فطرت

فــــرق په دواړو کـــــــــې کول د هښيارانو کار دے
څوک په سازونو باندې پاي څوک له سوزه مړ شی
فــــطرت هيڅ کله نه بدليږی کـــــــه پرې فکر وکړۍ
ماشے په غوږ باندې سر بايلی مچ په پوزه مړ شی
خدايه
جام مې سترګې سرې نه کړې
 دا ځــــــل رالـــــــــــــه خم راکړه
ســــترګې دې راکـــــړي دي
ژبه رالـــــه هـــــم راکــــړه
ربه
ربــــــــــه ربــــــــــــه راکــــه ربـــــــــه راکــــــه ربــــــه راکه
د خــــــــــــــــپل درد ترجـــــــــمانۍ لــــــــه ژبـــــــه راکـــه
چـــــــــې د ځــــــان د راز د ځــــــانه تپـــــــــوس وکــــړم
دومـــــــــره واک خـــــــــو د تهــــــــذيب قالــــــبه راکړه
چـــــــــــــــې دې حـــــــــسن د تخــــــليق پکـــې ځليږی
يـــــــــــــو جانان رالـــــــــــه ددې ســـــــبـــبه راکـــــــــــړه
اور مـــــــــې نه سيــــــــزي د خـــــــاورې نه خــــبر دے
خـــــــــــو جنت هـــــــــم رالـــــه بــــــــې د ډبـــــــه راکړه
کـــــــــه نيســـــــــتي مې درته ستايم بــــدې ښکارم
څــــــــــــه هســـــتي هــــــــــــم د مســـــتۍ طلبه راکړه
چـــــــې خـــــــپل ځان درته په چـــــــوتو سترګو ژاړي
مســـــت ياران رالــــــه يـــــــــــو څـــــــــــو بې ډبه راکړه
چــــــــــــــــې په زړه د عندليب کــــــــــې لاره وکړی
يـــــــوه چــــــــغه لــــــه دې شــــــــورشـــــغربه راکړه

\"\"
فضل حکيم عندليب د [ځونډی]نه انتخاب
عندليب دير تالاش پښتونخوا