ډنمارک هغه کسان چې د کډوالۍ عریضې یې رد شوې وي يوې لېرې جزېرې ته لېږي

روهي (څلورنۍ/۱۴ د لېندۍ)، د ډنمارک حکومت پلان لري چې هغه کډوال چې د پناه غوښتنليکونه يې رد شوي دي يوې لېرې جزېرې ته يوسي.

حکومت وايي چې د کډوالو ترڅنګ به د جرمې مخېنې لرونکې کسان هم دغه جزېرې ته انتقال کړي.

د ډنمارک هېواد له دغه کار څخه موخه دا ده، ترڅو وښيي چې دغه هېواد د بې قانونه کډوالو د پاتې کېدو ځای نه دی.

د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ يو شمېر افغانان هم په ډنمارک هېواد کې پاتې کيږي چې قانوني سندونه يې نه دي بشپړ کړي.