه مې لیدلي چې ویده یې ویني
د نسبتا اوږدو عناوینو ترڅنګ د نجیب محفوظ دځینو ټولګو سرلیکونه لنډ دي:
( السراب) سراب
( الطریق) لار
( الشحاذ) سوالګر
( الجریمة) جنایت
(السکریة) مستي
(المرایا) هندارې
د وطني خال خال کیسوعنوانونه مو ګونګ وي، له دې خبرې سره ځیني ستر لیکوال چې پر عنوان غږیدلي، لکه سامرست موام جوړ نه دي. ښاغلی موام وایي د یوه ښه سرلیک، ښه خاصیت دا دی چې څوک پرې پوه شي. کره کتونکی( واکر پرسي) بیا وایي که سرلیک ګونګ وي یا واضح هغه یې خپل کار دی مهمه دا ده چې لوستونکی وغولوي.
د نجیب محفوظ د ناولونو ځیني عناوین ښایي یوه افغان ته ددې لپاره خوند ورکړي چې له مصریانو او په مجموع کې له عربو سره په ځینو شیانو کې نژدې یوو. نجیب محفوظ په یوه ناول کې د مینې کیسه کوي، ددې کتاب نوم دی(( الحب تحت المطر)) (تر باران لاندې مینه)، د اروپا په ګڼو هیوادوکې ښایي دغه عنوان خوندور نه وي ځکه چې ډیر باران اوري، نو باران هغه ځانګړنه نه لري، چې په مصر او یا افغانستان کې یې خپله کړې ده. د نجیب محفوظ یو بل ناول (( اللص والکلاب)) نومیږي یعني (غل او سپي) دغه نوم د یوه افغان سترګو ته وار له واره ښایي کلی ودروي چې سپي مو پکې دغله غدوی مخه نیسي.دیوه بل اثر نوم یې دی((السمان والخریف)) یعني منی او کرک، که چا په مني کې کرکان نیولي وي یا له دې خبروي نو بیا یې خوند زیاتیږي.
کله نا کله د کیسې عنوان موږ ته بې خونده ښکاري یا کلتوري توپیر د عنوان خوند کموي همدغه ده چې د ژباړې پر وخت ژباړونکي اړیږي چې سرلیک بدل کړي.
د نړۍ ځینو مشهورو لیکوالو عنوانونو ته پاملرنه ډیره کړې ده. همینګوی وایي(دهرې کیسې له لیکلو وروسته د سرلیکونو یو فهرست تیاروم، کله ناکله دغه عناوین تر سلو اوړي بیا نو یویو سرلیک ګورم چې کوم یو راته سم ښکاره شو هغه انتخابوم).
دعنوان تر اهمیت پورې په وروستیو کې زما یوه تجربه داده چې ایمل پسرلي د ((اختیار)) په نوم یوه کیسه راته ایمیل کړه. کیسه داسې ده چې یوسړی فیزیوتراپي کوي،نرسه لارښوونې ورته کوي چې خوځې به نه، دی دخپلو لاسونو ګوتې تیرې بیرې کوي،انا ورپه زړه کیږي،هغې ورته ویلي دي چې ګوتې تیرې وبیرې کوه مه بیا دې خدای مکړه پلارومور مري. کله چې لاسونه سره موټي کوي دپلار نصیحت ورپه زړه کیږي چې ورته ویلي یې ول، دلوچکانو غوندې سوکان پورته مه غورځوه. سریې خارښ کوي ، ګیروي یې دخور خبره وریادیږي چې ورته ویلي یې ول،په همدې ویښتو به څوک درته غواړو که پک شوې سپۍ څوک نه درکوي .نرسه بیا ورته وایي چې ډیر مه خوځه. دکیسې کرکټرچې کله بیر څښي دمور خبره وریادیږي چې شراب مه خوره هډ دې حرامیږي.دشنه چای څښلو پروخت کرکټر ته دتره خبره وریادیږي چې ترشنه تورچای ښه دی. دپلارومور دخبرې دنه منلو پروخت دمشر ورورخبره وریادیږي چې ملایکې دې له اوږو پورته کیږي،دملا د قبر دعذاب خبره وریادیږي او په پای کې ډاکټردهغې فورمې دلاسلیکولو غوښتنه ترې کوي چې له مرګه وروسته دوجود دغړیو اجازه نورو ته سپاري..)).دا کیسه چې ما ولوسته ،ایمل جان ته مې وویل، دیوډول طنز احساس مې وکړ. ده راته وویل چې ما کیسه پردې لیکلې چې انسان دځان اختیار نه لري. دوهم ځل مي کیسه ولوسته او دغه شی مې پکې احساس کړ. ایمل جان دکیسې عنوان بدل کړ او د(اختیار) پرځای یې (واک) نوم ورکړ. دغه دواک کلمه کیسه له طنزه باسي. دواک کلمه جدي ده. ورسره واکمن لرو چې سیاسي اړخ ته مو ذهن بیایي.دغه جدیت په (اختیار) کې نه شته ځکه چې هغه کلمه سیاسي شوې نه ده.ښایي دغه عنوان(واک) کیسه په لومړي نظر له طنزه راوباسي.
