د امريکا پخوانی ولسمشر (جورج ایچ ډبلیو بوش) د ۹۴ کالونو په عمر ومړ

روهي (نۍس/۱۰ د لېندۍ)، د امريکا متحدو ايالتو پخوانی ولسمشر (جورج ایچ ډبلیو بوش) تېره ماښام په امريکا کې ومړ.

د (جورج ایچ ډبلیو بوش) زوی او د امريکا بل پخواني ولسمشر (جورج ډبلیو بوش) تېره ورځ له رسنيو سره د خپل پلار د مړينې خبر تائيد کړ.

جورج ایچ ډبلیو بوش د ۱۹۸۹ کال جنورۍ کې د امریکا د ۴۱م ولسمشر په توګه دنده تر سره کړې.

جورج ایچ ډبلیو بوش يو ځل د امريکا ولسمشر او له هغې وړاندې د ولسمشرانو مرستيال هم پاتې شوی دی.