
روهي (جمعه/۹ د لېندۍ)، نن ورځ د پاکستان په بازارونو کې د يو امريکايي ډالر بيه له ۱۴۲ پاکستانيو کلدارو سره مساوي وه چې د ډالر په مقابل کې د کلدارې تر ټولو ټېټه بیه شمېرل کيږي.
د پاکستان د جيو نيوز ټلوېزيون د خبر په اساس نن ورځ په کراچۍ کې امريکايي ډالر په ۱۴۲ پاکستانيو کلدارو خرڅېدو.
د پاکستان دولتي بانک هم نن ورځ اعلان وکړ چې د خپلې مالي کړنلارې اړوند به دغه ستونزې ته حل پيدا او امريکايي ډالر به ليلام ته وړاندې کړي.
له دې وړاندې هم څو ځلې پاکستانۍ کلدارې د ډالرو په مقابل کې خپل ارزښت را ټېټ کړی وو.