
روهي (جمعه/۹ د لېندۍ)، د امریکا متحدو ايالتو سنا جرګې د دغه هېواد له حکومت غوښتي دي چې له سعودی عربستان سره دې خپلې اړيکې غوڅې کړي.
یو شمېر سناتوران وایي چې امریکا ته په کاره ده چې د يمن پر ضد د سعودي عربستان سره خپل شوی ائتلاف له منځه يوسي.
سناتوران د خبريال جمال خاشقجي د وژنې په اړه سعودي عربستان ملامت بولي او له خپل حکومت غواړي چې پر سعودي عربستان بندېزونه ډېر کړي.
د کریس کانز په نوم يو امریکايي سناتور ویلي دي چې هغه وخت راسېدلی دی چې امريکا بايد سعودي عربستان خپلو کړنو ته متوجې کړي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کيږي چې د ټرمپ ادارې د سعودي عربستان سره د خپلو اړيکو په پاتې کېدو ټېنګار وکړ.