موږ په خپلو پښو ودرېدل غواړو!

نړیواله ټولنه یوازې تر 2024 کال پورې له افغانستان سره مرسته کوي. وروسته له هغه باید افغانستان خپلې ټولې مالي اړتیاوې له کورنیو سرچینو تمویل کړي، ځکه له یوې خوا بهرنۍ مرستې د اوږدمهال لپاره زموږ درد نشي دوا کولی او له بل لوري د افغانستان مسایل د امریکا لپاره زیات لګښت لري او فکر نه کوم چې دوی دې تر پایه دغه لګښت ته اوږه ورکړي.

حتی په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالو دلچسپي له افغانستان سره کمه شوه او دا وېره موجوده وه چې دوی به یو مخ ووځي او افغانستان به یوازې پرېږدي، مګر د ولسمشر غني د فعالې ډېپلوماسۍ او پیاوړي منطق له برکته هغه نړیوال په دې قانع کړل چې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته تر هغو ادامه ورکړي، تر څو افغانستان له هغه بد وضعیت څخه راووځي او کرار کرا د خودکفایۍ لورته ځان نږدې کړي.

ملي یووالي حکومت تر ۲۰۲۴ کال پورې د نړیوالې ټولنې قناعت ترلاسه کړ. له هغه وروسته نه د مرستو ضمانت شته او نه د نړیوالې ټولنې مسوولیت. حتمي هم نه ده چې موږ دې تل د نړیوالې ټولنې د اوږو باور و. ولسمشر غني هم د دې پلوی نه دی چې دغه مرستې دې له یادې مودې وروسته ادامه ومومي، تر هغو باید موږ خپل داخلي منابع زیات او عواید لوړ کړو.

همدا اوس د افغانستان ملي بودجه په بهرنیو مرستو متکي ده. زموږ د صادراتو او وارداتو تله د فلاکت حالت ښیي. د راپورونو په اساس لا هم یوازې ۷۴۰ میلیون ډالر صادرات او ۷ میلیارد ډالر واردات لرو. په تېرو ۱۷کالو کې د افغانستان پر اقتصادي ظرفیتونوکار نه دی شوی.سره له دې چې زموږ د صادراتو په ډله کې ډېر هغه توکي هم شته چې موږ یې په لږ پاملرنې او پانګونې په کوردننه هم تولیدولی شو.

که چېرې د افغانستان تېر څلور کلونه له ورتېرو دیارلسو کالو یانې د حامدکرزي د واکمنۍ کلونو سره پرتله کړو، نو په ډېرو برخو کې پام وړ پرمختګونه شوي، د بېلګې په توګه په وروستیو څلورو کالو کې د هیواد ملي اردو پیاوړې شوې، امنیتي او دفاعي ځواکونو کې تحرک ایجاد شوی، هوایي ځواک مو څو برابره زیات او پیاوړی شوی. د اقتصاد، زیربنا او ترانزیت په برخو کې پام وړ پرمختګونه شوي، بندونه ایجاد شوي، د پانګونې برخې ته توجه شوې لنډه دا چې یو ښه تحرک ایجاد شوی دی ، که چېرې جنګ په هیواد کې پای ومومي، نو باور دی چې دغو چارو ته به پام او تمرکز لا زیات شي او په پایله کې به یې هیواد د ثبات او خودکفایۍ لورته نږدې شي.

پر افغانستان خدای تعالی پرېمانه طبیعي منابع لورولي دي، مګر له بدمرغه جنګ له موږ څخه دا فرصت اخیستی چې له خپلو منابعو د هیواد د ابادۍ لپاره ګټه واخلو. نو حکومت ته ښایي چې د هیواد د دفاع ترڅنګ پر سوله هم تمرکز زیات کړي، ځکه سوله د ولس لومړیتوب دی او ولسمشر غني نه یوازې سولې ته ژمن دی، بلکې په دې برخه کې یې پرېکنده او عملي ګامونه اخیستي دي او لا هم په چټکۍ روان دی.

کله چې وطن ته سوله راشي، نو موږ هم د پردیو له احتیاجه خلاصېږو، هم مو داخلي ناخوالې پایته رسېږي او د یو بل د تقابل پرځای به د یو بل ترڅنګ د هیواد د ابادۍ لپاره خپله همکاري زیاته کړو او اوسنۍ ټولې ناخوالې به ورسره پای ومومي.