
روهي (پنځه نۍ/۱۵ د لېندۍ)، د پاکستان پوځ وايي چې حکومت يې په افغانستان کې د سولې ملاتړ کوي او په دې برخه کې له امريکا سره همکارۍ ته تيار دي.
د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور نن ووويل چې امريکا کولی شي چې د ماتې خوړنکي هېواد په توګه نه؛ بلکې د يو دوست هېواد په توګه له افغانستان څخه خپل پوځيان وباسي.
د پاکستان پوځ امريکا ته مشوره ورکړې ده چې د افغانستان او سيمې هېوادونو د يو ملګري هېواد په توګه دې خپل پوځيان له افغانستان وباسي او د سولې پر خبرو دې تمرکز وکړي.
دا خبرې په داسې وخت کې کيږي چې دوه ورځې وړاندې زلمي خليلزاد پاکستان ته سفر کړی وو او د افغان سولې په اړه يې له لومړي وزير عمران خان او بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره کتلي وو.
امريکا ډېری وخت پر پاکستان دا تور لګوي چې ترهګر ساتي او يا هم د افغانستان د سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي، خو دا ځل پاکستان له امريکا غوښتي دي چې له افغانستان دې ووځي.