
روهي (درې نۍ/۲۰ د لېندۍ)، د هېواد په سويل هلمند ولايت کې نېول شوی جرمنی چې له طالبانو سره يې اړيکې درلودې په شپږ کاله بند محکوم شوی دی.
د جرمني حکومت ویلي دي چې دغه کس ته د محکمې په لومړنيو پرېکړو کې دغه سزا ورکړل شوې ده، خو که چېرې نور توورنه هم پرې ثبوت شي، نو سزا به يې لوړه شي.
دغه کس (کلن توماس ک) نوميږي، ۳۷ کالونه عمر لري، د فيبروۍ په مياشت کې په هلمند کې ونېول شو او په اپرپل میاشت کې جرمني ته ولېږل شو.
نوموړی تورن دی چې د طالبانو په ليکو کې يې جګړه کوله او د ملي اردو پر سرتيرو يې بمبونه غورځولي.