منظور پښتين د کوټې په هوايي ډګر کې د تېرې ورځې پېښې په اړه خبرې کړي

روهي (درې نۍ/۲۰ د لېندۍ)، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين ته تېره ورځ د کوټې په هوايي ډګر کې اجازه ورنه کړل شوه، چې له هوايي ميدان بهر شي.

پښتين وايي چې دوی پوهيږي چې دا کار د بلوڅستان حکومت نه بلکې د پاکستان د پوځ له خوا شوی دی.

د امريکا اشنا وېب پاڼې د خبر له مخې پښتون په اسلام اباد کې خپلو ملاتړو ته په وينا کې ويلي دي، "مونږ پدی اړه هیڅ شک نه لرو چې دا کار پوځ کړیدی. د بلوچستان د حکومت نه که چا پوښتنه وکړه نو د شرمه به غلي وي خو مونږ پوهه یو چې دا کار دوي نه بلکه پوځ کړیدی. د سند حکومت هم ویلي و چې هغوي په ما بندیز ندی لگولی."

نوموړي د پاکستان د پوځ پر يادې کړنې نيوکه وکړه خو ويلي دي چې دا ډول کړنې به يې هوډ او اراده کمزورې نه کړي.