اشــــناکه ژوند دغـــریبي دی زمونږ
همداخو راز دخوشحالي دی زمونږ
ظالـــــمه ســـــتا مــــــــلامتیا دضمیر
داخو ټول شور دخاموشي دی زمونږ
فـــــــکر اوخیال يې ولــجه کړی رانه
حاصــل دکار چې دپردي دی زمونږ
څــــوک په بګرام څوک په زندن دارګ کې
هریــــووګـــــــړی نن بندي دی زمونږ
دســـلګو تندر کې مو اوښکې اوري
داســــې موســــم دزندګي دی زمونږ
وره کې انګریزانګړ کې جشن لمانځو
څه ښه تجــــــلیل دازادي دی زمــــونږ
سر ږدو دخدای زړه دبنده په پښو کې
نــــــوی انداز دبــــــندګي دی زمــــــونږ
دزولــــــــنو ســــــــره هــــــم لــوبي کوو
دغــــــــه عادت دلـــــیوني دی زمونږ
که لـــــــــــوګی کیږو هم سندري وایو
(حسنه) خوی دسپــــــلني دی زمونږ
***
زما مزدوري ددنیا مینه ګڼي
خو دجابر په خیرات شکرواېي
ده ته په ټول جنت کې حوري ښکاري
خــــوزما دخال تعریف ته کفر واېي
وروستي