ستره غلطي!

د یوه رنځیدلي ، کړیدلي ، په هر چا پلورل شوي ، د امپراطوریو ترمنځه د حایل افغانستان د تاریخ یوه بدنامه څیره چې نه یې چا نوم او چا نښان ، نه یې څوک له کړنو او ماضي ، او نه یې هم څوک شخصیت څخه خبر وو د نړۍ د ستر زبیښاکي ، سفاکي ، او کثیف دولت امریکا له لوري په دغه بیچاره ملت باندې تپل شوې چې له بده مرغه د پښتون ملت یې داسې دربدره او د هر چا د لاس ټک ته کیناوه چې ددې قوم په تاریخ کې داسې پیښې ورباندې تجربه شوې نه وې . د پښتنو ډیری سلنه په اطرافونو او بانډو کې ژوند کوي او له خپل کلتور او فرهنګ څخه چې یو غني او خالص ساتل شوی کلتور دی په کلکه مدافعه کوي او همیشه یې د پردیو له یرغل څخه په امان ساتلی ، همدارنګه دوی له خپل دیني او پښتني غیرت څخه چې الله ج په دوی باندې پېرزو کړی په مینه او اخلاص ساتنه کړي، خو ولې نن هغه کوم شهکارونه چې ددغه ټبر خلکو او مشرانو خپلو بچو او خپلو راروانو نسلونو ته په اور او وینو ګټلي وو ، د سر په بیه یې ورته له غلیم څخه اخیستي وو ، په یوه آنه باندې پلورل کیږي.
زمونږ د ملت د سترو غازیانو او سرښندونکو د برم او جلال څخه ډک ویاړونه یې په ډیره بې شرمۍ ددغه ملت وینې زبیښونکي، غوښه خوړونکي ، او هډوکي شپیلوونکو غریبانو ته ورکړل چې ها دا واخله دا دې ددغه وحشت په مقابل کې تاته د افغان ملت له لوري ستره جایزه وي کوم چې تا په دغه ملت باندې په اخلاص سره پیرزو کړی ده او هره ورځ یې ناموس او ننګ ته لاس اچوې ، هره ورځ یې زامن په ګولیو ولې ، هره ورځ یې میندې بوروې ، هره ورځ یې خواږه پلاران د تورو او نامعلومو زندانونو خوراک ګرځوې .. چې بیا یې دا هیله نشي کیدای چې هغه به پاتې ژوند کومې رڼا او د خپل کور کوم پیتاوي ته تیر کړي او کنه ؟
له بده مرغه زمونږ ملت هروخت د امپراطوریو ښکار ګرځیدلی ، هره امپراطوري غواړي دلته د خپل مټ زور وآزمايي او ځانته دا معلومه کړي چې په رښتیا سره زه ددې وړ یم چې دغه ملت په ګونډو کړم او کنه؟ خو دوي ولې داسې کوي؟ دویته چا ویلي چې د نړۍ په دغه کونج کې دلته داسې ملت پروت دی چې د نړۍ په همدې سیمه کې که غواړۍ خپل چور وکړۍ نو لومړۍ دا اړینه ده چې ددغه ملت د کلتور، هویت ، او مذهب سر پرې تاو کړۍ کنه نو محاله به وي چې خپل مرام ته ورسیږۍ؟ دویته تاریخ ویلي. خو ددې سره سره دوی د تاریخ ډیر تمبل او ناکاره شاګردان دي هغه په دې چې دوی یوازې د تاریخ انځور ته ګوري او کیسې یې اوري خو له هغه حقیقت څخه تښتي چې په دغه انځور کې پروت دی ، او هغه حقیقت داده چې دوی د خپلو پلرونو له ماتو څخه عبرت وانخست. که یې پلار ددې وعده کړې چې بیا به نه راځي او عبرت یې اخستی وي خو سبا ورځ یې زوی دا لاپې وهي چې زه مې د خپل پلار انتقام اخلم. راجه بجي رای چې کله د سلطان محمود په مقابل کې دوه پرله پسې ماتې وخوړې ، لومړۍ یې د سبکتګین چې په هغه مهال کې ژوندی وو او سلطان محمود ورسره د سپه سالار په توګه په لښکر کې دنده درلوده ، او دوهم ځلې د پیښور په ډګر کې چې له ډیر ساز او برګ سره هم راغلی وو او خپل ملت ته یې دا ویلي وو چې دا ځل به سلطان محمود لاس او پښې تړلی ستاسې مخې ته ودروم ( د راجه زړه په دې ډاده وو چې سبکتګین مړشو خو د هغه ځوان زوی ددې وړتیا نلري چې د هغه سلطنت حدود وساتي) په همدې تمه یې د نورو ریاستونو څخه هم په زغرده او په ډیرو وعدو دا کومکونه ترلاسه کړل چې دا ځل زمونږ اډه غزني ده. خو