غزل


هـــــديرو رانه د ځمــــــــــکې تناب وړی
بندا ځان پسې دي دومره اسباب وړی
نن څيره راســــره نه شـــــته بې څيرې يم
نن مې مخ رانه د اوښکو سيلاب وړی
راوپس شئ,راوپس شئ زړه يې نه دی
ما د يار د خـــواږو سترګو ځواب وړی
نن مې خپل وجود يواځې له وجود شو
نن مـــــې زړه رانه د وينو خـــوناب وړی
لوڅې سترګې يې په مخ کې سترګې،سترګې
چا د ښار د ښکلو ستـــــرګو نقاب وړی
چې لوګی او سوی بوی تر تا در درومي
طالب زړه د يار کــــــوڅې ته کباب وړی

06.09.2010
طالب منګل