سوله قېمت او قرباني غواړي

ولسمشر غني د سولې په اړه د بېلابېلو اقشارو استازو سره په مشورتي ناستو او همدارنګه په خپلو ویناو کې تل په دې بحث کړی چې سوله هم خپل قېمت لري او جنګ هم خپل قېمت لري او ترجنګ د سولې کار ستونزمن بولي.

د افغانستان عظیم ولس له تېرو څلوېښتو کالو هم د جنګ او هم د سولې قېمت ورکړی او لا یې هم ورکوي، جنګ د دوی انتخاب نه دی، بلکې پر دوی تحمیل شوی دی، د دوی اساسي انتخاب او غوښتنه سوله ده. په مجموع کې ټول د سولې نارې وهي، مګر تر دې دمه دا لا معلومه نه ده چې د افغانستان سیاسیون، حکومت او نور اقشار تر کومه بریده د سولې د قېمت پرې کولو ته تیار دي.

ولس په دې برخه کې خپل مسوولیت لا وار دمخه ادا کړی، ځکه دوی د سولې لپاره خپل قېمت پرې کړی په دې برخه کې یې هره سخته، نادوده او ظلم په سړه سینه زغملی او د خپل هیواد د بقا ، د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره یې د سولې غږ بدرګه کړی دی او لا هم په دې برخه کې په خپل تعهد ټینګ ولاړ دي.

اوس مهمه داده چې لومړی باید د سولې قېمت واضح شي. د سولې قېمت په دې مانا چې ولس، حکومت او سیاسیون هم باید تحمل او زغم ولري، هم د پخلاینې بهیر ته عملاً ور شریک شي او هم پرونۍ ټولې نادودې او وحشتونه هیر کړي، ځکه بې له دې سوله ناممکنه ده.

د افغانستان سیاسیون او سیاسي ګوندونه چې تل یې په ښکاره د ملي ګټو ناره پورته کړې، مګر په مذاکراتو او د پردې تر شا یې بیا د خپل شخصي او ګوندي غوښتنو او ګټو ته لومړیتوب ورکړی او پر هغو ټینګ ودرېدلي دي، مګر د سولې په برخه کې دوی دا دریځ اختیار کړي، نو دا هم د سولې، هم د ولس او هم د وطن په تاوان دی.

سیاسیون باید په پراخه توګه د سولې د قېمت پرې کولو ته چمتو اوسي او دا قېمت په لومړي قدم کې له دوی څخه دا غواړي چې له شخصي ګټو او مقامونو به تېرېږي او د حکومت هغه مخالفین چې لا هم وسله په لاس ورانی او خرابی ترسره کوي، هغوی باید د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د تفاهم او د هغه تفاهم د تطبیق له لارې د خپلو وروڼو په توګه ومني او هغوی ته په سړه سینه او پرانیستې غېږ ښه راغلاست ووایي.

د سیاسیونو ترڅنګ د افغانستان نړیوال ستراتیژیک ملګري هیوادونه او د دوی دریځونه هم مهم دي، دوی باید په افغانستان کې د سولې د تامین په موخه د افغانستان ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي، له خپلو شخصي برنامو او مسایلو څخه صرف نظر وکړي او افغانانو ته بشپړ د دې صلاحیت ورکړي چې په خپلو کې سره نتیجې ته ورسېږي او په دې برخه کې دوی باید تخنیکي او مالي مرستې ونه سپموي.

سوله به خامخا راځي، ځکه سوله د ولس غوښتنه او د حکومت مهم لومړیتوب دی او ولسمشر غني د سولې په برخه کې ځانګړی تاکید لري، مګر د سولې په برخه کې د ټولو ښکېلو غاړو او مطرح ګوندونو او شخصیتونو همکاري او همغږي هم نهایت مهمه ده او باور دی چې دوی به په دې برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.