بريدګر د (الله اکبر) ناره کړه او وروسته يې ۱۲ کسان په ډزو ټپيان کړل

روهي (پنځه نۍ/۲۲ د لېندۍ)، د فرانسې په پلازمېنه پاريس ښار کې د (کرسمس) په نوم په يو مارکيټ بريدګر کې د الله اکبر نارې کړې او وروسته يې په ځايي خلکو ډزې وکړې.

پوليسو ويلي دي چې د ډزو په پايله کې ۱۲ کسان ټپيان شول، چې ترمنځ يې د شپږو کسان روغتیايي وضعيت نازک ښوودل شوي.

پېښه هغه وخت رامنځ ته شوې ده چې د نوي عسيوي کال په پار په زرګونه کسان دغه مارکيټ ته د څېزو د رانېولو لپاره راغلي وو.

امنيتي پوليسو ويلي دي چې بريدګر د (شریف چیکات) په نوم نومول شوی دی او له پېښې وروسته تښتېدلی دی.
 
د هغه ټکسۍ چلوونکی چې بريد ګر له سيمې په کې وتښتېد، پوليسو ته ويلي دي چې بريدګر د لسو کسانو د وژل ادعا کړې ده.

فرانسي چارواکو هم دا ويلي دي چې بريدګر له فرانسې وتلی خو تر اوسه څرګنده نه ده چې ولې داسې کار کړی.