کابل کې د ايران سفارت: مونږ طالبانو ته وسلې نه ورکو او دا ډول خبرې د امريکا پوچ تبليغات دي

روهي (نۍ/۱۰ د لېندۍ)، په کابل کې د ايران سفارت د يوې خبرپاڼې په نشر سره ويلي دي چې د ايران حکومت په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته وسلې نه ورکوي او دا ډول خبرې د امريکا تبلیغات دي.

د دوی دغه خپرپاڼه وروسته له هغې خپاره کړه چې د ايران په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي برایان هوک وويل چې ايران طالبانو ته وسلې ورکوي.

برایان هوک ويلي دي چې دوی د وسلو د پاتې شونو داسې نښې موندلي دي چې د ايران له خوا طالبانو ته د وسلو ورکړه په ډاګه کوي.

په کابل کې د ايران سفارت وايي چې د امريکا له خوا دا ډول څرګندونې د خلکو د اذهانو د ګډوډۍ په پار دي او بې بنسټه څرګندونې يې بللې دي.