
وروسته له هغې چې د ولسمشر غني په حکم يوه ۲۶ کلنه نجلۍ د کورنيو چارو وزارت د پاليسي او ستراتيژۍ د معينې په توګه ټاکل شوې؛ ګڼ شمېر خلکو د ولسمشر غني ياد اقدام خندونکی او د هيواد په زيان بللی دی. د راپورونو له مخې حکومت په تازه اقدام کې حسنا جلیل د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ او ستراتيژۍ معینه ټاکلې ده. حسنا جليل ۲۶ نجلۍ ده چې له دې وړاندې د کانونو او پطروليم وزارت د پاليسی رياست سرپرستې په توګه يې دنده ترسره کړې ده. د ولسمشر لخوا په يو مهم سياسي لوړ پوست باندې د يوې ۲۶ کلنې او کم تجربې نجلۍ ټاکل کېدو؛ پر حکومت او په خپله پر ولسمشر غني د خلکو لخوا تندو نيوکو ته لا زمينه برابره کړه.
څو پوښتنې چې بايد ولسمشر غني يې ځواب کړي
که څه هم د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ او ستراتيژۍ مقام چې يو مهم کليدي او سياسي پوست دی؛ پرې د يوې ميرمنې ټاکل نوښت دی او نيک اقدام دی، اما د حسنا جليل ټاکل کېدو چې د عمر او تجربې له مخې بيخي ماشومه حسابيږي؛ د خلکو په ذهنونو کې ډيرې پوښتنې پيدا کړې دي.
حسنا جليل څنګه په لوړ پوست ګمارل شوې؟
په داسې حال کې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته ټول احتمالي نوماندان سر له اوسه د خپل ځان لپاره کمپاينونه کوي او ولسمشر غني هم په غير مستقيم ډول ځان ته کمپاين پیل کړی دی؛ نو ډير احتمال شته چې د کورنيو چارو وزارت د پاليسي او ستراتيژی معينيت په پوست باندې د حسنا جليل د ټاکل کيدو تر شاه هم سیاسي معامله موجوده وه. امکان لري چې حسنا له داسې يو چا څخه ولسمشر غني ته معرفي شوي وي چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې اشرف غني ته کمپاين وکړي. بل احتمال بيا بهرني فشارونه کيدلی شي چې ممکن اشرف غني د بهرنیانو د فشارونو په نتيجه کې حسنا جليل ته ياد پوست ورکړی وي. ځکه حسنا جليل هغه څوک ده چې په امریکا کې يې زده کړې کړي دي.
حسنا جليل به څومره اغېزمنه وي؟
دا سمه ده چې افغان ولسمشر غني تر ډېره هڅه کړې چې ځوانانو ته په کابينه کې ونډه ورکړي؛ اما دا په دې معنا نه ده چې د کورنيو چارو وزارت د پاليسي او ستراتيژۍ په څېر په لوړ سياسي پوست دې کم عمره نجلۍ وګمارل شي. او دا هم سمه ده چې آغلې حسنا جليل په امریکا کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې دي اما د حسنا زده کړې نظامي نه بلکې نوموړې د ادارې او تجارت برخه کې لوړې زده کړې کړي دي. که همدا نجلۍ د تجارت په وزارت کې په همدې پوست ګمارل شوی وای نو بیا هم ممکن دومره نامناسبه نه وای، اما په سياسي پوست يې ګمارل د غني لويه اشتباه ده.
ځکه د افغانستان په شان هيواد کې چې په خپله د ملي يووالي د حکومت د مشر اشرف غني په وينا په کې ۲۰ ترهګرې ډلې فعاليت لري، په داسې يو هيواد کې چې د نړۍ د قدرتونو او د سیمي د استخباراتي کړيو د نيابتي جګړو په ډګر بدل شوی وي او په داسې هيواد کې چې روانه جګړه ترې د ورځې په لسګونو شهيدان اخلي؛ د کورنيو چارو وزارت د ستراتيژۍ او پاليسی معينیت په شان په لوړو سياسي څوکيو د حسنا جلیل په شان د ماشومانو ګمارل له ناکامۍ او شرمندګۍ پرته بله نتيجه نه لري او حکومت بايد ژر تر ژره په خپلې دغې ګمارنې له سره غور وکړي.