د مهدی اخرالزمان دقتل دسیسه


ځینی وخت په اتنرنت کی خبرونه لولم چی له سیمی او نړی حالاتو ځان خبر کړم او د نویو پیښو په هکله معلومات لاسته راوړم. له بده مرغه د خپل هیواد په اړه چی څه خبرونه لولم د هغو نوی په سلوکی د مرګ، قتلونو، او ورته پیښو په هکله دی چی دا ناتار له وختونو روان دی. چی لږ وړاندی بهرنی خبرونو ته لاړ شم په لومړی سر کی د اسلامی هیوادونو په اړه رپوټونه لولم چی هلته هم چندانی ښه حالت نسته، اوس خبرونه پر مظلمومه فلستطین او خوار عراق باندی تر نورو هیوادونو ډیر تره دی. د کفارو ظلم پر مسلمانانو باندی دومره فشار راباندی راوړی چی په بار بار دعا کوم چی کاش اوس نو مهدی اخر زمان ظهور وکړی چی نور ټوله اسلامی امت د یوه رهبر په امر او یو بیرغ لاندی سره را غونډ شی او اسلامی نړی له ستم، زور، او زیاتی نه خلاص کړی، نو پدی حالت کی سوچ را ته پیدا شی او بیا شکر باسم چی مهدی اخرالزمان خو حتمی ده – د الله اراده به دغه وه چی دا حالت باید پر مسلمانانو باندی راشی ځکه د کفارو خو دغه دنیا ده د مرګ وروسته بیا هغوی چیری او مسلمانان چیری، هره ډله به خپل ځای ته ځی.
نو دخبرونو په لوستلو بوخت وم چی یوه ویبپاڼه کی می د یوه ایرانی ملا څرګندونو په اړه یو راپور ولوست چی ویلی وه صهیونستان د امام زمان (مهدی اخرالزمان) د قتل عزم لری. دی راپور کی لږ وړاندی ولاړم راته بیخی مسخره معلومه شوه، ددی احمق ملا له خبرو داسی معلومیدی چی مهدی صاحب د ایران د حکومت او ملایانو په غوښتنه په نړی کی راڅرګندیږی او د ایران حکومتی چارواکی او د نړی نور شیعه ملایان یی مشاورین دی او دهغوی په مشوره به حضرت مهدی جهاد ته دوام ورکوی. یقین وکړی چی هغه نظریات چی ده ویلی وه یو ماشوم یی هم نه وایي. هغه وایی چی یهودان او عیسویان په ټوله اسلامی مرکزونو لکه د مکی معظمی، بیت المقدس او نور اسلامی مرکزونو کی جاسوسی شبکی فعاله کړیدی او خپلو کارکوونکو ته یی د حضرت مهدی ټوله نښی او نښانی ویلی دی چی په دغو مشخصو نښانو هر څوک ولیدل شو نو باید مخکی له دی چه ونیول شی؛ برید پر باندی وشی او ووژل شی. د هغه له څرګندونو دا هم معلومیده چی ګوندی د حضرت مهدی صاخب انځورونه له هری جاسوسی شبکی سره موجود دی او د هغه له مخی یی پیژندنه کیږی.
لکله څنګه چی مخکی مو اشاره وکړه؛ د څروګندونو یی داسی معلومیږی چی هر وخت چی شیعه ګان وغواړی کولای شی چی له حضرت مهدی اخرالزمان نه وغواړی نو هغه به ځان نړی ته را ښکاره کړی، او واضح خبره ده چی د مهدی ظهور نو د قیامت د کبری علایمو څخه ده چی اوس دا مجال د شیعه ملایانو سره دی.
دی اوسنی او پر مختللی نړی کښی هم څه احمق عالمان شته، یو خو هغه دی چی غیر اسلامی عالمان دی او هغوی سره د نړی علم یی، نه یی په آخرت پروا شته او نه یی هم منی؛ خو بل هغه عالمان دی چی هغوی ځان د رسول الله صلی الله علیه وسلم او یارانو ځای ناستی بولی او بیا داسی د حماقت خبری وکړی چی یی نه په آیت او یا نه یی هم حدیث او روایاتو ثابتولاشی – نو په حقیقت کی دا عالمان د اسلام په ګټه نه بلکی په تاوان دی. خو واضح خبره ده چی د شیعه فرقه وو دسیسی ټوله د اسلام د بدنامی او تاوان په خاطر دی. تیرکال په دسمبر میاشت کی د ایران ولسمشر احمدی نژاد ویلی وه چی ګواکی هغه (احمدی نژاد) داسی اسناد او شواهد په لاس کی لری چی بیان ددی کوی چی د امریکا او عراق په جګړه کی د امریکایانو موخه دا وه چی هغوی د شیعه وو مهم ځایونه په نښه خپل په کنترول کی راولی څو د حضرت مهدی د ظهور مخه ونیسی ځکه هغوی (امریکایان) پو هیږی چی ایران د حضرت مهدی د حکومت تر ټولو نژدی متحد دی او که چیرته حضرت مهدی ظهور وکړی نو ایران په نړی خپل په کنټرول کی راولی.
په حقیقت کی داسی خبری و بریدکوونکو او غیر اسلامی هیوادونو ته نوی ذهنیتونه ورکوی او دا ښیې چی اسلام او اسلامی امورات د ایران په لاس دی او نوره اسلامی نړی یی د هغوی اطاعت کوی. د دی خبر په لوستلو سره می د حضرت عبدالعزیز شاه ولی الله ډهلوی خبره رایاد شوه؛ ښاغلی ډهلوی د شیعه مذهب په اړه یو ډیر آګاه او باخبره شخصیت بلل شوی د شعیه وو په اړه یی ډیر تحقیقات او مطالعی کړیدی. هغه وایی«د هغوی (شیعه وو) دسیسی د اسلام د خرابولو او بدنامولو په هکله دومره ډیر دی چی یهودان د هغوی په لسمه هم د اسلام د له منځه وړلو پلان نلری».
نو د ایرانی رهبرانو او ملایانو دا خبرو ته چی ګورو د ښاغلی ډهلوی خبری باالکل په ځای دی ځکه چی: یهودان خو آن له سره نه د اسلام دښمنان دی خو د شیعه وو داسی پلانونه یو خو د مسلمانانو په منځ کی بی اعتنایی راولی خصوصاً هغه مسلمانان چی اسلام یی په میراث دین ګرځولی او داسلام په اړه ډیره مطالعه نلری او بل دا چی دا خبری د اسلام دښمنانو ته هم دا مجال په لاس ورکوی چی ګواکی مسلمانان پخپل منځونو کی د اسلام په اړه په یوه نظر ندی نو هغوی ته داسی ښکاری چی ګواکی په اسلام کی ستونزه شته او دا به یو پوره دین نه وی. خو حقیقت خبره داده چی حضرت مهدی صاحب نژدی دښمنان به اهل تشیعه وی او دا هغه کسان دی چی په روایاتو راغلی چی د مهدی اخرالزمان د جهاد د ملاتړ لپاره به د ایران د شرقی سیمو او هیوادونو او د ختیځی اسیایی هیوادونو اهل تسنن مسلمانان به په لښکرو لښکرو و عراق او فلسطین ته ځی خو د حیقیقت په را څرگندیدیو چی مهدی شیعه ندی د ایران په نیشابور سیمه کی به د دی اسلامی لښکرو مخه د شیعه وو له خوا نیول کیږی او ډیری ستري جګړې به کیږی.