
روهي (نۍ/۱۶ د لېندۍ)، د زينب په نوم يوه ماشومه مسلمانه امريکايۍ د سرطان په ناروغۍ اخته شوې ده او ژغورنې لپاره يې کمپاين پيل شوی دی.
د بي بي سي د خبر پر بنسټ زینب موغل یو ډول کمسارې سرطان ناروغي لري، خو درملنه یې ډېره پېچلې او ګرانه ده؛ ځکه چې په نړۍ کې د هغې د وینې ګروپ ډېر کم موندل کېږي.
د نوموړې د درملنې لپاره لسو کسانو ته اړتيا ده چې ويینه ورکړي او د وينې ګروپ يې له نوموړې سره يو څېر وي.
زينب د عصبي نسجونو په سرطان اخته ده او کورنۍ يې د درملنې لپاره اندېښمنه ده.