راجه غریب د پیښور په ډګر له شرمه ډکې ماتې خو ړلو څخه وروسته او چې کله د لاهور په طرف یې خپلې پښې سپکې کړې او خپل ټول شته یې د غزني سرښندونکو ته پریښودل، هلته یې خلک خپلې ماڼۍ ته راوغوښتل ، جنرالان یې هم راټول کړل او ټولو ته یې وویل چې له دې وروسته به ستاسو مشري زما زوی جي رام په غاړه اخلي او دی به د هند ساتونکی وي ، بیا یې خپل زوی جي رام له مټ څخه ونیو او د ماڼۍ شاته چې ټول ولس یې هم راټول وو بوته ، او په کرار یې دغه درس ورکړ، هغه درس چې باید دده زوی د خپل پلار د وصیت په توګه منلی وای ، هغه درس چې امپراطورانو باید منلی وای ، هغه درس چې هر یرغلګر باید منلی وای ، او هغه درس چې نن یې باید هر یرغلګر ومني.. پوهیږۍ هغه څه ورته وویل؟؟ پلار خپل زوی ته داسې وویل: زویه ، ما د خپل ملت هیلې پوره نشوای کړای او زه پاتې راغلم خو یوه خبره واوره چې له دې وروسته د غزني په لور یو ګام هم وانخلې کنه انجام به دې زما په څېر وي" له دې خبرې وروسته سمدستي د هغو تختوپه لور یې منډه کړه چې ده ځآنته تیارې کړې وې او د نوکر له لاسه یې مشال واخست او سمدستي یې په تختو چې په تیلو باندې غوړې وې واچاوه او ځآن یې د اور خوراک کړ... زوی یې چې هر څه نارې سورې وکړې خو د کومک لاس پرې شوی وو او پلار یې د اور خوراک وګرځید.. د راجه بجي رای خبره وروسته له پیړیو بیا هم تکراریږي او بیا هم لکه د هغه زوی چې د پلار په وصیت یې عمل ونکړ او دا لاپه یې ووهله چې غزني به نیسو او بیا به کعبه ورانوو .. دا خوب وو !! او نن هم خوب ده !! چې مسټر جورج ډبلیو بوش د هغه فاسده صهیونیستي اداره ، او اوس اوبامبوش ده چې همدا خوبونه د نړۍ د تغیر د شعار لاندې ویني او د جمهوري غوښتونکو پلانونه پرمخ وړي ، او ګومان کوي چې کامیاب به شي خو ګومان نه کوم!!
همدارنګه په ملتونو او دولتونو کې هم استعمار ګران همیشه د ملتونو ډیر ناوړه او ناروا خلک مسلطوي څو د هغه وطن اهل خلک فرار او تبعید ته اړ کړي او یا داسې سیاسي، ټولنیزه ، او کلتوري انزوا غوره کړي چې له نیش څخه یې دوی په امان کې پاتې شي. ډیر ښه تصویر ددې خبرې مونږ په خپل ملت او دولت کې وینو ، چې که له یوې خوا د امنیت د راوستو او د یوې شفافې او بې پرې ادارې خبره کوي نو له بلې خوا جنګي مجرمین، خونخواره او داړه ماران د دولت په کلیدي پوستونو باندې کښینوي؟ که له یوې خوا د سولې خبرې کوي ، له بلې خوا نو بمبارونه بیا د څه لپاره؟ که له یوې خوا د اداري فساد د مخنیوي او له منځه وړو ستراتیژۍ باندې غور او څیړنې کیږی نو له بلې خوا بیا د فساد په تور تورن خلک د فساد سرلښکران ولې ؟ نو اصلي خبره داده چې دا هیوادونه په دې هیله او تمه نه راځي چې دلته دې مونږ ته یو مستحکم قانون او نظام جوړ کړي ، زمونږ سرکونه دې پاخه او مونږ ته دې د علم او تحصیل لارې برابرې کړي. که چیرې یې داسې کول نو بیا به یې جنګي ملیشې ختمې کړې وې ، جنګي مجرمین د بشر دحقوقو ناقضین به یې نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي وو او دوی به د یوه بین المللي پیمان په اساس له دې هیواد څخه بیرته وتلي وای او دا دومره لویې اډې او د الوتکو میدانونه به یې نه جوړول.. هوټلیان او سګبازانو ته به یې د دولت واګې په لاس نه ورکولې ، او دومره فاسده اداره به یې نه حمایه کوله چې یوازې او یوازې یوه ساده عریضه پکې یوه هفته وخت نیسي څو هغه د اړوند مامور له لوري لاسلیک شي.
