مایک پامپیو: ایران القاعده شبکې ته پټنځايونه ورکړي دي او په افغانستان کې له طالبانو ملاتړ کوي

روهي (پنځه نۍ/۲۲ د لېندۍ)، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پامپیو د ايران په اړه تازه څرګندونې کړې دي او دغه هېواد يې په ترهګريزو کړن تورن کړی دی.

مایک پامپیو ادعا کړې ده چې په ايران کې القاعده شبکه خوندي پټنځايونه لري او همدا ډول په افغانستان کې له طالبانو ملاتړ کوي.

نوموړي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ناسته کې کړې دي او دغه ناسته نړيوالو د ايران په اړه را بللې وه.

د ازادۍ راډيو د خبر پر بنسټ مايک پمپييو ويلي دي، "دا هغه هېواد «ایران» دی چې د ملګرو ملتونو د هغو پریکړه لیکونو څخه يې چې د القاعده شبکې، افغانستان،لبنان، یمن او سومالیا په اړه خپاره شوي، سرغړونه کړې ده حتې همدا شېبه چې موږ دلته ناست یو، ایران د القاعده شبکې پټن ځای دی. په افغانستان کې له طالب وسله والو ملاتړ کوي. په لبنان کې تروریستانو ته وسلې ورکوي، د ډبرو سکرو د غیرقانوني تجارت لپاره په سومالیا کې له الشباب ډلې ګټه اخلي او د عراق شیعه وسله والو روزي او تمویلوي يې."

د يادونې ده چې امريکا له دې وړاندې هم پر ايران دا ډول تورونه پوري کړي وو خو ايران يې په کلکه ردوي او امريکا د نړۍ په ناارامۍ کې ښکېله ګڼي.