دګڼو کره کتونکو په وینا، ښه عنوان هغه دی چې هم لفظي ښکلا ولري هم معنوي او د کیسې له محتوا پردی نه وي.
نوټ:
ویلیم سامرست موام: انګریز ناول لیکونکی ـ۱۸۷۴-۱۹۶۵
ارنست کراستوفر دوسن: انګریز لیکوال-۱۸۶۷ -۱۹۰۰
ارنست میلر همینګوې: امریکایی کیسه لیکوال-۱۸۹۹ -۱۹۶۱
والکر پرسي: امریکایی لیکوال: ۱۹۹۰-۱۹۱۶
پیښه څرنګه لیکل شوې ده
د الجیش په کوڅه کې په ټیلفون په لوړ ژغ ژغیده ،غوښتل یې چې په شور اوزوږکې ځان په خبره پوه کړي ،سر یې دوکان ته ورننویستی وچې له غالمغاله تروسه غوږونه پناه کړي ،په دې خبره یې غوږۍ کیښوده(( صبروکړه دادی دستي درغلمه)) دوکاندار ته یې د ټیلفون او هالیوود سګریټو پیسې ورکړې ، دمیزله سره یې دسګریټو ډبی ورواخیست ، په پياده رو وروڅرخیده او دواټ خواته رهي شو.شاوخوا شپیته کلن به و ، جګ نری سړی و،بوک تندی ،کلوله کلوله سترګې اوګردۍ ژنه یې وه، په ککری یې تار تار سپین ویښته و همهغسې سپین لکه درابوټیدلې ږیرې ویښته یې . له رنګه او کړوبې فکره غوندې سړی و عمریې هم خوړلی و خو له تیزوتیزو سترګو زنده دله ښکاریده ، سګریټ یې بل کړ، ژوره ساه یې وایسته ،سړک ته یې نه کتل ځان ته ځیرو ،شي لورته وګرځیده ........
دا د نجیب محفوظ د ( حادثه ) یا( پیښه) په نوم د لنډې کیسې پیل دی .دکرکټردمعرفي په برخه کې دې موضوع ته اشاره وشوه او ویل شول چې د شلمې پیړۍ په پیل کې به ګڼو مصري کیسه لیکوالو د کرکټر صفات یوځای بیانول او بیا وروسته نجیب محفوظ دهغوی په څیر کرکټر خپل لوستونکي ته نه ورپیژانده. په یو شمیر ادبي غونډو کې ما له ځینو دوستانو اوریدلي دي چې اوس کیسې بدلې شوې دي دکرکټر هغه پخوانۍ معرفي څوک نه کوي چې څیره یې مفصلا را وپیژني ، که د حادثې کیسې ته ځیر شو داسې څوک چې لیکوال یې نوم نه اخلي عمر یې راښي چې شپیته کلن به وي ، ونه یې ، ویښته یې ، ږیره یې ، سترګې یې ، تندی یې ....نودا نسبتا په تفصیل معرفي د څه لپاره؟
ددې خبرې ځواب د ښاغلي محفوظ په کیسه کې مومو چې تر پایه یې ولولو . دکیسې دغه بې نومه کرکټر موټر وهي، روغتون ته یې پولیس انتقالوي ، جیبونه یې توشپي دمړي دجیب له کاغذوسره دومره پوهیږي چې سړی ددولت مامور دی .بیا د روغتون مسوولان د پولیسو له افسر سره په ډیرې بې تفاوتۍ ژغیږي. دغه د ژوندیو مکالمې دیوه ناپیژندویه مړي په ارتباط هغه څه دي چې کیدای شي لوستونکی یې درک کړي چې څرنګه انسان په ځان پورې خاندې. دکیسې یو کرکټر(پولیس) ښکاره په ځان پورې ملنډې وهي. په کیسه کې چې کله د ناپیژندویه مړي جیبونه پلټي نو نسخه پیدا کوي ((پولیس ددواوو په نومونو سترګې تیرې کړې ورپام یې شول چې دنسخې شاته هم څه لیکل شوي دي ویې کتل چې دالکحولي موادو دڅښاک او دغوړو اوهګیودخوراک ممانعت شوی او لیکل شوي دي له چای، کافي او چاکلیټه پرهیز غوره دی. ضابط په زړه کې وخندل.هوبهو پرهیز ډاکټر ده ته هم ورکړی دی)).
