ولسمشر ټرمپ لومړي وزير عمران خان ته ليک استولی او د مرستې غوښتنه يې کړې ده

روهي (دوه نۍ/۱۲ د لېندۍ)، د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري ويلي دي چې د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ د يو ليک له لارې د پاکستان د لومړي وزير عمران خان څخه د افغانستان د سولې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

فواد چودري رويټرز ته ويلي دي چې ولسمشر ټرمپ له عمران غوښتي دې چې مرسته وکړي ترڅو طالب وسله وال د خبرو مېز ته کيني.

په دغه ليک کې د افغانستان د سولې په برخه کې ټرمپ د پاکستان او امريکا په اړيکو او د پاکستان په اړين رول هم ټېنګار کړی دی.

د يادونې ده چې د افغانستان او پاکستان په شمول د افغانستان د سولې په برخه کې د امريکا متحدو ايالتو د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سيمې يو شمېر هېوادونو ته خپل درېيم سفر پيل کړ.