
روهي (نۍ/۱۶ د لېندۍ)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امريکا متحدو ايالتو د پخواني بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن په اړه توندې څرګندونې کړې دي.
ټرمپ ويلي دي چې رېکس ټېلرسن يو تنبل او بې شعوره شخص دی او په ډېری موضوعاتو نه پوهيږي.
نوموړي دا هم ويلي دي چې رېکس ټېلرسن مې ځکه له دندې لېرې کړ، چې نوموړی ډېر بې شعوره انسان وو.
ولسمشر ټرمپ په خپل يو ټوېټ کې د ټېلرسن ځای ناستی او د بهرنيو چارو اوسنی وزير مايیک پمپيو ستایلی دی.
ټرمپ دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې دي چې د بهر رنيو چارو پخواني وزير رېکس ټېلرسن په يوې مرکې کې پر ولسمشر ټرمپ نېوکې وکړې.