مخکې مې اشاره وکړه چې ددغې کیسې پیل ممکن دځینو هغوارشاداتو له مخې چې ځینې دوستان یې کوي ناسم وي خو خبره دغسې نه ده ناقدان وایي ، لنډه کیسه له سرلیکه تر پایه ټوله سره تړلې ده. هره برخه یې دبلې ځواب وایي .نو دپیښې دکیسې په سر کې د کرکټر نوم ولې نه دی اخیستل شوی؟
دا ځکه چې هغه په پای کې هم بې هویته دی .
لیکوال مو څرنګه بیا په پیل کې د کرکټر له څیرې دقیق خبروي ؟
الف- داځکه چې ډیر ناپیژندویه کرکټر مو هم په دې ډول کیسو کې ممکن خوښ نه شي ، د هغه چا مړینه پر موږډیر اغیز کوي چې ډیر یې پیژنو ، که یې هیڅ نه پیژنو بیا مو ممکن خوا پرې بده نه شي . که ووایو یو افغان په لندن کې موټر وواهه خوابدې کیږو خو که ووایو یو فلیپینی موټر وواهه ترهغو يې ښايي په قصه کې نه شو چې ویې نه ګورو یا یې ونه پیژنو.
ب- نجیب محفوظ دکرکټر هغه صفات موږ ته راښي چې له ټولې کیسې سره ارتباط لري :
۱- سګریټ څکوي ، هالوود سګریټ د مصریانو په وینا وایم چې ارزان بیه سګریټ دي ، دکرکټر اقتصاد ښه نه دی .
۲- ږیره یې رسیدلې ، مرتب سړی نه دی
۳- جګ نری سړی دی ، هغه کسان چې روحا نا کراره وي هغه چاغ نه وي ، سعدي وایي ، ادمي فربه شود از راه ګوش .
۴- سړک ته یې نه کتل دځان په فکر کې و ، دبې فکره دموټر وهلو چانس ډیر وي
۵- بې خاره ښکاریده ، کله چې دکیسې په پای کې د دې سړي له جیبه پولیس لیک راباسي ، هغه خط چې دی یې غواړي بل چا ته واستوي په هغه کې دده روحیات داسې انځور شوي دي چې بې پروا غوندې دی ، یعني دکیسې په پیل کې چې کرکټر ته کوم خارجي ، داخلي او یا اجتماعي صفات ورکوو هغه باید دکیسې ترپایه دکرکټر له افعالو او اعمالو سره متناسب وي ، کنه اضافي دی.له ضرورته پرته صفت په کیسه داسې باریږي لکه په کلاسیک شعر کې هغه کلمه چې وزن ماتوي .
لوستونکی غواړي چې کیسه یې له یوه ځایه بل ځای ته بوځي او دقیقا یې یوې سیمې ته لاس نیولی ورورلي ، نجیب محفوظ مو د کیسې په لومړۍ جملې کې د پیښې له ځای سره اشنا کوي ، لیکي ( دالجیش په کوڅه کې ) د پیښې ځای ښايي په ځينو مواردو کې ډیر مهم وي خصوصا د ترافیکي پیښې پرمهال چې الجیش کوڅې ته نژدې پیښه شوې ده .
محسوس سخت ټکرونه لکه ، غلاوې ، وژنې او ترافیکي پیښې په مشخص مکان کې ډیر لوستونکي یا اوریدونکي جذبولای شي ، که چیرته ووایو ، په کابل کې موټر ټکر وکړ ، ښايي د پیښې اوریدو ته مخاطب ډیر زړه ښه نه کړي که ورته ووایو ، موټر په خوشال مېنه کې ټکر شو ، غالبا غبرګون به دا وي چې څه وخت ؟
زمان بل اصل دی چې پیښې ته قوت بخښي . د پیښې د کیسې په پیل کې بازار دی ګڼه ګوڼه ده داسې ښکارې چې ورځ وي .
