
روهي (پنځه نۍ/۲۲ د لېندۍ)، تېره ورځ د فرانسې پلازمېنې پاريس ښار په کرسمس بازار کې يو کس پر خلکو ډزې وکړې، چې دوه فرانسويان او يو افغان په کې ووژل شو.
وژل شوی افغان احمد کمال نقشبندي نوميږي چې په ياده شپه، ۴۴ کالونه عمر يې درلود او په ياده شپه د خپلې ميرمنې او بچيانو سره ياد بازار ته تللی وو.
په ياد پېښه کې ۱۲ کسان ټپيان شوي هم دي چې د شپږو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ ښوودل شوی دی.
د فرانسې پوليسو رسنيو ته ويلي دي چې بريدګر د پېښې له ځای په ټکسي موټر کې تښتېدلی او وروسته له فرانسې هم وتلی دی.
تر اوسه د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ويل شوي.