
د ا لا دوړاندي برملا وه چي د سولي مشورتي جرګه به خامخا د سولي د پلي کولو لپاره څرګند وړانديزونه ولري.دا خکه چي افغانان هم مسلمانان او هم د جګړې لمبو سوخلي دي. د اسلام مبارک دين د سولي دين دی، او مسلمانان به خامخا د سولي لپاره وړانديزونه اوپريکړي کوي ، او پاته شوه دوهمه خبره چي افغانان د تيرو څه ناڅه ديرشوکالونو په ترځ کي پر له پسې او د ځنډپرته د جګړې لمبو سوځولي او دردولي دي . نو ځکه دا څرګنده وه چي د سولي دا
مشورتي جرګه به خامخا د سولي لپاره ګټور وړانديزونه ولري.د سولي د مشورتي جرګې وروسته دادی افغانان د دې جرګې د پريکړو د پلي کولو په انتظار کي دي، د دولتي رسنيو، خپلواکو خپرونو او بهرنيوخبري اژانسونو په يوه يا بل ډول دجرګې د پريکړو په اړه غبرګونونه
ښودلي دي.خو هغه څه چي ورته زياته اړتيا ده هغه يا نه ويل کيږي او که ويل کيږي ، پاملرنه ورته نه کيږي.دااړتيا د جرګې د پريکړو د پلي کولولپاره د ژمنو او هوډمنو کادرونو په
کار ګمارل دي.ښايې يو شمير به دا خبره بابيزه وګڼي خو رښتينی حقيقت دا دی چي که هر جرګه او هره غونډه ډيره ښه اوګټوره پريکړه وکړي ، خوپريکړه پلي نه شي، خامخا به د هغې غونډي او ياجرګې ناکامي منل کيږي.
سولي ته ژمن او هوډمن کادرونه څوک دی؟ ښايې په بشپړ صراحت دې پوښتني ته ځواب ستونزمن وي ، خو ملي ګټي او دخپل هيواد سره مينه به هر څوک دې ته وهڅوي چي دا ژمن او هوډمن کادرونه ياد کړي . هر افغان په اوسنيو شرايطوکي د سولي د راوستلو لپاره هم ژمن او
هم هوډمن دی، خو يو شمير داسي کسان شته چي سوله ايز ژوند د خپلو ځانګړوګټو سره يوځای غواړي ، په داسي حال کي چي سوله ايز ژوند د هر افغان حق اوغوښتنه ده ، بيله دې چي د دغه يا هغه کس د ګټو سره موافق او يا مخالف وي . که د عامو خبرو را تير سو نو د څو مميزو
يادول موږ ته هغه څرک په لاس راکوي چي د سولي مشورتي جرګي د پريکړو لپاره ژمنو او هوډمنو کادرونو ته مو ورسوي .
لومړی : د سولي مشورتي جرګې د پريکړو دپلي کولولپاره دي د سولي کميسون ته هغه کسان غوره شي چي په تيرو لسوکالونو کي يې په يوه يا بل ډول جګړه نه ده کړې.
دوهم : د هغو کسانو لاسونه دي لنډ سي چي د اوسنيو مخالفو وسلوالو سره يې په تيرو مهالونو کي جګړې کړيدي.
دريم : په سيمه ايزو ادارو کي دي د سولي لپاره هغه کسانو ته واک وورکړل سي چي د مخالفينو سره يې دښمنی او مرګ ژوبله نه وي کړې.
څلورم :يادو سويو مميزاتو ته په پام دي د سولي کميسون او د هيواد په بيلابيلو سيمو کي د هغو څانګو ته دي خبيراو کار پوه افغانان غوره سي.
پنځم : دولتي مسؤلين دي په دې کميسون او د هغو په څانګو کي نه شامليږي . خواداري چارواکي دي يوازي د کميسون د پريکړو پلي کولو ته د اسانچارو په
توګه وګمارل سي. که غواړو چي د سولي مشورتي جرګې پريکړي پلي او ګټوري پايلي تر لاسه
سي، نو دې وړانديز ته پوره پاملرنه په کار ده.
و ما علينا الا بلاغ
د لمر له څرک مهالنی څخه