ډیره بده خو یې لا دا چې د یوه ملک په سطحه چې غواړي نړۍ کنترول کړي او نړۍ دده تابع وي ، د دولت رییس دې داسې خبرې وکړي چې که ماشوم یې واوري نو هغه ته هم خندا ورځي لویان او د عقل څښتنان خو لا څه کړې .. رابرټ کوهلر جرمني الاصله امریکايي ده چې نږدې ټول عمر یې په امریکا کې تیر کړی، د ډیرو کتابونو ترڅنګه یې چې لیکلي دي ځینې مقالې هم لري چې په یوې کې یې د ښاغلي بوش او د هغه ادارې نورو غړو ځینې احمقانه خبرې نقل کړي دي. یو ډګروال په ۲۰۰۴م کال کې په هغه شپه چې په سبا یې په فلوجه باندې چې هلته ټول سنیان اوسیږي حمله کوله دا کلمات یې خپل ټولي ته وویل چي ، دښمن یو رنګ خاصه بڼه غوره کړې ، چې هغه ته شیطان وایی او په فلوجه کې اوسیږي، او دا زمونږ مسؤولیت دی چې ورشو او هغه ختم کړو. او بوش ویلي وو چې خدای زه په سپینه ماڼۍ کې په ګدۍ کینولی یم. د صلیبي جنګونو تاریخ هم له همداسې مسخرو څخه ډک دی لکه د نن ورځې صلیبي جنګ ، هلته به هم ددوی پاپانو لښکریانو ته د مقاومت او پایدارۍ په رسم ویل چې هغه ده عیسی مسیح راغی او اوس به په خپله ددې کفارو (مسلمانانو) په مقابل کې جنګیږي... او نن په دې صلیبي جنګ کې هم دوی دا نارې وهي چې خدای زمونږ په طرف دی او دا یوازې مذهبي جنګ دی.. نو آیا دداسې یو چا له لوري د دولت جوړیدنه په بل ملک کې د خیر او ښیګڼې ، د هوسایۍ او سوکالۍ پیغام له ځآنه سره درلودی شي ؟؟ آیا دداسې څیرو او رنګونو خلک چې د همداسې تاریخي احمقانو له لوري یې حمایه او ملاتړ کیږی کولای شي چې خپل ملت ته د خپلواکۍ او سوکالۍ جوګه شي؟ آیا دداسې یوې مردارې ادارې رامنځته کول کولای شي د خلکو ټولو پوښتنو او غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي؟؟ نه هیڅکله نه !!! او له دې پسې بدتره خو لا دا چې (مخکې مې هم ورته اشاره وکړه) ددغه ملت د عظمتونو نشانونه په همدغو بادارانو باندې د څو قراردادنو په بدل کې پلوري، یو یې وزیر اکبر خان کړ ، بل یې میرویس نیکه کړ ، او بل یې احمدشاه بابا کړ.. او مونږ لا خبر نه یو چې زمونږ نیکونه بیا راژوندي شوي خو دا ځل ددې په ځآي چې ملکونه فتحه کړي خپل ملک خوري او خپل خلک له تیغه تیروي..
نو په پای کې زه دې استعمارګرانو ته وایم چې تاسې به داسې فکر کړی وي چې مونږ ښه مداري پیدا کړی او دا بیسواده او بې پوهې ملت به پرې وغولوو خو دا سوچ مو غلط ده او زه درته د خپل نیکه میرویس نیکه خبره کوم چې : زمونږ په غرونو کې هم عاقلان او حکیمان شته. که هر څو ددې وطن په وینو ګټلی عظمت او برم خرڅ کړې نو بیا یې هم ته له ځانه سره سپینې ماڼې ته نشې وړلای ځکه چې پیړۍ مخکې هغو نورو هم ندي وړي.. او نشوای یې کولای چې یویې سي ، او نه به دې پلانونه دلته د عمل جامه واغوندي.. که ډیر له ځآنه سره شه کوۍ هغه به دا وي چې له دې ډرامې تیر شۍ او نور یې ډیالوګ او ستورو ته خاتمه ورکړۍ مخکې له دې چې تاسې ختم کړي ځکه ستاسو د ډرامې لوبغاړي او ستوري ډیر ناکامه او ناچله دي ځکه ستاسو سټوډیو یې نوې ولیدله او بلد نه وو پکې ، خو تر څو چې بلدیږي ستاسو به هم بیړۍ غرقه وي .. مک کریسټال ته به هوښیار ځکه ووایو چې د تاریخ له یوې لویې بې شرمۍ څخه یې ځان وژغوره او مخکې له دې چې دغه بیرحمه څرخ په ده راتاو شی ده ترینه ځان ګوښه کړ لکه مایاروف چې د پخواني شوروي د نظامي یرغل په مهال وکړل..
د آزاد، خپلواک، او د یوه ویښ ضمیر ملت په هیله !!