
قانوني خلاوې په خپله د جرایمو د واقع کېدو او ډېرېدو لامل کېږي او له بده مرغه په افغانستان کې لا هم په ډېرو مهمو برخو کې قوانینو شتون نه درلود، مګر ولسمشر غني د ملي یووالي حکومت په څلورکلنه دوره کې دې برخې ته د پام په ډېرولو سره دغه تشه تر ډېره ډکه کړه، ځکه په بېلابېلو برخو کې لسګونه قوانین تصویب او توشیح شول.
محمداشرف غني وویل، ”د ملي وحدت حکومت سیستماتیکه اصلاح عملي کړه چې یو قوي حقوقي بنسټ د اساسي قانون په اساس رامنځته شي. د ۲۰۱۵ کال څخه را پدېخوا موږ نږدې ۳۹۰ قوانین تصویب او یا تعدیل کړي. د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره موږ د جزا داسې قانون لرو چې د ملګرو ملتونو نشه یي توکو او جنایي او د فساد ضد قوانینو سره په تطابق کې قرار لري.“
د ولسمشر غني د حکومت په تېره څلور کلنه دوره کې داسې قوانین هم رامنځته او تصویب شول چې په تېرو سلو کالو کې یې په افغانستان کې وجود نه درلود. د بېلګې په توګه د ښاروالۍ قانون یادولی شو. له تېرو سلو کلونو راهیسي دا لومړی ځل دی چې موږ د ښاروالۍ قانون لرو.
د جمهور رئیس غني د وینا په استناد: ”د کانونو، پترولیم او ګازو نوي تصویب شوي قوانین موږ ته په قانوني او شفاف لحاظ دا زمینه برابره کړه چې نوموړی سکتور خصوصي پانګې اچونې ته خلاص کړو. نړیوال بانک سږ کال د سوداګرۍ او بزنس لپاره افغانستان د اصلاحاتو په لحاظ د نړۍ لومړی درجه هېواد اعلان کړ.“
ولسمشر غني جنیوا کنفرانس ته د وینا پرمهال دا هم وویل: ”زموږ معلوماتو ته د لاسرسي قانون د نړۍ تر ټولو بهترین قانون پېژندل شوی. پر حقوقي اصلاح سربېره، نوی قاضي القضات او لوی څارنوال او د سترې محکمې شپږ قاضیان ټاکل شوي، ترڅنګ یې د محاکمو او څارنوالیو سیستمونه او پروسو کې هم اصلاحات راغلي دي. قضايي استقلالیت او د قدرت جلا والی زموږ د حکومت اساسي اصل دی. په لنډه توګه یې ووایم، موږ یو معاصر اقتصاد، ټولنې او دولت ته حقوقي بنسټ جوړ کړی.
د دغو قوانینو د تصویب تر څنګ د هغو اجرا هم مهمه ده، اجرائیه قوه او په ځانګړي ډول اړوندې ادارې مکلفې دي چې یاد قوانین له کوم توپیر پرته په ټولو یو ډول تطبیق کړي، تر څو خلک عملاً د هغو ارزښت درک کړي، ځکه تر هغو چې قوانین عملي نشي، نو یوازې د کاغذ پر مخ نه یوازې کوم ارزښت نه لري، بلکې د خلکو په ژوند کې کوم محسوس او پام وړ بدلون هم نشي راوستلی.
موږ پوهېږو چې قوانین د ټولنې د نظم او د خلکو د ژوند د سهولتونو لپاره رامنځته کېږي او جنګ ځپلی افغانستان چې تر بل هر چا نظم او د ژوند اسانتیاو ته ډېره اړتیا لري، نو باور دی چې حکومت به یې د عملي کولو برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
موږ په تېرو څلورو لسیزو کې د بې قانونۍ بې خوندي وڅکله او دا ټولو درک کړې ده چې ټولنې ته ورپېښې اکثره ستونزې مو د قانوني خلا له امله دي، ځکه کله چې قوانین نه وي او یا تطبیق نشي، نو هیڅوک هم د مسوولیت او مکلفیت احساس نه کوي، حتی قانوني سرغړونې او هر څه یې چې خوښه وي او زړه یې وغواړي، نو همغه ترسره کوي.