
نن می غوښتل چې د نشیی توکو پر وړاندې د مبارزې ویب پاڼه وګورم ناڅاپه مې تر سترګو شو چې دا ویب پاڼه هک شوې او چا چې هک کړې خپل نوم او یو دوې جملې یې هم پریښي. د دې ویب پاڼې آدرس: http://www.mcn.gov.af
دا په حقیقت کې زمونږ د مخابراتو وزارت په خاصه توګه د معلوماتي ټکنالوجئ دپارټمنت کمزورتیا ښیی چې د دومره لګښتونو په موجودیت کې اوس هم وزارتونه او نور اورګانونه (دولتی او نا دولتی) د هیواده د باندې خپلې ویب پاڼې په سرورونو کې ساتې.
سو وخته مخکې دهمدې وزارت ویب پاڼه هک شوې وه. تاسو لاړ شی او د وزارتونو او دولتی اروګانونو ویب پاڼې (د کابل پوهنتون او نور پوهنتونونه) وګوری چې څه شی شته په کې او که نه. یا خو زاړه دي او یا د کار ندي. د ډیزاین په اړه به يې څه نه وایم.
ماته هغه وخت رایاد شی چې د دولتی ادارو د ویب پاڼو جوړولو لپاره هم څو لکه ډالره منظور شول خو اوس هم ځینې ادارې دی چې هیځ شی نلری.
د مخابراتو وزارت ته خدای انصاف ورکړی. په داسې شیانو پیسې لګوي چې اوس دومره ضرور ندي.
په درنښت
جاوید سمسور