سناتور لنډسې ګراهام: د سعودي وليعهد (محمد بن سلمان) ليونی او خطرناک انسان دی

روهي (څلورنۍ/۱۴ د لېندۍ)، د لنډسې ګراهام په نوم د امريکا د متحدو ايالتو يو غړی وايي چې د سعودي وليعهد (محمد بن سلمان) ليونی او خطرناک انسان دی.

دغه سناتور ادعا کوي چې د سعودي خبريال جمال خاشقجي له وژنې څخه محمد بن سلمان له وړاندې خبر وو او په دغه قضیه کې يې لاس درلود.

نوموړي دغه څرګندونې د امريکا د څارګرې ادارې سي ای اې له چارواکو سره کړې دي.

دغه سناتور وايي چې که چېرې سعودي پر يمن کې جګړه کوي نو امريکا يې بايد ملاتړ ونه کړي او وسلې دې نه ورکوي.