حمد


اې خالقه ســـــتاکمزوري بندګـــــــــان يو
حال مــــووينې دانړۍ کـې مظلومـان يو
ته رازق يې،ته صـــــمـد يې،ته احــد يې
پرمونږرحم کــړه مـالکه،ډېرپريشان يو
څـوبه ژوندکړوپه نفاق او په شقاق کې
لږهــوسا کــــــــړه راپه برخـه عـاجـزان يو
ژوندزمــــونږپه کــــړاوونوکــې تيريږې
دامنو چې مــونږ کــمزورې په ايمان يو
امـان راکړه،مينه راکـړه اخلاص راکـړه
بدبه نه کــړونورپه کړوخپل پښيمان يو

امان الله امان نورستانى
٦ ٩ ٢٠١٠
کونړ بريکوټ