
روهي (جمعه/۹ د لېندۍ)، د امریکا د ناروغیو کنټرول اداره یا سي ډي سي په خپل تازه راپور کې ويلي دي چې په ۲۰۱۷ کې تر ۷۰ زره امريکان نشې او د ځان وژنې پېښېو وژلي دي.
د امریکا د ناروغیو کنټرول اداره یا سي ډي سي وايي چې دغه شمېرې د ۲۰۱۶ز کال په پرتله لوړې دي.
نوموړي ادارې دا هم ويلي دي چې د نشه يي توکو د زياتې کارونې له امله په دغه هېواد کې د مرګ شمېرې تر ۴۵ سلنه زیاتې شوې دي.
امريکا د نړۍ د پرمختللو هېوادونو له ډلې څخه دی خو د ځانې وژنې او نشې له امله د مړينې کچه په کې لوړه ده.