
روهي (جمعه/۱۶ د لېندۍ)، د پاکستان لومړي وزير عمران د امريکا متحدو ايالتو او پاکستان د اړيکو په اړه څرګندونې دې کړې دي.
نوموړي ويلي دي چې که مونږ د امريکا له پوځي سټراټېژۍ سره جوړ نه يو، نو دا مانا نه ورکوي، چې مونږ له امريکا سره خرابې اړيکې غواړو.
خان وايي چې امريکا ډېری ځلې دا ادعا کوي، چې په پاکستان کې د طالبانو پټنځايونه شتون لري او دلته طالبان اسي.
د عمران په وينا چې له ولسمشر کېدو وروسته مې ټرمپ ته وويل، چې په پاکستان کې دا د طالبانو پټنځايونه چېرته شتون لري، مونږ ته يې هم را وښيئ چې پر وړاندې يې عمليات وکړو.
نوموړي امريکا ته ويلي دي چې پاکستان نه کرايي ټوپک دی او نه هم د پيسو په پار د چا لپاره جګړه کولی شي.
خو عمران دا اعتراف هم کړی دی چې که چېرې له دوه تر درې زره طالبان پاکستان ته راغلي وي، نو دوی به بيا د افغان کډوالو په کمپونو کې پټ وي.
دا څرګندونې وروسته له هغه کيږي چې د افغان سولې په اړه پاکستان کې د زلمي خليلزاد سره په لېدنه کې عمران خان د همکاري ويلي وو، خو کومه تازه او جدي ژمنه يې نه ده وروسره کړې.