
روهي (څلورنۍ/۱۴ د لېندۍ)، د خيبرپښتونخوا په دويم ترټولو لوی روغتون (خیبر ټیچینګ هسپتال) کې يو څوکيدار د ناروغانو معاينې کړې دي.
د بي بي سي د خبر له مخې څوکېدار په هغه خونه کې چې د ناروغانو لومړۍ معاينې په کې کيږي يو شمېر ناروغان کتلي او د فشار آله يې پر نارغانو کارولې ده.
دغه کړنې په سيمه کې غبرکونونه راپورته کړي او د ياد څوکېدار انځورونه په ټولنېزو رسنيو خپاره شوي دي، چې د فشار آله په لاس او ناروغان ګوري.
د خیبر ټیچینګ هسپتال مسوولين دا يادې پېښې پخلی کوي او ويلي دي چې ياد څوکېدار يې د دغه خپلسرې کړنې له امله له دندې ګوښه کړی دی.
د روغتون مسوولين وايي چې د شپږو ډاکټرانو او نرسانو دندې يې هم ځنډولې دي او په دې اړه لا زياتې پلټنې کوي.