سعودي پاچا (سلمان) د قطر (امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني) د سعودي بلنه ورکړې خو امير ځواب نه دی ورکړی

روهي (څلورنۍ/۱۴ د لېندۍ)، د قطر دولتي رسنيو ويلي دي چې د سعودي عربستان پاچا سلمان د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د يو ليک له لارې سعودي ته د ورتګ یلنه ورکړې ده.

دغه ليک سلمان په خپل لاس ليکلي دی او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني څخه يې غوښتي دي چې د خلیج د همکاریو په غونډه کې چې په رياض کې جوړيږي ګډون وکړي.

دغه ليک د قطر بهرنيو چارو وزارت تر لاسه کړی دی خو شیخ تمیم بن حمد آل ثاني تر اوسه دغې بلنې ته د (هو) او (نه) ځواب نه دی ورکړی.

د يادونې ده چې نېږدې دوه کاله وړاندې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر له قطر سره هر ډول اقتصادي اړېکې غوڅې کړې او وضعيت يې سره کړکېچن شو.