
صفت الله د کابل د سیند په غاړه په سروبي کې د کبانو د پخولو یو کوچنی هوټل درلودلو. د صفت الله هوټل ډېر مشهور شوی وه د لویې لارې خلکو به د صفت ماهي په نوم پیژندلو. کبان ټول یو ډول وه خو د صفت الله کمال دا وه چې کبان یې ډېر په هنر پخول او یو مسلکيکب پخونکی وه. په سنید کې کبان ډېر کم پیدا کېدل خو د پېښور او د جلال اباد د فارمي له کبانو سره یې بیا ډېر توپیر درلودلو.
صفت الله به کله کله په خپله په سیند کې جال اچولو او کبان به یې نیول. د کبانو له نیولو سره یې ذوق پیدا شوی وه او تر ټولو ښه خبره دا وه چې د سیند کبان به یې د فارمي کبانو په نسبت ډېر قیمتي وه او ده ته یې هم یو څه مزدوري کوله وړیا به یې نیول او په پیسو به یې خرڅول.
صفت الله به چې د شپې مهال جال واچولو نو سهار وختي به سیند ته تللو چې جال راټول کړي او تازه کبان د هوټل لپاره برابر کړي.
د اوړي شپې ورځې وې د کابل سیند به کله کله ډېر مست شو که څه هم ګرمي به وه خو د سیند اوبه به بیا هم ډېرې یخې وې. یوه ورځ چې سهار وختي د سیند خواته ولاړ چې اچول شوی جال راټول کړي. صفت الله لا خپل کالي او بوټان نه وه ویستلي چې د سیند پورې غاړه یوه مېرمن د سیند لوري ته منډې راوهي. صفت الله د مېرمنې په وارخطا منډو حیران شو او د هغې لوري متوجه شو.
مېرمن چې د سیند غاړې ته راورسېده ورو شوه د سیند په غاړه یوې او بلې خوا وارخطا ګرځېدله صفت الله شک وکړ چې حتما څه کیسه شته په ژوره یې د میرمنې خواته چیغه وکړه، اوبه ډیرې زیاتې دي له سیند څخه لیرې شه!!!
مېرمن چې ډېره وارخطا مالومیدله د صفت الله غږ ته هیڅ فکر ونه کړ چې یو وخت یې د سیند یو ژور ځای ته ځان ګزار کړ.
صفت الله چې دا صحنه ولیدله نو بې له ځنډه یې سیند ته ځان خطا کړ دا چې اوبه یخې وې په ډیر ستونزمن حالت یې ځان تر مېرمنې ورسولو. تر هغو چې صفت الله ځان ور رسولو ډېر وخت پکې تیر شو ځکه چې د اوبو خوځښت بیخي تېز وه. کله چې میرمنې ته ورورسېدلو له ملا څخه یې لاس ترې راتاو کړ او د سیند غاړې ته یې په ډیر تکلیف راووېستله. د سیند په غاړه یې په ریګ باندې څملوله اوبه یې بیخې زیاتې تیرې شوې وې په ټټر یې زور ورکړ چې په خوله یې اوبه راووځي خو میرمنې هیڅ غږ نه کولو. وروسته یې د هغې په خوله کې خپله ساه پو کړه چې له دې سره مېرمن په هوش راغله.
کله یې چې په صفت الله باندې سترګې ولګېدلې ورته یې وویل:
جي تاسو سوک یی؟ او زه مو ولې بچ کړم؟ زه به تا هیڅکله ونه بښمه زه مو ولې بچ کړمه؟ زه دلته کې مرګ له راغلې ومه چې مړه شمه.
صفت الله پوهه شو چې دا جینۍ ددې کلي نه بلکې د پېښور دخلکو لهجه کوي ورته وویل تاسې باید چې ځان ونه وژنۍ ستاسې دا ځواني ستاسې دا ښایست دا تاسې سره نه ښایي چې ځان وژنه وکړۍ. ښه شیبه تېره شوه صفت الله مېرمن خپل هوټل ته راوستله. صفت الله ورته وویل تاسې ارام کینۍ هیڅ خبره نشته هر څه به سم شي.
مېرمنې چې د صفت الله مهرباني ولیدله ورته یې وویل زه پېښورۍ یمه. د پېښور یمه ما تر لسم کلاس پورې سبق هم ویلې دې زه دلته کې یو کس له پېښور نه په چل ول راوستې یمه ما ته یې ویلې چې زه کابل کې بنګلې او موټرې لرمه خو چې کله دلته راغلمه هیڅ هم نه وه. بیګا یې په زوره زما نکاح تړله کله مې چې انکار وکړو نو زه یې سخته ووهلم او بیا یې یوه کوټه کې بنده کړمه چې سهار مې ځان ترې را خلاص کړی دی نه مې غوښتل ژوندۍ پاتې شمه خو زه تاسې بچ کړمه.
مېرمن په ژړا شوه له یخه یې شونډې داسې رپیدلې لکه د توت پاڼې د غاښونو ټکا یې د صفت الله په زړه کې لیکې تېرولې. صفت الله د هغې وارخظایي نه شوه زغملی ورته یې وویل زه ستاسې نوره څه ډول مرسته وکړم؟
مېرمن ورته وویل زما نوم اسیه ده د پېښور په نمک منډيې کې زموږ کور دی تر هغو چې کلی راخبریږي زه غواړمه تورخم ته ځان ورسوم او واپس پېښور ته لاړه شمه ما ته دومره پیسې راکړه چې تر پېښوره مې ورسوي دا به ستا تر ټولو لوی احسان وي.
صفت الله ورته درې زره افغانۍ ورکړې او ورته یې وویل دلته د کابل څخه موټر راځي کوم موټر کې چې ځای وه هغه موټر کې د تورخم ته لیږمه خو له هغه مخکې باید زه له کور نه تا ته یوه بورقه راوړمه هسې نه لاره کې درته کومه ستونزه جوړه شي.
صفت الله له خپل کور نه یوه بورقه ورته راوړه او یو ساعت وروسته یو مارسیډیز موټر چې دده د هوټل مخې ته ودرېدلو او اسیه یې په هغه کې کښېنوله. موټر ته د ختو وخت کې یې صفت الله ته خپله د مبایل شمېره ورکړه ورته یې وویل:
کابلیه!
که پېښور ته کله راغلې حتما راسره تماس ونیسه. زه به ستا دا احسان کله هم هېر نه کړم.
صفت الله مسکی شو ځان سره یې وویل ته لا اوس هم کابلیانو باندې لا اعتبار کوې.