که چیرته زمان ډیر مهم وي نو څرنګه دقیق په پیل کې نه دی څرګند شوی ؟
ددې سوال ځواب ممکن دا وي چې هر څه په خپل ځای کې پکار دي ، دحادثې غوندې کیسې کې چې یو سړی پکې مري تر ټولو لویه ظاهري پیښه همدغه د ساه ورکولو وخت دی ، نجیب محفوظ په همدغه وخت کې خپل لوستونکې ته وایي چې شپه ده . شپه خپله مرګ دی نو په خپل وخت د زمان یادیدل کیسې ته قوت وربخښي.
زمان لکه څرنګه چې د کیسې روح دی تیرول یې ښايي نورو ته هم زما غوندې اسانه نه وي . ما چې تراوسه څه ماتې ګوډې کیسې لیکلي دي د زمان په اړولو کې له ستونزو سره مخامخ شوی یم ، فکر مې کړی دی چې څرنګه له دغه وخته چې یادیدل یې پکار نه دي ټوپ وهلای شم. دحادثې په کیسې کې نجیب محفوظ دخپلو نورو کیسو په څیر دغه زماني مقطع عجیبه طی کوي ، کله چې د کیسې کرکټر موټر وهي څرګندیږي چې ورځ ده ،پولیس راځي د لارویانو ګڼه ګوڼه تیت کوي ، په امبولانس کې راغلی ډاکټر دی معاینه کوي او پولیس ته وايي :
(( - امبولانس ته یې وړل ضروري دي ..؟
یو بل وایي :
- ( دمرداش ) روغتون ته یې یوسﺉ ...
پولیس پوه شو چې دا سړی څه وايي نو ډاکټر ته یې وویل :
- فکر کوم چې وضعه یې ډیره خرابه ده ..
کله چې یې دا سړی د ( دمرداش ) په روغتون کې پر بستر څملاوه دباندې تپه تیاره شوې وه .......))
په دې ورستۍ جملې کې ورځ شپه کیږي او دلوستو پر مهال لوستونکی دا نه درکوي چې دغه ورځ څرنګه شپه شوه او دا وخت څرنګه تیر شو.
نجیب محفوظ ښایي له هغو نادرو لیکوالو وي چې خورا لږ خپله لیکي او نور هرڅه دکرکټرونو په ژبه بیانوي. دیوه کرکټر دمعرفي په برخه کې دا د کره کتونکو عامه سپارښتنه ده چې دبل په خوله یې لوستونکو ته ورپیژنۍ اما دپیښو په برخه کې ما نه وه اوریدلې. دحادثه په کیسه کې لولو((...هغه بلې غاړې ته یې دپورې وتو په نیت ګام واخیست دولاړ موټر له پوزه ډیرنه ولرې شوی چې ورپام یې شول فورد موټر تیزپرې راروان دی))
په دغې صحنې پسې نور لیکوال یا دا لیکي چې موټر وواهه او یا هم دموټروهلو صحنه انځوروي خو نجیب محفوظ له نوي ترکه کار اخلي له حاله ماضي ته ځي(( وروسته یوه شاهد وویل، باید راګرځیدلای وای که په شاشوی وای دموټرله سرعت سره سره بچ کیده خو تصادف و که یې ورځ پوره وه مخ ته یې ټوپ کړل او چیغه یې کړه(خدایه خیر).))
دلته بل کرکټر پیښه څرګندوي او لوستونکی پوهیږي چې اصلي کرکټر موټروهلی دی.
دکیسې پای دنجیب محفوظ دنورو کیسو غوندې لوستونکی اړباسي چې فکروکړي داځکه چې دده کیسه یوه پیښه نه ده. دغه کیسه د ((دنیاالله)) دټولګې یوه کیسه ده او ددې مجموعې په نوروکیسو کې هم انسان دژوند او مرګ ترمنځ په لنډ واټن کې دناروغۍ، لوږې ، علم او جنسي غریزې لپاره هڅې کوي . دمرګ او ژوند په دغې مرحلې کې لویه تراژیدي پرته ده ،دهستي له رازه دانسان دجهل تراژیدي پرته ده داسې چې هستي په یوه بې مانا شي بدله شوې ده دغه د تراژیدۍ پیل دي او دمرګ په وړاندې دانسان بې وسي دتراژیدۍ پای دی. دنجیب محفوظ له نظره دغه دوه تراژیدۍ دیوې ناخوالې شاومخ دي اوهغه د هستۍ او برخلیک بې ارزښتوب او نامعقولي ده.